د طالبانو پر وړاندې د پاکستان تبلیغاتي جګړه؛ خو پایله یې ناکامه!
پاکستان هڅه کوي د رسنیزو کمپاینونو له لارې خپل دریځ پیاوړی او د طالبانو پر ضد منفي روایتونه پراخ کړي؛ خو د تبلیغاتو تر څنګ د واقعیتونو ارزونه لا هم مهمه ده.
د پردې تر شا حقیقت؟
یو تن پاکستانی دیني عالم، حافظ محمد یوسف، ادعا کوي چې پاکستاني جنرالانو ورته ویلي: له افغانستان سره د فرضي کرښې تړل د دوی مجبوري وه او دا پرېکړه یې د سترو قدرتونو په غوښتنه کړې ده.
تاریخ به د هرې پرېکړې او هر پټ حقیقت حساب اخلي.