هارون الرشید شېرزاد:
جنګ زموږ په ګټه نه دی، په دې کې د دښمنانو او ګاونډیانو ګټې نغښتې دي. جګړه حل لاره نه ده. د جنګ لپاره داسې خلکو موقفونه نیولي دي، چې هغوي پسې ځینې ولسونه تړلي دي او دا ډېره خطرناکه موضوع ده. داسې خلک باید دا خیانت و نه کړي.
بشپړه خپرونه:
https://t.co/QwJ1wYncl1
فضل محمود فضلي:
پاکستان په سیمه کې د غرب او امریکې پوسته ده. پاکستان په ټوله منطقه کې د امریکې او غرب هر ډول مرداره معامله مني. ځکه بله چاره نه لري او څه چې ورته ویل کېږي، هغه به عملي کوي. سیمه دوي نا امنه کړې ده او په دوامداره توګه ورته کار کوي، ځکه د دوي او د دوي د بادارانو ګټې په بې ثباتۍ کې خوندي دي. په سیمه کې د بې ثباتۍ لپاره له ټي _ ټي _ پي نېولې تر داع ش پورې ټول جوړښتونه د همدوی تولید دی.
بشپړه خپرونه:👇
https://t.co/F2KIPFRjXM
پوهاند محمد اسماعیل یون:
هغه کسان چې د انقلاب او جګړې له لارې بدلون غواړي، باید خپله راشي او جګړه وکړي؛ نه چې د ولس بچي قرباني کړي. اوس ولسونه هوښیار شوي دي. ولس پخواني حالات تکرارول نه غواړي او نه یې پلویان دي.
بشپړه خپرونه:
https://t.co/gx6EhiMgpz