پاکستان عملا د ایران پر ضد ودرېد
پاکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سعودي عربستان او په سره سمندرګي کې د سوداګریزو کښتیو پر ضد د ایران د نیابتي ډلې حوثي وسله والو لخوا د دوامداره ګواښونو کلکه غندنه کړې ده.
پاکستاني حکومت زیاته کړې چې سعودي ته ګواښونه کول ورته د منلو وړ نه دي.
مولانا فضل الرحمن (د جمعیت علمای اسلام مشر):
پاکستان، امریکا ته پر افغانستان د یرغل زمینه برابره کړې وه او امریکایي الوتکو به د پاکستان له فضا په تېرېدو پر افغانستان بریدونه کول.
هغه زیاته کړې چې پاکستان افغانستان ته د هېڅ وسلهوال د تګ مخه نه ده نیولې.