افغانان د غیرتي او اسلام پاله قوم پیداوار دي ، دوی تل په تشو لاسونو د نړۍ له زبر ځواکونو سره د حق په دفاع کې مقابله کړې او له دښمن یې بری وړی؛هېڅکله دې څوک دا فکر ��کوي چې افغان متحد قوم به له ماتې سره مخ شي .
#استقلال
د شمال لویدیځ او شمال ختیځ زونونو د ټولو ولایتونو د والي صاحبانو، امنیه قومندان صاحبانو او د استخباراتو د رئیسانو صاحبانو ترمنځ د هماهنګۍ مجلس په بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کي ترسره سو
د پنجشنبې په شپه ماښام د بدخشان ولایت په کوربتوب د شمال لویدیځ او شمال ختیځ زونونو ۹ ولایتونو بدخشان، تخار، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان ولایتونو د والي صاحبانو، امنیه قومندان صاحبانو او د استخباراتو محترمو رئیسانو صاحبانو سره د هماهنګۍ او همږغۍ ګډه غونډه ترسره سوه، چي په یاده ناسته کي د بلخ محترم والي الحاج ملامحمدیوس�� وفا صاحب ترڅنګ د قومونو او قبایلو چارو وزیر ملانورالله نوري، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال نجیب حاجي صاحب، د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت، د بدخشان والي الحاج قاري محمد ایوب خالد، د ۲۱۷ عمري قول اردو قومندان الحاج امام الدین منصور، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال قومندان حاجي ناظم صاحب هم شتون درلود او د عالیقدر امیر المومنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی د (۳۱) ګڼې فرمان چې د نشه يي توکو پر وړاندي کلکه مبارزه باید وسي او د نورو موضوعاتو اړوند د فرمانونو د تعقیب او عملي کولو، د ساعین باالفساد او د شر او فساد جوړونکو اشخاصو مخه نیول، د ټولو مسؤلینو ترمنځ پر همېشنۍ هماهنګي، همږغۍ او یو له بل سره د اړیکو پر قوي کېدو، له یو بل سره د نظرونه او تجربو پر شریک کولو باندي بحث او خبري وسوې، چي په یاده ناسته کي د ۹ ولایتونو د والي صاحبانو، امنیه قومندان صاحبانو او د استخباراتو د رئیس صاحبانو حضور درلود.
د بلخ والي الحاج ملا محمد یوسف وفا، د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس الحاج ملا عبدالواسیع خادم او ګڼ شمېر لوړ رتبه ملکي او نظامي مسئولینو په ملتیاء د امام بخاري زیارت ته سفر پیل کړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس د بلخ له تاريخي آبداتو او سياحتي سيمو څخه ليدنه وکړه
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمد الله ضرار او ورسره مل پلاوي په بلخ ولايت کې له کافر کلا، شفا چينې او د خواجه سکندر له لرغونو او سياحتي سيمو څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي ضرار د دغه ليدنې موخه د یادو تاريخي آبداتو، لرغونو او سياحتي سيمو څخه څارنه او د دغه تاریخي ابداتو ساتنه یاده کړه او ويې ويل: تاريخي آبدات د هر هېواد او ملت شتمني ده، نو دا زموږ مسؤليت دی چې له دغه ملي شتمنیو څخه ساتنه وکړو، ځکه تاريخي آبدات او سياحتي سيمې د بهرنیو ګرځندويانو په را جلبولو کې هم مهم رول لري.
ښاغلي ضرار ژمنه وکړه، چې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د وزارت مقام او نړيوالو بنسټونو سره په همکارۍ د دغه تاریخي آبداتو د بیارغونې لپاره هڅه کوي.
۱۴۴۶/۱۱/۱۴ هـ ق
هیأتی متشکل از نمایندگان ادارات ذیربط شامل مقام ولایت، ریاست اطلاعات و فرهنگ ،ریاست عدلیه، ریاست زراعت و آبیاری (بخشهای اراضی و کادستر)، ریاست ارشاد، حج و اوقاف و ولسوالی شولگره، جهت بررسی حریم چشمه خواجه سکندر و جلوگیری از غصب احتمالی ساحه، به ولسوالی شولگره سفر نمودند.
ده هزار کانتینر اموال تجاری از راه دهلیز ریلی چین – افغانستان از طریق بندر حیرتان به کشور رسید.
این دهلیز خط آهن که با هدف تقویت تجارت میان افغانستان و چین فعال شده است، روند واردات و صادرات اموال را سرعت میبخشد و همچنان در کاهش بهای کالاهای تجاری اثر مثبت دارد.