Home
Language
English
Türkçe
Bahasa Indonesia
About
Privacy Policy
Terms of Service
Pricing
Sign In
Download All
Share
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp:
Afghanistan
Joined January 2021
43
Following
4.7K
Followers
224
Posts
Pinned Tweet
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
2 months ago
«ما پرې خواري کړې، تاسو یې په نشرولو کې خواري وکړئ، ګوندې څه خیر یې ورسیږی.» د اوسپنې او عقیدې پیوند؛ د افغانستان لپاره د پوځي اقتدار نقشه! د تاریخ په اوږدو کې، قدرت یوازې د تورو په شرنګ نه، بلکې د هغو فکرونو په رڼا کې رامنځته شوی چې د خپل وخت له واقعیتونو سره سم وو. نن چې موږ د یویشتمې پیړۍ د زړه اوسېدونکي یو، وینو چې د قدرت تعریف له فزیکي زوره وتلی او په ستراتیژیک نفوذ او تخنیکي برلاسۍ بدل شوی دی. د افغانستان لپاره، چې د اسیا په زړه کې پروت دی، د پوځي صنعت لرل یوازې یو انتخاب نه، بلکې یو شرعي، سیاسي او حیاتي ضرورت دی. د دې سفر لومړی پړاو په شریعت کې د اعداد (تیارۍ) له بحثه پیل کیږي، چېرته چې د اسلامي احکامو له مخې، پر یوه اسلامي دولت فرض ده چې د دښمن د مقابلې لپاره د رعب «ارهاب» تر کچې قوت او تجهیزات برابر کړي. دا تیاری یوازې د سپورت په کچه نه، بلکې په عملي ډګر کې د هغو وسلو په جوړولو پورې تړلی چې د وخت له معیارونو سره برابرې وي. که د قومونو تاریخ په دقت سره وکتل شي، لیدل کیږي، چې ناچیزه قومونو څنګه خپل دولتونه د خپلو محدودو منابعو، خو پوځي صنعت له لارې د نړۍ د لویو قدرتونو په قطار کې درولي دي. دویم مهم بحث نړۍ ته د اسلام د پیغام لیږد او حمل دی. تاریخ ثابته کړې چې یو پیغام هغه وخت په نړیواله کچه اغیزمن کیدی شي، چې تر شا یې یو مقتدر او باثباته دولت ولاړ وي. موږ لوستي، چې اسلام په مکه کې یوازې یو فکر یا عقیده وه، خو کله یې چې په مدینه کې د انصارو مادي زور تر شا ودرید، نو په هغه دولت بدل شو، چې له برکته یې دا دې زه او ته هم کلیمه وایو او د رسول الله ص په امت کې راځو. نننۍ نړۍ چې په کې جیوپولیټیک نظم په چټکۍ سره د بدلون په حال کې دی، یوازې هغه غږ اوریدل کیږي چې د «پولادو منطق» یې تر شا ولاړ وي. پولاد یوازې یو جنګي وسیله نه ده، بلکې د خپلې عقیدې او تمدن د ساتنې او خپرولو لپاره ستراتیژیک لاسرسی رامنځته کوي. له پوځي قوت پرته، د اسلام د پیغام رسول یوازې د ببولالو غږول دي، چې هېڅوک نه پرې غوږ ګروي او نه پرې بریک نیسي. دریمه ستنه خپلواکي ده. په اوسنۍ نړۍ کې ریښتینې خپلواکي یوازې هغه وخت شونې ده چې ستاسو د دفاع کیلي ستاسو په خپل لاس کې وي. که یو دولت د خپلو پولو د ساتلو لپاره پر وارداتي وسلو او د نورو پر ټیکنالوژۍ تکیه کوي او یا یې هېڅ نه لري، هغه هیڅکله خپلواک نشي پاتې کیدی. څلورم بحث دا دی، چې دا پوځي صنعت چیرته جوړیږي؟ دا خورا مهم هغه ټکی دی. د عصري میزایلو، بې پیلوټه الوتکو او الکترونیکي دفاعي سیسټمونو جوړول د لابراتوارونو، پوهنتونونو او د عصري علومو د مرکزونو کار دی. د پوځي وسلو لپاره د لارښود او کنټرول سیسټمونه، الکترونیکي سب سیسټمونه او د انجنونو پیچلې انجنیري په کار ده. دا هغه علوم دي چې په مدرسو کې نه تدریس کیږي. دا د ریاضي، فزیک، کمپیوټر ساینس او فضايي انجنیرۍ بحث دی. که دولت غواړي په ریښتیني مانا اعداد ترسره کړي، باید عصري علومو ته په خپله بودیجه او نظام کې لومړیتوب ورکړي. که چیرې په دې برخه کې بې پروایي وشي، نو پایله به یې د دولت د عزت او خپلواکۍ له لاسه ورکول وي. په داسې حال کې چې رقیبه نړۍ نه ودریږي او په پوځي صنعت کې هره ورځ نوې ازموینې لري. په دې برخه کې کیدونکي بې پروایي به موږ د تاریخ په تیارو کې ډوب کړي او موږ به یوازې د هغو بدلیدونکو نظمونو نندارچیان یو، چې نور یې زموږ لپاره جوړوي. که ما مسؤلیت درلودای! د اوږد مهال لپاره مې عصري علوم په نر او ښځه جبري کول، حتی هغوی مې بندي کول، چې خپل اولادونه یې نه لیږلای. په دویم قدم کې مې عصري علوم هدفمند کول، داسې چې ماشومان باید له یوې ارزونې تیر شي او په ارزونه کې یې ذاتي ظرفیت ته په کتو تخصصي رشته مالومه شي او بیا پرې پانګونه وشي، څو متخصصین وروزل شي، نه تش سوډر. د لنډ مهال لپاره مې له هر ډول تفکیک پرته خپل او د امت له منځه مخلص متخصیصین راټولول. تحقیقاتي مرکزونه او د پوځي صنعت د پیل کارخانې مې جوړولې او د افغانستان د دولتي کانونو ټوله بودیجه مې ورته ځانګړې کوله. لویه برخه دولتي توجو مې همدې کار ته جلب کوله. خپله مې هم پر ټوک ډوډۍ ګزاره کوله او کارکونکو او عامو خلکو ته مې هم قناعت ورکاوه، چې باید د یوې مودې لپاره سختي وګالي. داسې مې شته جهادي عقیدې او پوځي فولادو ته پیوند ورکاوه، تاسو به بیا کتلو و، چې د اسلام لمر زموږ په لاسونو د دنیا تر کومو تیارو رسیده او د اسلام بیا اظهار د اسمان په څنډو کې څنګه تجلا کوله! نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/L7BvwOl1bc
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
2 days ago
مفتیان د خبر وي! کلونه وړاندې، کله چې په ۲۰۰۵ کال کې احمد بدرالدین حسون د سوریې د لوی مفتي پر چوکۍ کښېناست، چا ګومان کاوه چې د علم دا دعوه ګیر به یوه ورځ د تاریخ په توره پاڼه بدل شي؟ دا د هغه سړي کیسه ده چې خپل علم او فتوا یې د خدای پر ځای د سلطان (بشار الاسد) د خوشالولو لپاره وقف کړې وه. کله چې په سوریه کې د مظلومانو غږ پورته شو، حسون د دې پر ځای چې د حق ننګه وکړي، خپله ژبه د استبداد په خدمت کې مهار کړه. هغه ته په ولسي کچه د مفتي البرامیل (د بشکويي بمونو مفتي) لقب ورکړل شو؛ ځکه هر هغه بم چې د اسد لخوا پر بې ګناه خلکو ورول کېده، ده به ورته مذهبي جواز تراشه. هغه د نظام پر ضد هر ډول غږ فتنه او مخالفین یې باغیان بلل، څو د هغوی وینه تویول روا کړي. هغه د اسد پوځي ځواکونه، چې خپل ولس یې واژه، د دین او وطن مدافعین او وژل شوي سرتېري یې شهیدان بلل. کله چې روسیې پر سوریې بریدونه پیل کړل، ده د دغو بمباریو ننګه وکړه او هغه یې د ترهګرۍ ضد مبارزه وبلله. خو د نړۍ تاریخ ثابته کړې چې د هېڅ زورور پاچاهي ابدي نه ده، یوازې الله ج او د هغه پاچاهي ابدي ده. د اسد د واکمنۍ ستنې ولړزېدې او هغه مفتي چې یو وخت یې د قدرت په نشه کې فتواوې صادرولې، د ۲۰۲۵ په مارچ کې په داسې حال کې ونیول شو چې له هېواده یې د تېښتې هڅه کوله. نن احمد حسون د دمشق په محکمه کې د جګړهییزو جرمونو او د بشریت ضد جنایتونو په تور له محاکمې سره مخ دی. دا د هغه چا عاقبت دی چې دین یې په دنیا وپلوره. خو د هغه لپاره تر ټولو سخته محاکمه لا پاتې ده؛ هغه ورځ چې د قهار رب په دربار کې به د ټولو هغو وینو حساب ورکوي چې د ده د فتوا له امله تویه شوې دي. دا کیسه د نړۍ ټولو علماوو او مفتیانو ته یو لوی عبرت دی. د ظالم سلطان ثناخواني انسان یوازې تر زندان او رسوایۍ نه رسوي، بلکې د دنیا او اخرت د زیان په قیمت ورته تمامیږي، په داسې حال کې چې د حق ویل هغه عزت دی چې په دواړو جهانونو کې ختمېدونکی نه دی. نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqYjGF…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
7 days ago
د ونس سیاسي ناوې! په انساني او ټولنیزو اړیکو کې، په ځانګړې توګه په دودیزو جوړښتونو کې، ډېری وختونه د یوه سړي د رضایت معیار د هغه د میرمنې په اطاعت کې نغښتی وي. کله چې یوه میرمن د خپل میړه هرې غوښتنې ته لبیک وایي او د هغه د خوښۍ لپاره خپله خپلواکي قرباني کوي، نو میړه یې په طبیعي ډول له هغې څخه د پوره رضایت احساس کوي. د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي ډي ونس، په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو خورا جالب او د پام وړ ټکی یاد کړی دی. هغه په ډاګه کړې چې په ژوند کې له دوو کسانو څخه ډېر راضي دی: یوه یې خپله هندي نژاده میرمن ده او بل یې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر دی. دا یوازې یوه ساده پرتله نه ده، بلکې دا د پاکستان د پوځي مشرتابه د وضعیت حقیقي تصویر دی. کله چې ونس، جنرال منیر د خپلې میرمنې تر څنګ د رضایت په یو تله کې اچوي، نو دلته منیر د امریکا لپاره د یوې داسې «سیاسي میرمنې» په توګه څرګندیږي چې د واشنګټن د هرې اشارې تابع ده. لکه څنګه چې یو سړی له خپلې مطیعې میرمنې څخه راضي وي، امریکا هم له عاصم منیر څخه ځکه راضي ده چې هغه د خپل هیواد د ګټو پر ځای، د امریکا د ګټو د خوندي کولو لپاره د یوې وفادارې میرمنې په توګه کار کوي. هغه د سیمې په کچه ټول هغه کارونه ترسره کوي چې امریکا ترې غوښتنه کوي. پاکستاني جنرالانو د «بشپړ سیاسي اطاعت» لاره غوره کړې او د خپل واک د بقا لپاره یې د واشنګټن په وړاندې د سر ټیټولو معامله کړې ده. د دې سیاسي اطاعت تر ټولو دردونکې ثمره د افغانستان په وړاندې د پاکستان روانه دښمني او توندپاله تګلاره ده. پاکستان د دې لپاره چې خپل میړه خوشحاله وساتي، د افغانستان د ثبات او پرمختګ په وړاندې خنډونه جوړوي او د امریکا د هغو استخباراتي او سیاسي موخو لپاره کار کوي چې په سیمه کې د ناامنۍ د تداوم لپاره ډیزاین شوې دي. د پاکستان پوځي مشران د یوې داسې ناوې په څېر دي چې د میړه د هر حکم لپاره سر ښکته کوي او د خپل ګاونډي (افغانستان) سره دښمني هم د همدې وفادارۍ د ثابتولو یوه برخه بولي. دا د غلامۍ هغه انتها ده چې د رضایت په نوم د پاکستان د خپلواکۍ جنازه باسي. نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqXLR7…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
19 days ago
ټي ټي پي افغانستان کې ده. تهاڼه امن او پاکستان کې خیر او خیرت دی.
Who to follow
Ahmad Riyaz Ehrar
@RiyazEhrar
هُوَ ٱلَّذِيٓ أَرۡسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلۡهُدَىٰ وَدِينِ ٱلۡحَقِّ لِيُظۡهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡمُشۡرِكُونَ
BilalOmar - بلال عمر
@Bilalomar1924
ما منحیث امة محمدی مامور به این هستیم که این دین را اولا اقامه کرده و ثانیا بر دیگر ادیان اظهار اش کنیم.
هارون بارکزي - Harun Barakzai
@Haroonbarkzi
Islam is coming soon in the World.
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
21 days ago
د واشنګټن د پیچلو لومو تر شا (ناول) دوهمه برخه: د دوحې پاراډوکس او د قطر نقش د دوحې په یوه لوکس هوټل کې، د قطر د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په وړاندې په داسې حال کې ناست و، چې پر شونډو یې لویه خندا خپره وه. قطر، چې د امریکا د العدید پوځي اډې کوربه دی، اوس د واشنګټن لپاره تر ټولو پیاوړې ډيپلوماټیکه وسیله هم وه. د قطر رول دا و چې اسلامي خوځښتونه په ارامه او تدریجي توګه له خپلې ایدیولوژۍ راوګرځوي او هغوی ته قناعت ورکړي چې د امریکا په نړیوال حاکم نظم کې مدغم شي. خلیلزاد په داسې حال کې چې د خپلې بریا په اړه یې ډاډ درلود، ال ثاني ته وویل: «تاسو باید طالبانو ته دا قناعت ورکړئ چې له موږ سره دښمني هېڅ ګټه نه لري، موږ به هغوی ته مشروعیت ورکوو، خو د خپلو شرطونو په بدل کې». قطر په داسې حال کې له حماس او طالبانو ملاتړ ښود، چې تر شا یې له اسرایلو او امریکا سره ژورې امنیتي معاملې روانې وې. له ناستې وروسته پرېکړه وشوه چې د قطر سفیر او ډيپلوماټان به کابل ته د نصیحت په لباس کې د امریکا پیغامونه وړي. خو په کابل کې د استخباراتو په یوه پټه خونه کې، یوې بلې شبکې دا خبرې اورېدې، چې ورسره جوخت د برېښنا مزی پرې شو... نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqYjGF…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
22 days ago
د واشنګټن د پیچلو لومو تر شا (ناول) په دې ناول کې له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي د یوه استخباراتي او سیاسي ناول په توګه د کره واقعیتونو او دقیقو روایتونو په اساس وړاندې کیږي. د دې ناول یوازینۍ موخه د افغان قوم بیداري ده او بس. لومړۍ برخه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه؛ د کابل پر فضا د ناامیدۍ او وېرې څپه خپره وه. هغه الوتکې چې له هوايي ډګره په بېړه پورته کېدې، یوازې سرتېري نه، بلکې د یوې شل کلنې ماتې کیسې یې هم له ځان سره وړلې. خو د سي آی اې (CIA) د مرکزي دفتر په شیطاني خونه کې د فتنې څراغونه لا نه وو مړه شوي. یو جګپوړي افسر چې د واحدې ستراتیژۍ دوسیه یې مخې ته پرته وه، په سړه سینه وویل: «زموږ نظامي استعمار او اشغال پای ته ورسېد، خو اوس د اقتصادي او استخباراتي استعمار وخت دی». د امریکا نوې پالیسي دا وه چې افغانستان باید په مستقیمه جګړه کې نه، بلکې د لوږې، بندیزونو او د بشري مرستو په نوم د جاسوسۍ د پېچلو چینلونو له لارې کنټرول شي. هغوی غوښتل طالبان د نړیوال نظم په داسې یوه دام کې بند کړي چې په تدریجي ډول خپل ارزښتونه هېر او د امریکا ګټو ته تسلیم شي. خو د کابل په ارګ کې ناستو مجاهدینو لا په دې فکر و چې جګړه پای ته رسېدلې ده. هغوی نه پوهېدل چې د شطرنج د لوبې مهرې تازه حرکت ته چمتو کېږي... نور په دویمه برخه کې. نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqXLR7…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
22 days ago
د واشنګټن د پیچلو لومو تر شا (ناول) په دې ناول کې له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي د یوه استخباراتي او سیاسي ناول په توګه د کره واقعیتونو او دقیقو روایتونو په اساس وړاندې کیږي. د دې ناول یوازینۍ موخه د افغان قوم بیداري ده او بس. لومړۍ برخه د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه؛ د کابل پر فضا د ناامیدۍ او وېرې څپه خپره وه. هغه الوتکې چې له هوايي ډګره په بېړه پورته کېدې، یوازې سرتېري نه، بلکې د یوې شل کلنې ماتې کیسې یې هم له ځان سره وړلې. خو د سي آی اې (CIA) د مرکزي دفتر په شیطاني خونه کې د فتنې څراغونه لا نه وو مړه شوي. یو جګپوړي افسر چې د واحدې ستراتیژۍ دوسیه یې مخې ته پرته وه، په سړه سینه وویل: «زموږ نظامي استعمار او اشغال پای ته ورسېد، خو اوس د اقتصادي او استخباراتي استعمار وخت دی». د امریکا نوې پالیسي دا وه چې افغانستان باید په مستقیمه جګړه کې نه، بلکې د لوږې، بندیزونو او د بشري مرستو په نوم د جاسوسۍ د پېچلو چینلونو له لارې کنټرول شي. هغوی غوښتل طالبان د نړیوال نظم په داسې یوه دام کې بند کړي چې په تدریجي ډول خپل ارزښتونه هېر او د امریکا ګټو ته تسلیم شي. خو د کابل په ارګ کې ناستو مجاهدینو لا په دې فکر و چې جګړه پای ته رسېدلې ده. هغوی نه پوهېدل چې د شطرنج د لوبې مهرې تازه حرکت ته چمتو کېږي... نور په دویمه برخه کې. نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqXLR7…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 1 month ago
خوشبو اړیکه: د سوریې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ د هغې ډالۍ انځور خپور کړ چې د ده په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورته لیږلې وه. دغه ډالۍ د «Trump Fragrances» د «Victory 45-47» عطرو دوه بوتلونه و. په هغه انځور کې چې احمد الشرع پر اېکس خپور کړی، د عطرو دوه بستې د یوه کارت مخې ته ښکاري چې د سپینې ماڼۍ مهر او د ټرمپ لاسلیک پرې و. پر کارت لیکل شوي وو: «احمده، ټول خلک د هغه انځور په اړه غږېږي چې موږ هغه وخت اخیستی و، کله چې مې تا ته دا عالي عطر درکړل. اوس نور درلېږم، هسې نه چې مخکینی هغه خلاص شوي نه وي.» د ډالۍ له رسېدو وروسته الشرع پر ایکس د ډالۍ انځور خپور کړ او ورسره یې ولیکل: «ځینې لیدنې اغېز پرېږدي، خو زما او ستا لیدنې ځانګړې خوشبویي پرېښوده.» دا د احمد شرع لخوا ټرمپ ته یو ډول عاشقانه ځواب و. وروسته یې زیاته کړه: «هیله لرم چې د هغې لیدنې روحیه د سوریې او متحده ایالاتو ترمنځ د لا قوي او ټینګو اړیکو په جوړولو کې خپل رول ته دوام ورکړي.» مانا دا چې احمد شرع له امریکا سره قوي اړیکو ته سخت لیواله دی، داسې اړیکو ته چې د عطرو بوی ورکوي. لیږل شوي عطر د نارینهوو لپاره محدود او شمېرل شوي عطر بلل شوي، چې د ټرمپ «تاریخي بریا» او سپینې ماڼۍ ته د هغه د بېرته ستنېدو نمانځنه کوي. د دغو عطرو په ډیزاین کې د ټرمپ کوچنۍ طلایي مجسمه (چې شرعا یې درلودل جواز نه لري) شامله ده او بوی یې د «بډایه او نارینهوو ته ځانګړی» بلل شوی چې د «ځواک، باور او هدف» استازیتوب کوي. هغه عطر چې د احمد شرع میرمنې ته ډالۍ شوي، د ښځو لپاره محدود او شمېرل شوی عطر دی، چې د «ټرمپ له تاریخي بريا» څخه یې الهام اخیستی او د بازارموندنې د تشریح له مخې «باور، ښکلا او نه ستړې کېدونکې اراده» څرګندوي. دغه ډالۍ هغه وخت ډېره مشهوره شوه کله چې ټرمپ ولیدل شو، چې دغه عطر د سوریې ولسمشر احمد الشرع ته ورکوي او د سوریې پر بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني یې هم شیندي. له هغه وروسته د احمد شرع چې یو جهادي رهبر دی او ټرمپ ترمنځ چې له جهادوالو سخته کرکه کوي، دغه خوشبو اړیکه ټینګه شوې او دا دي په عاشقانه ډالیو سره پالل کیږي. نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqXLR7…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 1 month ago
تر ټولو خطرناک سیاسي حماقت؟ د سوېلي اسیا په ګرمه فضا کې، د هند لوی درستیز جنرال اوپندر دویدي په ډېر تکبر سره دا پوښتنه راپورته کړه چې ایا پاکستان غواړي د تاریخ او جغرافیې برخه پاتې شي که نه؟ په ځواب کې اسلام اباد دا خبره «لېونتوب» بللی او د «زغم او هوښیارۍ» غوښتنه یې کړې ده. پوښتنه دا ده چې ایا دا یوازې یوه لفظي جګړه ده؟ که تر شا یې یوه لویه او خطرناکه سناریو روانه ده؟ اصلي کیسه دا ده چې دا هر څه د امریکایي پالیسۍ له مخې روان دي. امریکا غواړي هند د یوې وسیلې په توګه وکاروي، څو پرې خپل لوی سیال، چین مهار کړي. د دې لپاره چې هند په ډاډه زړه د چین مقابلې ته مخه کړي، باید د کشمیر له جبهې بې غمه وي. له همدې امله، پاکستان باید په کور دننه داسې مصروف وساتل شي چې د کشمیر د پوښتنې او یا د هغه د ازادۍ لپاره د ګام اخیستلو وخت پیدا نه کړي. دا چې نن ورځ پاکستانی پوځ له خپلو خلکو، قبایلو او افغانانو سره په جګړه اخته دی، دا کومه تصادفي پیښه نه ده. له افغانانو سره روانه دوښمني، د ډیورنډ پر کرښه ناندرۍ او د ټي ټي پي په نوم روانې لوبې، ټولې د هغې امریکایي پالیسۍ د تطبیق لپاره بهانې دي چې غواړي پاکستان په خپلو لاسونو کمزوری کړي. په دې لوبه کې تر ټولو لویه بیه پاکستان پرې کوي. له یوې خوا د خپلو خلکو وینې تويوي او خپل کورنی ثبات په خپله له منځه وړي، له بلې خوا یې پر سر پروت دښمن (هند) ورځ تر بلې په سیمه کې پیاوړی کیږي. دا د پاکستان لخوا یو داسې نه بښوونکی حماقت دی چې پایله به یې یوازې له خپل لاسه په تبر ځان وهل وي. کله چې یو نظام د نورو د ګټو لپاره د خپل ولس او ګاونډیو سره په جنګ شي، نو د خپلې جغرافیې دفاع ورته په یوه نه حل کېدونکې معما بدله شي. داسې ښکاري چې د قدرت په دغه شطرنج کې ځینې لوبغاړي د ماتې په لور روان دي، خو د ماتې بیه به یې یوازې دوی نه، بلکې راتلونکي نسلونه هم پرې کوي. کله چې د یوه هېواد ستراتیژي د بل چا په لاس کې وي، نو د «زغم او هوښیارۍ» شعارونه یوازې د خپلې بې وسۍ د پټولو د یوې ناکامې هڅې په توګه کاروي. د پاکستان لپاره چې دښمن یې د کور تر دروازې رارسېدلی، په خپلو خلکو ټوپک راګرځول د بقا لاره نه، بلکې د زوال پیلامه ده. نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqXLR7…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 1 month ago
د بارودو بوی او د هرموز تنګي بندې څپې! کله چې د اپرېل په اتمه د اوربند خبره وشوه، داسې انګېرل کېده چې ښايي سیمه یو څه د ارامۍ ساه واخلي، خو داسې ښکاري چې دا یوازې د طوفان مخکې چوپتیا وه [۳، ۵]. اوس مهال په منځني ختیځ کې فضا دومره تر کړکېچ لاندې ده چې د هرې شېبې خبر د جګړې د بیا پیل بوی ورکوي. ډونلډ ټرمپ په ډېر صراحت ایران ته یوازې دوه لارې پرېښي: ایران به یا له امریکا سره یوې نوې موافقې ته رسېږي او یا به نابودي مني. په واشنګټن کې د پنټاګون جنرالان په داسې نقشو کار کوي چې پکې نه یوازې درنې بمبارۍ، بلکې د یورانیمو د راویستلو لپاره د ځمکنیو عملیاتو غوراوي هم پر مېز پراته دي. خو تهران هم غلی نه دی ناست. ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې دا ځل به بریدونه د تېر په څېر محدود نه وي او هغه اهداف به هم په نښه شي چې تر اوسه د ځینو مصلحتونو له مخې خوندي پاتې وو. هغوی خلیجي هېوادونو ته هم په توندې لهجې ویلي چې د خپلو کورونو واک یې د ایران دوښمنانو ته ورکړی دي. په دې حساس وخت کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه ناڅاپي سفر تهران ته رسېدلی. هغه هڅه کوي د خبرو هغه تار بیا وتړي چې په اسلام اباد کې شلېدلی و. په داسې حال کې چې د هرموز تنګي تړل کېدو په ټوله نړۍ کې د تېلو او ګازو بیې اسمان ته خېژولي، اروپا هم وېرې په سر اخیستې او د خپلو بېړیو د تېرېدو لپاره د اجازې په لټه کې ده. د نړۍ د اقتصاد او امنیت برخلیک اوس د هرموز په تنګو اوبو او د مشرانو په سختو ویناوو کې راګیر دی. داسې ښکاري چې تاریخ یو ځل بیا د یوې داسې پرېکړې په تمه دی، چې یا به سیمه له اوره وباسي او یا به یې په داسې لمبو کې لولپه کوي چې بیا به یې مړه کول د چا په وس کې نه وي. نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqXLR7…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
@Abdulmalik30325
نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/ZTVGm2kInd…
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
ایا د ایران جګړه به د امریکا او اسرایلو اتحاد مات کړي؟ کیسه له هغه ځایه پیل شوه چې په سپینه ماڼۍ کې د نه ماتېدونکي قدرت او وحدت خوبونه لیدل کېدل. دوی فکر کاوه چې نړۍ لا هم په یوه امر چلیږي او هر مخالف به په یوې اشارې سره له منځه لاړ شي. خو کله چې تېره پنجشنبه د هرمز تنګي په اوبو کې د باروتو لوګي پورته شول، د واشنګټن د قدرت کمزورې څیره نوره هم روښانه شوه. ولسمشر ټرمپ هڅه وکړه چې دا پېښه یوازې یوه معمولي تېروتنه وښيي، خو سټلایټي انځورونو یو بل تریخ حقیقت راښکاره کړ، چې په کې د امریکا ۱۸ نظامي مرکزونه د ایران په دقیقو بریدونو کې سخت ځپل شوي وو. حقیقت دا و چې امریکا په یوه «خیالي جنت» (Dreamland) کې ژوند کاوه. د هغوی د وسلو ګودامونه د جګړې په ۴۰ ورځو کې نږدې خالي شوي، په داسې حال کې چې ایران لا هم خپله ۷۵ سلنه نظامي وړتیا او توغندي ساتلي دي. دا یوازې یوه نظامي ناکامي نه وه، بلکې د یوې داسې تېروتنې پایله وه چې نتانیاهو ورته لاره هواره کړې ده. هغه ټرمپ ته ایران د یوې پخې مېوې په څېر انځور کړی و، چې ګواکې په ۳ ورځو کې به راوغورځي او دوی به یې نوشي جان کا، خو دا مېوه د امریکا لپاره د سقوط په زهرو بدله شوه. اوس چې میدان بدل شوی، نو دا دوه پخواني متحدین یو بل ته د شک په سترګو ګوري. په کانګرس کې د اسرایلو د اټومي وسلو په اړه د لسیزو اوږده چوپتیا ماته شوې او نتانیاهو هم په مهارت سره د امریکا له بېړۍ د ټوپ وهلو هڅه کوي. هغه اوس غواړي د امریکا مرستې «صفر» ته ورسوي، ځکه پوهیږي چې د پخواني «بادار» په لاس کې نور د زور او تکیې هغه پخوانۍ لکړه نه ده پاتې. دا د تاریخ عجیبه لوبه ده؛ کله چې د یو زبرځواک د غرور بنسټونه لړزیږي، لومړی هغه کسان ترې لاره جلا کوي چې تر ټولو ډیر یې په غېږه کې ساتلي وو. پرون چې کومه ملګرتیا د نړۍ د نقشې د بدلولو لپاره وه، نن د یو بل له پامه د غورځېدو او د ژوندي پاتې کېدو په یوې داسې ډرامې بدله شوې، چې پکې هر لوبغاړی یوازې د خپل ځان د ژغورلو په هڅه کې دی. دا صحنه د یوې نوې نړۍ د زیږېدو خبر ورکوي، چیرته چې به پخواني اتلان یوازې د خپلو تېرو کیسو په یادولو بوخت وي او د میدان اصلي واک د هغو لاس ته ورغلی چې نورو یې د ماتې خوبونه لیدل. نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqXLR7…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
@aslamafgha37849
هلته همه راځي.
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
کله چې علم تاریخ بدلوي! د افغانستان لپاره د ایران د جګړې تاریخي درس! د هرمز تنګي په اسمان کې د ایران د بالستیک توغندیو او عصري بې پیلوټه الوتکو غږ د نړۍ د یوه تاریخي زبرځواک غرور ولړزاوه. دا یوازې د باروتو جګړه نه وه، بلکې د عصري علم او ټیکنالوژۍ یو داسې ننداره و چې ثابته یې کړه په نني عصر کې «اتلولي» یوازې په شعارونو نه، بلکې په لابراتوارونو، پوهنتونونو او نظامي صنعت ګټل کېږي. ایران په خپلو دقیقو مزایلو د امریکا ۱۸ نظامي مرکزونه په نښه کړل او د هغوی راداري سیسټمونه یې داسې فلج کړل چې د نړۍ دغه مغروره امریکایي زبرځواک یې فکر هم نه کاوه. د دې پیښې تر ټولو مهم درس دا و چې ایران د عصري علم په کمال او د خپل نظامي صنعت په مټ وتوانېد چې خپله ۷۵ سلنه نظامي وړتیا وساتي او نړۍ ته وښيي چې د «خیالي نړۍ» زمانه تېره شوې او دوی د ویلو ډزولو لپاره ډېر څه لري. خو د دې کیسې بل لور ته زموږ د افغانستان وضعیت دی. یو داسې انځور چې پکې عصري علم ته په ټیټه سترګه کتل کېږي او د نظامي صنعت په نوم پکې حتی یوه مرمۍ هم نه جوړیږي. دا هغه تریخ حقیقت دی چې افغانستان یې په سیمه کې د نورو په وړاندې سرټیټی او مجبور کړی دی. کله چې یو قوم د عصري ټیکنالوژۍ له کاروان څخه وروسته پاتې شي، نو برخلیک یې دا وي چې حتی د پاکستان په څېر مزدور دولت به پرې د بمبارۍ جرأت او تاجکستان او ازبکستان په څېر ډارن ګاونډیان به ترې نظامي تجهیزات غلا کوي. او په هره ډیپلوماټیکه او نظامي برخه کې به ملامت او لاس تر زنې پاتې کېږي. ایران په خپلو مزایلو او ډرون الوتکو ثابته کړه چې د نن ورځې په نړۍ کې یوازې هغه څوک «خپلواک» پاتې کېدای شي چې د علم او صنعت په ژبه پوهېږي. موږ په داسې حال کې د پردیو په مرستو یا تشو مټو د وطن د دفاع او خپلواکۍ خوبونه ګورو چې نړۍ د لایزري لارښودونو او مایکروچېپونو په زور خپلې پولې ساتي. دا واقعیت موږ ته یو پیغام راکوي چې د علم او ټیکنالوژۍ په وړاندې بې غوري یوازې علمي وروسته پاتې والی نه دی، بلکې دا د یوه قوم د غرور او حاکمیت د پلورلو لومړی ګام دی. هغه ملت چې د خپلې دفاع لپاره یوازې د بل په لاس کې شته وسلې نندره کوي، هیڅکله به د خپل برخلیک واکمن نه شي. اوس چې د نړۍ نقشه د توغندیو په دقیقو هدفونو بدلیږي، موږ لا هم په دې بحثونو وخت تېروو چې آیا د نوي عصر علومو ته اړتیا لرو که نه؛ دا هغه واټن دی چې زموږ او د خپلواکۍ ترمنځ یې یو لوی سمندر جوړ کړی دی. شاید د بل هر وخت څخه زیات اوس د دې وخت وي چې پوه شو، د دولتونو رښتینې پولې یوازې د هغوی د پوهنتونونو او نظامي لابراتوارونو په دیوالونو کې خوندي کېدای شي. نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqXLR7…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
د انقرې او تلابیب دښمني! منځنی ختیځ د یوه داسې نندارتون په څېر دی، چې لوبغاړي یې په سټېج یو څه وايي، خو د پردې تر شا کیسه بل ډول وي. په دې لویه لوبه کې د ترکیې سیاست د یوه داسې ساعت په څېر دی چې ستن یې کاملاً د امریکا د ګټو په محور څرخیږي. ترکیه په سیمه کې د امریکا له شین څراغ پرته نه له چا سره دوستي کولی شي او نه دښمني. په دې کیسه کې تر ټولو جالبه برخه د اردوغان ده، هغه رهبر چې ځینو ته د امت وروستۍ هیله ښکاري، خو په ډېر مکر د امت له مقدساتو سره لوبې کوي. اردوغان وخت ناوخت د خپلو داخلي رایو د ګټلو او کمپاین لپاره پر اسرایلو توندې نیوکې کوي. دا په حقیقت کې د یوې داسې «سړې سیالۍ» برخه ده چې یوازې د مؤمنو احساساتو د پارولو او خنثی کولو لپاره کارول کیږي. په اردوغان او د هغه په ترکیه کې له اسرایلو سره د رښتینې دښمنۍ هېڅ نښې نشته؛ ځکه خو د هاکان فیدان او نورو کارپوهانو په وینا، ترکیه هېڅکله د ایران په څېر د اسرایلو د محوه کولو پلان نه لري او نه هم غواړي چې د اټومي وسلو په جوړولو سره د تلابیب له سترګو خوب وتښتوي. ځکه خو ترکیه لومړنی مسلمان هېواد و، چې اسرایل یې په رسمیت وپېژندل، دوی په دې برخه کې داسې سبقت وکړ، لکه شیطان چې د انسان په ګمراه کولو کې سبقت کوي او هېڅ چانس له لاسه نه ورکوي. ترکیه تر نن ورځې له اسرایلو سره تر ټولو لویه سوداګري لري. دا هغه حقایق دي چې د اردوغان تر شعارونو لاندې پټ دي. بل لور ته اسرایل د «لوی اسرائیل» (له دجلې تر فرات) پورې د لویې امپراتورۍ یوه ارماني نقشه لري، خو د خدای ج قضا بیا دا ده، چې د اسرایلو دا پلان په سیمه کې د امریکا د ثبات له پالیسۍ سره په ټکر کې ده. که احتمالا ایران کمزوری شي، نو لرې نه ده چې امریکا به ترکیه د یو نوي «توازن کوونکي» په توګه وکاروي—هغه رول چې تر اوسه ایران ته د امریکا لخوا سپارل شوی و. په دې حالت کې که ترکیه له اسرایلو سره کومه نښته هم کوي، هغه به یوه مصنوعي او غیر شرعي دښمني وي، چې یوازې د واشنګټن د ګټو د خوندیتوب لپاره به طرحه شوې وي. یو بل تریخ حقیقت چې باید هېر نه شي دا دی، چې اسرایل د ترکیې برعکس له اسلام او مسلمانانو سره په خپله دښمنۍ کې خورا ریښتیني دي. هغوی ته توپیر نه لري، چې مسلمانان ترکان دي، عرب دي، عجم دي، سني دي او که شعیه. هغوی ټول اسلام او مسلمانان خپل دښمن بولي او د اردوغان په څېر په سیاسي ټګمارۍ باور نه لري. هغوی د خپلې نقشې لپاره هر ګام په پوره جديت پورته کوي. اوس قضاوت خپله وکړئ؛ چې له داسې کس څخه چې د دولت ګټې یې د پردی ځواک (امریکا) په لاس کې وي او دښمني یې یوازې د سټېج پر سر یو تمثیل وي، د امت د ژغورنې هیلې څومره پر ځای دي؟ داسې ښکاري چې د سیمې په دې شطرنج کې نه یوازې د مسلمانانو احساسات، بلکې د هغوی ځواک، وسلې او پوځ د امریکايي ګټو په محور یوازې د قدرت د توازن لپاره کارول کیږي. دا کیسه به تر هغه روانه وي، څو چې په منځني ختیځ کې داسې ځواک راپورته شوی نه وي، چې د بل په اشاره نه، بلکې د خپلو عقیدوي ارزښتونو لپاره رښتینې مبارزه وکړي! نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqXLR7…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
مولانا محمد ادریس څوک و؟ مولانا محمد ادریس په ۱۹۶۱ کال کې د چارسدې په ترنګزو کې زېږېدلی و. هغه یوازې یو مذهبي شخصیت نه و، بلکې د علم او سیاست یو مخکښ کس و. هغه د پاکستان د مشهور دیني او سیاسي ګوند، جمعیت علما اسلام غړی او د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ پخوانی مرستیال سپیکر پاتې شوی و. د مولانا ادریس تر ټولو مهم اړخ له افغان طالبانو سره د هغه ژوره علمي اړیکه وه. هغه د پېښور اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیې مشر استاذ و، چېرته چې د افغانستان د اوسني حکومت (اسلامي امارت) ګڼ شمېر لوړپوړو چارواکو او سرتېرو دیني زده کړې کړې دي. ځکه خو د هغه له مړینې وروسته، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال ویاند حمدالله فطرت هغه د زرګونو علماوو استاذ وباله او د هغه مړینه یې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله. د مولانا ادریس په څېر د مخکښو علماوو وژل کېدل، چې له افغان طالبانو سره نږدې او دوستانه اړیکې لري، یوازې یوه جنايي پېښه نه ده. داسې ښکاري چې دا د استخباراتي کړیو (ISI) یوه ژوره دسیسه وي، څو د افغان طالبانو او د پاکستان د دیني علماوو ترمنځ چې د امارت فکري ملاتړي دي، واټن رامنځته کړي. دوی غواړي هغه همدردي، نږدېوالی او معنوي پیوستون چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د علماوو ترمنځ شتون لري، په دا ډول ترورونو سره له منځه یوسي او د امارت مذهبي ملاتړ کمزوری کړي. نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqXLR7…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
څه وشول؟ له ایران سره په جګړې کې د امریکا وضعیت خراب شو. خپل لاسپوڅي غلام «عاصم منیر» ته یې وویل چې ته باید خبرو ته لار جوړه کړې او کوربتوب وکړي. څو د خبرو له لارې امریکا خپلو موخو ته ورسیږي. عاصم چې له پیله امریکایي ګټو ته خدمت کوي، دې خیانت ته هم لاس په نامه ودرید. څو امریکا ته د بیا دمې او انسجام فرصت برابر کړي. عاصم منیر له کرښې دې غاړې ملکي روغتونونه، پوهنتونونه او کورونو بمبارول. ښځې، ماشومان، او ناروغان یې شهیدانول او هلته یې د امریکا د ساتنې او حفاظت پلان تطبیق کاوه. د دې هرڅه باوجود دا جناب راغی او د رسول الله ص په ممبر یې د ماشومانو او ناروغانو د قتل د هیرو ستاینې او صفتونه کول. او د عاصم منیر د هغه خدمت ستاینه یې کوله چې امریکا ته یې ترسره کوي. د ده مخ ته حتی یو ځل هم هغه ۴۰۰ شهیدان ونه درېدل، چې عاصم منیر په کابل کې د روږدو په درملتون کې شهیدان کړل. د دې ملا دا کار ډېرو خلکو وغانده او دا دی نن ووژل شو. اوس به یې له یوې خوا قتل په مخالفینو تاوان شي او له بلې خوا به عام خلک د ها غاړې په یارانو نور هم بدګومانه کړي، چې ګوندې علمأ وژني. دا د استخباراتي لوبو د هغه ګیم یوه وړه برخه ده، چې په کې له ملایانو څخه حتی د هغوی د اخرت په قیمت د پرزو په توګه کار اخیستل کیږي. نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqXLR7…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
دا خورا مهمه کیسه ده، خو ډېرو خلکو ونه لوسته، نه پوهېږم ولې؟
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
د مسجد د اشغالولو طرحه! د پاکستان الوتکې نیمه شپه د افغانانو کورونو، روغتونونو، مدرسې او مسجدونه بمباروي، خلک وژني او کډوال شړي. دا کیسه لسیزې کیږی روانه ده. د خلکو لپاره عادې شوې او فکر کوي دا هرڅه یوازې څو ناڅاپي سرحدي نښتې دي. خو د دې هرڅه تر شا یوه خطرناکه کیسه پټه ده. پاکستان، چې په اصل کې د استعماري قدرتونو په لاس جوړ شوی، په سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره د یوه «کرايي لوبغاړي» رول لوبوي. دوی یوازې دا خاوره نه په نښه کوي، بلکې غواړي هغه روح هم ووژني چې موږ د «واحد امت» په توګه سره نښلوي. پاکستان غواړي زموږ مسجد، منبر او محراب د اسلامي یووالي د فکر پر ځای، د نشنلېزم او قوم پالنې زهرجن تبلیغ ته مجبور کړي. دوی حتی د هغو سترو علماوو له نفوذه کار اخلي چې زرګونه شاګردان لري، څو د مسلمانانو ترمنځ طبیعي عقیدوي تړاو په «ملي ګټو» بدل کړي. پاکستان غواړي هغه منبر چې د پیړیو راهیسې یې د یوه واحد امت او نړیوال اسلامي اخوت غږ پورته کاوه، په تدریجي ډول د یوې داسې خطرناکې لوبې قرباني کړي چې هدف یې یوازې «د حرامو پولو» ساتنه ده. دا کیسه له هغې ورځې پیل شوې چې استعمار پوه شوی چې د مسلمانانو اصلي قوت په هغه عقیدوي وحدت کې دی چې هیڅ پوله نه پېژني. پاکستاني پوځ او د ISI شبکې د ډیورنډ کرښې هاخوا منظم پلان روان کړی. دوی هڅه کوي خپل دیني علماء له هغه لوی فکري تړاو څخه بېل کړي چې دوی یې له اسلامي امارت او افغان مجاهد ولس سره لري. دوی غواړي دا علماء د امت د غږ پر ځای، د پاکستان د ریاستي ګټو لپاره د کاذب تبلیغ په لوډسپیکرونو بدل کړي. د دې کار لپاره دوی له دوو لارو ګټه اخلي. لومړی دا چې د منبر وارثان په زور غلي کوي او یا یې په زر (پیسو) د ځان ملګري کوي، څو د هغوی له نفوذ څخه په ګټې اخیستنې، دین یوازې د هیواد په نشنلېستي چوکاټ کې تفسیر کړي. دا لوبه په حقیقت کې د امریکا د هغې ستراتیژیکې اجنډا برخه ده چې نه غواړي په دې سیمه کې د مسلمانانو فکري او مادي ظرفیتونه سره یو ځای شي. واشنګټن پوهېږي چې که په دې سیمه کې د منبر غږ یو شي، نو د دوی د ګټو لپاره به نور هیڅ ځای پاتې نه وي. ځکه خو داسې فضا رامنځته کوي چې د کرښې هاخوا ملایان دین د پاکستان لپاره تفسیر کړي او د دې خوا ملایان یې د افغانستان لپاره. دا یوازې یو سیاسي اختلاف نه دی، بلکې دا زموږ د تر ټولو سپېڅلي سنګر یعنې «مسجد» د اشغال هڅه ده. که د استعمار دا نقشه بریالۍ شي او زموږ مسجدونه او منبرونه ملي شي، نو موږ به هغه یوازینۍ وسیله هم له لاسه ورکړو چې د امت زړونه سره نښلوي. هغه وخت به دین د ملي سیاستونو تابع وي او د اسلامي وحدت روح به د نشنلېزم په تبر ټوټې ټوټې شي. کله چې د حق غږ د یوه هیواد په سرحدي ګټو کې ایسار شي، نو هلته جګړه یوازې د خاورې نه، بلکې د عقیدې د مسخ کولو سبب هم ګرځي. په داسې حال کې چې غرب زموږ د فکري وحدت پر رګونو چاړه ایښې، د یووالي دغه مات شوي پیوندونه یوازې هغه وخت بېرته رغېدلی شي چې موږ د سرحدونو له تنګو عینکو د لیدو پر ځای، د واحد امت په لور د بېدارۍ قدم واخو. دولت او علمأ کرام د خبر وي! نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/L7BvwOl1bc
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
د اېبټ اباد خونړۍ شپه او د اسلام اباد شرمونکې کیسه! د ۲۰۱۱ کال د مې د دویمې نېټې شپه وه؛ هغه شپه چې د پاکستان د خپلواکۍ او اسلامي غیرت درواغجنې دعوې یې رسوا او د پاکستان کاذب مخ یې بربنډ کړ. د سهار په شپږ نیمو بجو د وخت د ولسمشر اصف علي زرداري له دفتره د هغه ویاند فرحت الله بابر ته زنګ راغی. بابر په داسې وختي زنګ ځکه حیران و، چې هغه به معمولا له غرمې وروسته رسمیاتو ته تلو او د معمول کارونه لپاره چا ورسره له هغه مخکې اړیکه نه نیوله. ولسمشرۍ ماڼۍ ته په رسېدو سره یې د ویرې او وارخطایۍ یوه عجیبه فضا ولیده. هغه چاپیریال چې هر څه په کې نادره ښکارېدل. په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وارخطایي خپره او د ماڼۍ په هر کونج کې د امریکایانو د برید او د اسامه د وژلو پسپسک روان و. د هر چا په ذهن کې لومړۍ پوښتنه دا وه، چې د پاکستان پیاوړی پوځ او قوي استخبارات څنګه په داسې حال کې په خوب ویده پاتې کیداشي چې امریکایان یې په کور دننه دومره لوی عملیات کوي؟ یا دا چې د تل په څېر یې د معاملو په بړستن کې سرونه پټ کړي وو او بیا یې په یو بل ننګ معامله کړې ده؟ شیبه وروسته بارک اوباما زرداري ته ټلیفون وکړ. اوباما خپله وایي چې ده فکر کاوه زرداري به د پاکستان د فضايي حدودو د ماتولو له امله سخت غبرګون وښيي، خو برعکس، د پاکستان مسلمان او غیرتي ولسمشر په ډېرې بې شرمۍ سره اوباما ته د عملیاتو د بریا مبارکي ورکړه او ویې ویل: «پایلې چې هر څه وي، خو د اسامه وژل ښه خبر دی». له یوه پلور شوي وجدان او معامله ګر شخصیت څخه له دې پرته د بل څه تمه کیدای شي. ولسمشرۍ ماڼۍ له د ډاډ ساه واخیسته او اوسېدونکي یې پوه شول چې دا هر څه له معاملې پرتې ناشوني دي، هغه معاملې چې په د مسلمانانو د مقدساتو او ارزښتونو سودا کیږي. بل لور ته، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال کیاني هم د سهار په درې بجو د امریکايي جنرال مایک مولن لخوا له خوبه ویښ کړل شو. کله چې کیاني ته وویل شول چې اسامه وژل شوی، هغه د دې پر ځای چې د خپلې خاورې د دفاع پوښتنه وکړي، د ویرې په حالت کې وویل چې دا ډېر ښه وشول. دا هغه پوځي مشران دي چې د خپلو خلکو پر وړاندې د زمریانو په څېر غړمبیږي، خو د امریکا په وړاندې یې د ډار له امله د خبرو توان هم نه درلود. د اېبټ اباد پېښې وښودله چې د پاکستان واکمنې کړۍ یوازې د خپلې بقا او د امریکا د خوشالولو لپاره ژوند کوي. دوی حتی د دې پېښې د پلټنې رپوټ هم پټ کړ او کله چې الجزیرې تلویزیون هغه افشا کړ، سمدستي یې په پاکستان کې د هغوی ویبپاڼه د دې لپاره بنده کړه، څو د دوی هغه خاینانه مخ پټ پاتې شي چې څنګه یې د اسلامي ارزښتونو په قیمت له امریکا سره د غلامۍ تړونونه لاسلیک کړي دي. دا یوازې د اسامه د وژلو کیسه نه ده، بلکې د یوه داسې نظام د رسوا کېدو کیسه ده چې د مسلمانانو په وینو او مقدساتو تجارت کوي. هغه دولت چې له امریکا څخه یې ویره د خدای له ویرې هم زیاته ده او نن ورځ ورسره موږ یو ځلې بیا لاس او ګریوان یو. نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/vU0OaqXLR7…
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
د مسجد د اشغالولو طرحه! د پاکستان الوتکې نیمه شپه د افغانانو کورونو، روغتونونو، مدرسې او مسجدونه بمباروي، خلک وژني او کډوال شړي. دا کیسه لسیزې کیږی روانه ده. د خلکو لپاره عادې شوې او فکر کوي دا هرڅه یوازې څو ناڅاپي سرحدي نښتې دي. خو د دې هرڅه تر شا یوه خطرناکه کیسه پټه ده. پاکستان، چې په اصل کې د استعماري قدرتونو په لاس جوړ شوی، په سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره د یوه «کرايي لوبغاړي» رول لوبوي. دوی یوازې دا خاوره نه په نښه کوي، بلکې غواړي هغه روح هم ووژني چې موږ د «واحد امت» په توګه سره نښلوي. پاکستان غواړي زموږ مسجد، منبر او محراب د اسلامي یووالي د فکر پر ځای، د نشنلېزم او قوم پالنې زهرجن تبلیغ ته مجبور کړي. دوی حتی د هغو سترو علماوو له نفوذه کار اخلي چې زرګونه شاګردان لري، څو د مسلمانانو ترمنځ طبیعي عقیدوي تړاو په «ملي ګټو» بدل کړي. پاکستان غواړي هغه منبر چې د پیړیو راهیسې یې د یوه واحد امت او نړیوال اسلامي اخوت غږ پورته کاوه، په تدریجي ډول د یوې داسې خطرناکې لوبې قرباني کړي چې هدف یې یوازې «د حرامو پولو» ساتنه ده. دا کیسه له هغې ورځې پیل شوې چې استعمار پوه شوی چې د مسلمانانو اصلي قوت په هغه عقیدوي وحدت کې دی چې هیڅ پوله نه پېژني. پاکستاني پوځ او د ISI شبکې د ډیورنډ کرښې هاخوا منظم پلان روان کړی. دوی هڅه کوي خپل دیني علماء له هغه لوی فکري تړاو څخه بېل کړي چې دوی یې له اسلامي امارت او افغان مجاهد ولس سره لري. دوی غواړي دا علماء د امت د غږ پر ځای، د پاکستان د ریاستي ګټو لپاره د کاذب تبلیغ په لوډسپیکرونو بدل کړي. د دې کار لپاره دوی له دوو لارو ګټه اخلي. لومړی دا چې د منبر وارثان په زور غلي کوي او یا یې په زر (پیسو) د ځان ملګري کوي، څو د هغوی له نفوذ څخه په ګټې اخیستنې، دین یوازې د هیواد په نشنلېستي چوکاټ کې تفسیر کړي. دا لوبه په حقیقت کې د امریکا د هغې ستراتیژیکې اجنډا برخه ده چې نه غواړي په دې سیمه کې د مسلمانانو فکري او مادي ظرفیتونه سره یو ځای شي. واشنګټن پوهېږي چې که په دې سیمه کې د منبر غږ یو شي، نو د دوی د ګټو لپاره به نور هیڅ ځای پاتې نه وي. ځکه خو داسې فضا رامنځته کوي چې د کرښې هاخوا ملایان دین د پاکستان لپاره تفسیر کړي او د دې خوا ملایان یې د افغانستان لپاره. دا یوازې یو سیاسي اختلاف نه دی، بلکې دا زموږ د تر ټولو سپېڅلي سنګر یعنې «مسجد» د اشغال هڅه ده. که د استعمار دا نقشه بریالۍ شي او زموږ مسجدونه او منبرونه ملي شي، نو موږ به هغه یوازینۍ وسیله هم له لاسه ورکړو چې د امت زړونه سره نښلوي. هغه وخت به دین د ملي سیاستونو تابع وي او د اسلامي وحدت روح به د نشنلېزم په تبر ټوټې ټوټې شي. کله چې د حق غږ د یوه هیواد په سرحدي ګټو کې ایسار شي، نو هلته جګړه یوازې د خاورې نه، بلکې د عقیدې د مسخ کولو سبب هم ګرځي. په داسې حال کې چې غرب زموږ د فکري وحدت پر رګونو چاړه ایښې، د یووالي دغه مات شوي پیوندونه یوازې هغه وخت بېرته رغېدلی شي چې موږ د سرحدونو له تنګو عینکو د لیدو پر ځای، د واحد امت په لور د بېدارۍ قدم واخو. دولت او علمأ کرام د خبر وي! نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/L7BvwOl1bc
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
@MohammadHaqpal7
حتما
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
ایا مسلمانان د خپلو مټو له قدرته دي؟ ټرمپ د یوې سیاسي ټوکې په توګه هرمز تنګي نقشه د «ټرمپ تنګي» ته بدله کړې. کیسه هغه وخت پیل شوه چې کله ایران د هرمز تنګی پر امریکایانو بند کړ. دې چارې د امریکایي اقتصاد پایې ولړزولې، بازارونه یې بېثباته کړل او په امریکا کې د پټرولو بیې ۴۰ سلنه پورته لاړې. خو راشئ یوې بلې سترې منظرې ته مو پام کړم. د نړۍ د سمندري سوداګري او د ژوند نبض د مسلمانانو په خاوره کې په پرتو پنځو یا شپږو ستراتیژیکو نقطو پورې تړلی دی. چې یو یې د هرمز تنګی دی، کوم چې د نړۍ د تېلو او ګازو پنځمه برخه ترې تېرېږي. دویم یې باب المندب دی، چې د سرې بحیرې هغه دروازه چې ساتونکی یې یمن پرانیزي. درېیم یې سویز کانال دی، چې د مصر په زړه کې د نړۍ د سوداګرۍ تر ټولو لنډه لاره ده. څلورم یې مالاکا تنګی دی، چې د اندونیزیا او مالیزیا ترمنځ د اسیا د اقتصاد شریان حیثیت لري. پنځم یې باسفورس او داردانیل دی، کوم چې ترکیه د تورې بحیرې له لارې له اروپا سره نښلوي. اوس وګورئ چې یوازې د هرمز تنګي تړلو د سپینې ماڼۍ د انرژۍ ستر شرکتونه څومره سرګردانه کړي او ټرمپ یې اړ کړي چې په هلته او دلته بیړنۍ غونډې وکړي. که مسلمانان د یوه واحد بلاک په توګه پورته یادې شوې ټولې لارې او تنګي د یوې واحدې او هوښیارې تګلارې سره په خپل کنټرول کې واخلي، د امریکا، اروپا او نورې نړۍ د اقتصاد به څه حال وي؟ هغه وخت به د جګړې لګښتونه چې همدا اوس هم برني سنډرز ترې شکایت کوي او له ټریلیونونو ډالرو اوړي، ممکن د نړۍ زبرځواکونه په بشپړ ډول په ګونډو کړي. خو د کیسې تریخ حقیقت دا دی چې د دې سترو کمالونو او جغرافیایي نعمتونو مالکان لا هم د امریکا په غېږ کې پراته دي او یو له بل سره خوري. مسلمانان چې د نړۍ د تېلو او سوداګرۍ واګې په لاس کې لري، نن پخپله د نورو د محاصرو او انفلاسیون له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د هرمز تنګي اوسنی کړکېچ یوازې یو درس دی او ښیي چې نړۍ د مسلمانانو جغرافیې ته څومره اړتیا لري، خو مسلمانان لا هم په دې نه دي توانېدلي چې له خپل دغه الهي قدرت څخه د یوه متحد امت په توګه کار واخلي. نوټ: پر وټساپ مو دلته څارلی شئ! Follow the سياسي څراغ - چراغ سياسی| Cheragh Syasi channel on WhatsApp: https://t.co/L7BvwOl1bc
See More
Syasi Cheragh-سیاسي چراغ
@Syasi_Cheragh
about 2 months ago
@aslamafgha37849
ستا ګیله بلکل په ځای ده، هغه به هم ژر فعال شي ان شا الله
Last Seen Users on Sotwe
Toon Lust Ai World 🎀
Seen from
Colombia
La Verga Deslechada 💦
Seen from
Mexico
Zehraa
Seen from
Turkey
mamoon 👽
Seen from
India
varun reddy
Seen from
United States
penggemar janda
Seen from
Indonesia
hakaneskisehir6
Seen from
Turkey
Amethyst
Seen from
United States
sex hot🔥
Seen from
Saudi Arabia
Chaturbate Creampies - Her Link In My Bio! 😈
Seen from
France
Trends for you
1
#BETAwards
Under 10K tweets
2
#ForbiddenDoor
Under 10K tweets
3
#HOTD
Under 10K tweets
4
Megan
Under 10K tweets
5
Melanie
Under 10K tweets
6
Yankees
Under 10K tweets
7
Druski
Under 10K tweets
8
D’Angelo
Under 10K tweets
9
Sonny Gray
Under 10K tweets
10
#NXTGAB
Under 10K tweets
Most Popular Users
1
Elon Musk
@elonmusk
240.6M followers
2
Barack Obama
@barackobama
119.2M followers
3
Donald J. Trump
@realdonaldtrump
111.7M followers
4
Cristiano Ronaldo
@cristiano
110.5M followers
5
Narendra Modi
@narendramodi
107M followers
6
Rihanna
@rihanna
97.6M followers
7
NASA
@nasa
92.2M followers
8
Justin Bieber
@justinbieber
90.9M followers
9
KATY PERRY
@katyperry
87.6M followers
10
Taylor Swift
@taylorswift13
81.4M followers
11
Lady Gaga
@ladygaga
73M followers
12
Virat Kohli
@imvkohli
69.8M followers
13
Kim Kardashian
@kimkardashian
69.8M followers
14
YouTube
@youtube
68.7M followers
15
Bill Gates
@billgates
63.9M followers
16
Neymar Jr
@neymarjr
62.5M followers
17
The Ellen Show
@theellenshow
62.4M followers
18
CNN
@cnn
61.9M followers
19
X
@x
60.8M followers
20
Selena Gomez
@selenagomez
60.7M followers
Olivia
Online
✨
⭐
💫