انسان هغه وخت
له خپل ځان سره خیانت کوي،
کله چې
داسې خلک او داسې شیان انتخابوي
چې د ده له ارزښت او مقام سره
مناسب نه وي.
يخون الإنسان نفسه حين يختار
أشخاص وأشياء لا تليق به.
@MMywndy34676 الله تعالی مو ژوند له ښو خاطرو، نېکو ملګرو او ښکلو راتلونکو ډک کړي. رښتیا هم ځینې خاطرې د وخت په تېرېدو لا ارزښتمنې کېږي. ستاسو له ښکلي پیغام او نېکو دعاوو ډېره مننه. الله دې تاسې هم تل خوشحاله او بریالي لره. 🤲🏻🌹
د صالح انسان درناوی وکړئ!
محمد بن المنکدر رحمه الله فرمايي:
الله تعالی د نېک انسان له برکته د هغه اولاد، د اولاد اولاد، او حتی د هغه شاوخوا کورونه ټول ساتي؛
تر څو پورې چې دی موجود وي، هغوی د الله تعالی تر ساتنې او پردې لاندې وي.
[جامع العلوم والحکم]
مَنْ كَثُرَتْ هُمُومُهُ وَغُمُومُهُ، فَلْيُكْثِرْ مِنْ: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ. (زاد المعاد)
په بل حدیث شریف کې دا مبارک کلمات (لا حول ولا قوة إلا بالله) د جنت له خزانې څخه یوه خزانه ګڼل شوې ده. د دې مبارکو الفاظو مانا دا ده: له ګناهونو څخه د اوښتلو او له
👇🏼
شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه الله فرمایي:
د خلکو مدحه او ستاینه مو نفسونه درته چاغوي او اخلاص مو له منځه وړي. نفس چې هر څومره چاغېږي، ستاسو او د الله ربُّ العزت ﷻ ترمنځ فاصله ډېرېږي.
فتح الرباني، ص ۵۶