@Yakamoz_eb وخت که هر څو توره شپه ده جوړه کړې
ما د اوښکو نه ډیوه ده جوړه کړې
رندان ولې مرور له میکدې دي
صاقي بیا دې څه لانجه ده جوړه کړې
هر ارمان مې پکې هره ورځ ښخیږي
ما د زړه نه هدیره ده جوړه کړې
زما ټول یاران دې هلته بیا رادرو مې
ما جنت کې میکده ده جوړه کړې
زه د سپرلي ګل وم موسېدم او غوړېدم خو به زه د ګل وږمه، د ګل وتم او خورېدم خو به ستا د اشارو غېږې له وينې وينې راغلمه ستا د نظر دار وو زه منصور پرې زنګېدم خو به لاره وه د ژوند کاڼيزه هم وه او ازغنه هم زه چې پرې روان وم پرېوتم او پاڅېدم خو به
رحمت شاه سايل
په لمبو سوے د زړه کور ښه دے
چې بې له تا شو، پکښي اور ښه دے
ستا د خندا ګل پکښي نه غوريږي
د زړۀ چمن می سوے سکور ښۀ دے
بی نمه سترګې په بل لور واړوه
جام چی بی میو شي، نسکور ښه دے
په نوم ناموس پسې دې ګرځي خلق
خټک ته ستا مینه پېغور ښه دے
اجمل خټک