رنګينۍ دي او د حورو فحاشي ده
جنت څۀ دے مقدسه عياشي ده
مسئله به درته پیښه کړي الفته
مسئله راته راپیښه معاشي ده
ما د زمکې نه په زور اسمان ته بیائي
دا خو ظلم دے، زیاتے دے، بدماشي ده
هغه د مينې ليوني به پکي څوک پېژني
دنیا به نوره وي صابر چې پېښور ته رسي
په کربلا کې به سحر وي رڼا شوې به وي
چې د حسين پريکړې سر د يزيد در ته رسي
د منزل ستړي د منزل په مخکي هېڅ هم نه وي
له غرونو اوړي چې سيندونه سمندر ته رسي
ای! ته ماښام کښې ما ته ډیر ډیر ګوره!
ای! بی اوبو نه به څه څښکمه هم نه
چې لطیفو ته شوه خ��دا روايت
بیا لطیفو ته خندیدمه هم نه
ممتازه! زه غوڅ شوی سر نه ومه
زه د چا پښو کښې پریوتمه هم نه
ممتاز 🌸
ا سره لاړم څو قدمه هم نه
د ستا په شان ؤ څوک صنمه هم نه
چې چرته ځم ، راسره ځه لالیه!
خو رښتیا ، زه خو چرته ځمه هم نه
ښه ! څوک به ما سره خبرې کوي؟
زه خو د چا خبرې وړمه هم نه
های های! ته څه خبر یې، څنګه لاړم؟
قسم دی داسې تلم چې تلمه هم نه
ممتاز اورکزے
زاړۀ عکسونه ــــــ دی اؤ نیمه شپه ده
سم شرابونه ـــــــ دی اؤ نیمه شپه ده
ممتاز اؤ جون څۀ ـ خداې وهلی خلق
دَ دوی شعرونه ــ دی اؤ نیمه شپه ده
خانه! ار��ان سګریټ پۀ څو به وۀشی
کنګال جیبونه ــــ دی اؤ نیمه شپه ده
ممتاز اورکزے
زۀ جدت منمه خو دا هم نه چې
دور د کتاب او دیوان تیر شولو
ستا د نظر جاز راغلو زما په زړۀ
ما راغورزؤ خو قربان تیر شولو
چا ورته وئیلی وو چې خوښ مې یې
بیا هلک له سر او ګریوان تیر شولو
ښکلي تاته اوګوري مخ واړوي
ښکاري چې طالبه دوران تیر شولو
ط.ج.طالب