زموږ د کوټي ماما --
د زړو رازونو سپړل او د پخوانیو ��یسو لوستل خوند راکوي مګر کاشکي داسي کیدائ چې ما لوستلائ او ټول معلومات يي ستاسو فکرونو ته درتلائ ځکه افسوس کوم چي په لیکلو کي ډېرې خبري پاتې کیږي.
خیر، عبدالمجید خان زابلی چی د افغانستان د ملي بانک ریس و او په نړیوالو معتبرو مقالو کې د افغانستان د عصري مالي سیسټم بنسټګر بلل سوی، د ثور تر کودتا دوې میاشتې وروسته نور محمد تره کي ته چې دانقلابي شورا مشر او صدراعظم و، یو لیک استولی دی.
جالب لیک دی.
زابلي لیکلي چې ډیر کاله یې اجازه نه درلوده چې وطن ته ستون سي مګر د ۸۳ کلونو دی او ځیني وړاندیزونه لري چې وطن له اشغاله وساتل سي. زابلي د نورو خبروترڅنګ لیکلي: اوس چې د ګر��ن وطن د هستۍ او نیستۍ خبره ده ، باید زموږ ملي هویت پیاوړی سي.
خیر ، تاسوفکر وکړی چې د افغانستان په څېر غریب هېواد دعبدالمجیدزابلي په څېر یو بډاي سوداګر تبعید کړی و؟
زابلی په امریکا کې وفات سو.
یو خداي پوهېږې چي څومره ملیونه سرمایه یې په امریکا کې پاته سوه.
البته ، د زابلي له سرمایې د افغانستان امریکايی پوهنتون ته سکالرشیپ ورکړ سوی و. ډېرو ځوانانو ته یې د وړیا سبق ویلو زمینه برابره کړې وه.
فکر وکړئ چې د امر صاحب مسعود پر قبر څومره لوی قصر جوړ دی مګر د امر صاحب له شخصي او حلالې سرمایې د یوه افغان د وړیا سبق امکان سته؟
خیر ، یو څوک به ووايي چې امر صاحب خو د الله ببوغی و، سرمایه خو یې د غلا ده.
عبدالمجید زابلی څنګه ورسره مقایسه کوې.
خیر موږ خو افغانستان ګلونه یوو !
عبدالمجید خان زابلی تبعید و .
د انقلابي شورا مشر او د افغانستان صدراعظم نور محمد تره کی و.
دملیونونو انسانانو د برخلیک پرېکړه تره کي کړې وه!
یعنې دا فاجعه چې موږ یې تباه کړو او نور راتلونکي نسلونه به هم تباه کړئ د کوټي ماما یې سرتاج و!
تاسو خبر یاست چې ��ور محمد تره کي بشپړ او رسمي تعلیم نه درلود؟
تره کی د کوټی ماما و.
نور محمد تره کی د غزني په ناوه ولسوالۍ کی هغه وخت پیدا سوی و چې په کوټه کي بریتانوي هند و یعنې پاکستان لا نه و جوړ سوی.
تره کی لکه د غزني نور ډېر غریب خلک، په ۱۳ کلنۍ کي ژمی کوټې ته د غریبي لپاره تللی و.
هلته یې یوڅو صنفه مدرسه ډوله مکتب لوستی واو انګلیسي ژبه یې یوڅه زده کړې وه.
ببیرته چې غزني ته را ستون سوی و، د دې لپاره چې انګلیسي یې یو څه زده وه ، د کندهاري تجار موسی جان توخي په شرکت پښتون ټرېډنګ کمپني کې مامور سوی و.
تر لږ کار وروسته ، موسی جان توخي د خپل شرکت د بمبي دفتر ته واستول. تره کي په دې وختونو کې شاعري ته ادامه ورکړه.
باور وکړئ یو وخت مي د تره کي د غوايي لاندی کتاب لوستل نوتعجب مي وکړ چې داسي د سطحي فکر او کمزوری لیکوال څنګه انقلاب کول.
خو هغه وخت زه ډيره ځوانه اونادانه وم .
فکر کوم هغه وخت هم د جمهوريت کیسه وه .
په جمهوریت کې متوجه سوي یاست چي نفر به څو ورځي په یوه ټلویزیون کي ناست، په بل ټلویزیون کي ناست، شاعر او لیکوال پلانی صاحب ، څو ورځي وروسته به خبر سو چې سړی په ارګ کي سلا کار سو يا په صدارت کې ریس سوی دی.
له کوټي تر کابله
د لیلا تور اوربله
به هر حال، تره کی د شعر و شاعرۍ په همدې سلسله په ۱۹۳۷ کې کابل ته راغی او د مالیې وزارت د جریدې د ایډیټرانو په ډله کې شامل سو.
په دا وخت کې عبدالمجید خان زابلي چې هغه هم په قوم تره کی او د ملي بانک ریس و، هلته وظیفه ورکړه .
د دوهمې نړیوالې جګړې کلونه ول، زابلي په کابل کې کور جوړول نو تره کي ته یې معاش ورکول چې د ده د ک��ر د جوړېدو نظارت هم وکړي.
خو زابلي وروسته په خپلو یادداشتونو کې لیکلي چې تره کي د ده د کور له پیسو ډېرې خپل جیب ته اچولې وې او ځان ته یې کور ورباندي جوړ کړی و.
د زابلي دا یادداشتونه په امریکا کي چاپ سوي او زه پسې ګرځم ، چي پیدا یې کړم نور جزیات به یې هم ولیکم.
خیر د زابلي د کور تر سرپرستۍ او غلا وروسته ، عبدالروف بېنوا چې د پښتو ټولنې ریس و تره کي ته د چاپ په برخه کې کار وکړ .
تره کی بلاخره په ۱۹۵۲ کي د باخترخبري اژانس مشر سو.
دا هغه کلونه دي چې سیاسي احزاب او د مطبوعاتو ازادي حکومت ته د سر خوږ جوړ کړی و.
البته تره کی دې موقعیت ته د دې لپاره ورسېد چې د ویش زلمیانو غورځنګ غړی و .
ویش زلمیان په ۱۹۴۵ کې په کابل کې قاضي بهرام، عبدالهادي توخي، محمد روس پښتون، فیض محمد انګار، ګل پاچا الفت، قیام الدین خادم، غلام حسن صافي، غلام محی الدین زرملوال، عبدالروف بینوا، نور محمد تره کی یې اساس کښېښود.
خو وروسته چې سیاسي احزا�� او د بیان ازادي مشکلات جوړ کړل، بېنوا او تره کي له ويښ زلمیانو څخه استعفی وکړه.
صدراعظم شاه محمود خان عبدالروف بېنوا په ډیلي او نور محمد تره کی په واشنګټن کې مطبوعاتي اتشه وټاکل.
بیا د ثور تر کودتا او د افغانستان د لویې تراژیدۍ تر پیله د تره کي کردار ادامه لري.
مګر تاسو متوجه یاست چې زموږ پر سرنوشت ��رنګه خلکو لوبې کړې دي؟
نور محمد تره کي خو اول هیڅ رسمي تعلیم نه لري.
په عین حال کې بې عقل چک سړی دی.
تاسو د تره کي کتابونه ولولۍ، البته تر اخره یې مه لولئ.
د سیاسي علم په اړه یې د دستګیر پنجشیري په کتاب (ظهور و زوال) کي یوه جالبه حادثه لیکل سوې.
داود خان پلان درلود چې د خلق دیموکراتیک ګوند مشران ونیسي خود خلق مشرانو ته دا خبرمخکې له مخکې ور رسېدلی و چې د دوي د نیولو پروګرام موجود دی.
داود خان نور محمد تره کی، حفیظ الله امین، طاهر بدخشي او نور ونیول او زنداني یې کړل.
خو پنجشیري لیکلي: کله کودتا کامیابه سوه زه زندان ته ورغلم چې دوي راخلاص کړم. کله چي مي د نور مح��د تره کي له لاسه ولچک خلاصول، حیران سو چې څه خبره ده.
تره کي راته وویل چې څه کیسه ده؟
ما ورته وویل چې انقلاب سوی دی او تاسو ازاد یاست.
تره کي وویل: کوم انقلاب؟ د څه شي انقلاب؟
یعنې د کوټی ماما اوټ و!
سر یې نه و خلاص سوی چې څه کیسه روانه ده.
وايي په دې ځاي کې، حفیظ الله امین رامخکې سو او ویې خندل چې : د ثور انقلاب سوی دی.
پنجشیري لیکي چې امین خبر سوی و چې داود خان د دوی د نیولو پلان لري نو له پوځيانو (قادر، وطن جار، ګلاب زوی...) سره یې خبرې کړې وې چې کله دوي ونیول سي، انقلاب به شروع کوي.
یعنې تره کی بیچاره په دې لا نه و خبر چې ا(قصه از چي قرار است)!
عبدالمجید خان زابلي بیچاره همدې سړي ته له امریکا خط استولی و او ورته لیکلي یې ول چې د وارسا او ناټوپاکټ، د چین او شوروي او امریکا، د منځني ختیځ د عربو او اسراییلو ترمنځ په کشمکش کي د وطن د نابودۍ امکان سته او څو اقتصادي مشورې یې ورکړې وې!
تاسو خپله قیاس وکړئ!
دا و زموږ تره کی !
دا سو زموږ وطن!