د حکومت د ویاند مرستیال تائید کړې چي پاکستاني ځواکونو د شپې ۳ بجې د کونړ په نورګل او د پکتیکا په برمل ولسوالیو کي هوايي بریدونه کړي.
وايي د نورګل په پتڼ کلي کي یو کور ویجاړ سوی، ۳ کسان وژل سوي او ۴ نور ټپیان دي، چي ښځې او ماشومان هم پکښي شامل دي.
د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلي نن ماښام شپږ بجې د درې شل اوریزو کرکټ سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه کوي.
د افغانستان لوبډله به د ابراهیم ځدراڼ په کپتانۍ کي میدان ته ووځي، او په لوبډله کي راشد خان، محمد نبي، رحمان الله ګربز او نور تکړه لوبغاړي هم شامل دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد د نفتو او ګازو په برخه کي له یوې عربي کمپنۍ «دلتا» سره د «کشک ـ تیرپل» د نفت او ګاز ساحې په ګډون، څو هوکړې لاسلیک کړې.
د «کشک ـ تیرپل» د نفت او ګاز ساحه ۲۲ زره مربع کیلومتره مساحت او لس بلاکونه لري، چي د هرات او بادغیس ولایتونو ځیني سیمې رانغاړي.