د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر سیمو کې د ملکي وګړو پر کورونو ړندې بمبارۍ کړي دي
د ملکي او بېګناه وګړو کورونه او مېرمنې ماشومان په نښه کول یو ستر جنایت او نه بښونکی عمل دی.
د پاکستان پوځ بار بار ملکي وګړي او عامه ځایونه په نښه کوي، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید د پاکستان پوځي رژیم څخه ددغه ډول خپلسریو وحشیانه هوایي بریدونو پوښتنه وکړي، دا د افغانستان پر ملي حاکمیت برید دی.
دغه ډول بریدونه نه پخوا بې ځوابه پاتې شوي دي او نه به بیا پاتې شي، افغانان د مېړانې، شجاعت او زړورتیا اوږد تاریخ لري او د نړۍ ستر زبرځواکونه یې دلته مات کړي دي.
ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده او زموږ ټول ملت یې هېڅکله په رسمیت نه پېژني
د ډیورنډ کرغېړنې کرښې په اړه پرېکړه د افغانستان د ټول ملت پورې اړه لري، دا د ځینو افرادو په شخصي خبرو نه رسمي کېږي او نه یې زموږ ملت د یوې رسمي کرښې په توګه پېژني.
ډیورنډ کرښې دوه ویاړلي لر او بر ملتونه سره جلا کړي، دا کرښه موږ او ټول لر بر وطن ته د منلو نه ده او نه به یې ومنو.
کوم خلک یا کوم فرد چې ددې کرغېړنې کرښې په اړه شخصي او فردي څرګندونې کوي، له تاریخ ناخبره او داسې نامنل شوې او غیرمسوولانه څرګندونې یې شخصي نظر دی.