ټامينانو او کولابيانو!
دا هغه سړی دی چې د جګړې په ډګر کې يې په يوه قمنده تر کولاب، کلتې، مشهد، دوشنبې اسلام اباد او بالاخره تر غرب او امریکا ورسولی.
د اطاعت په ميدان کې بيا دومره مطيع دی، کله چې شيخ صاحب حفظه الله فرمان صادر شو چې مسولين دې خپل او خپلوان په ادارو کې نه ګماري، دې ستر انسان د حافظ بدرالدین تقبله الله ځای ناستي حافظ عبدالعزیز حفظه الله په شمول ټول ورونه په کور کينول.
دا په داسې حال کې چې د مولوي صاحب جلال الدين حقاني زامن د نورو رهبرانو او مشرانو سره د ځمکې تر اسمانه تفاوت لري، خو د دې ټولو قربانيو باوجود یې هم ورونه د رسمي منسبونو کوښه کړل.
د سخا په برخې کې خو حاتم طايي تر شرمېږي، مونږ لاڅه چې د جمهوريت د اکثر يتيمانو پالل او روزل هم ور ترغاړې دي😉 کورئ نه چې حافظ صاحب انس کله دکتور لطف الله خيرخواه صاحب ته کينولي وي ترڅو فکري روزنه ورته تدريس کړي او کله يې مولوي صاحب صبغت الله ته وصیل ته د حاضر العالم الاسلامي موضوع ور کړې وي د دې لپاره چې دا مضامين پرې درانه تمام نشي ملا بسمل يو نيم عشقي شير هم ور اضافه کړي.
د قربانيو د پاللو په برخه کې به فقط دومره درته ووايم، کوم اعزاز او شرف چې مجاهدينو ته د خليفه صاحب په دفتر او مهمان خانه کې ور کول کېږي ما تر اوسه د بل چا په دربار کې نه ده دی.
هغه د حج په مراسمو کې به مو د افغانانو مينه ور سره ليدلي وي که لږ شعور لرئ تر هماغې يې ملت داري او ملت سازي در قياس کړئ.
د دې نر سړي حمايت او دفاع په مونږ داسې لازم او ضروري ده لکه په تاسې يې چې تخريب لازم او ضروري دی.