رسول الله ﷺ وفرمایل:
تر ټولو غوره جهاد دا دی چې د ظالم واکمن یا ظالم حاکم په وړاندې د عدل او انصاف خبره یعنې د حق خبره وویل سي.
سنن ابي داود، حدیث ۴۳۴۴؛ جامع ترمذي ۲۱۷۴
رسول الله ﷺ وفرمایل:
زما صحابه مه بدوئ! قسم په هغه ذات چې زما روح یې په لاس کې دی، که له تاسو څخه یو څوک د اُحد غره په اندازه سره زر هم خیرات کړي، نو د هغوی د یوه مُد یا نیم مُد خیرات ته به هم ونه رسېږي.
سنن أبي داود، حدیث ۴۶۵۸