شیخ نقیب الله د پل خشتي مسجد خطیب:
که څوک وایي چې امیرالمؤمنین حفظه الله نشته نو دا والیان او ولسوالان څوک بدلوي؟
ما لیدلی دی څلور پنځه وارې، ښه ښکلې او مبارکه څېره الله ورکړې.
مناسب وخت کې به یې ټول ووینئ رابه شي.
شیخ نقیب الله د پل خشتي مسج�� خطیب:
امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله هغه اسلام غواړي کوم اسلام چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم غوښته، هماغه اسلام په دې وطن کې عملي کول غواړي.
شیخ نقیب الله د پل خشتي مسجد خطیب:
د پرځیدلي جمهوریت چارواکو طیارې وتښتولې، ټانګونهدیې مات کړل اوس د پاکستان په مقابل کې د اسلامي امارت څخه غاښ ماتوونکی ځواب هم غواړي.
*نبوي ملغلرې*
له حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
بېشکه الله تعالی په ځمکه کې ګرځېدونکې ملائکې لري چې زما د امت سلام ماته را رسوي.
(فضل الصلاة علی النبي صلی الله علیه وسلم)