د ملي بس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس حافظ عبدالباقي مقیم په مشرۍ یو پلاوی د عامه ټرانسپورټ د عصري کولو او پراختیا په موخه چین ته رسمي سفر کړی دی.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، د دغه سفر پر مهال به له چینایي شرکتونو سره د مېټرو او عصري بسونو د پېرودلو او واردولو په اړه خبرې وشي او د تخنیکي همکاریو زمینه به برابره شي.
#شمشادنیوز #shamshadnews