د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري د لوی احمدشاه باپا په هَغه کور کي چي د اسيا يوه پر دریمه برخه يې ځیني اداره کېدل، د هيواد وتلی او منلی شخصيت استاد محمد معصوم هوتک صاحب وستايل سو.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست رئیس مولوي انعام الله سمنګاني صاحب:
موږ تل د مړو سوو بابا ګانو مریدان یو، خو دا هم مهمه ده، چي د ژوندیو باباګانو درناوی وکړو.
د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست د افغانستان د مخکښ پښتو څېړونکي، لیکوال، شاعر او د متونو د سمون او تحقیق د متخصص استاد محمدمعصوم هوتک صاحب د علمي او ادبي هڅو ستاینه وکړه.
ویناوالو د اطلاعاتو او فرهنګ له مسولینو مننه وکړه، چي د یوه مستحق او حقدار عالم حق یې اداء کړ.