جامعه رياض العلوم کابل ته د شيخ القرآن والحديث حضرت مولانا عبد الحميد حماسي صاحب تشريف راوړل
جامعه رياض العلوم کابل د خپلو زده کوونکو د علمي ودې، فکري روزنې او اصلاحي تربیې لپاره بېلابېلې برنامې په دوامداره توګه ترسره کوي. دغه علمي او ديني اداره هڅه کوي چې د هېواد او نړۍ له علمي او معنوي شخصيتونو څخه په استفادې سره د زده کوونکو د علمي پرمختګ ترڅنګ د هغوی روحي او اخلاقي روزنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
په همدې موخه، جامعې ته د هېواد وتلی او منلی عالم، شيخ القرآن والحديث حضرت مولانا عبد الحميد حماسي صاحب تشريف راوړ.
او د جامعې له بېلابېلو څانګو؛ تخصص في الإفتاء والقضاء، درس نظامي، مکتب حفظ او معهد اللغة العربية څخه يې هر اړخيزه لیدنه ترسره کړه.
نوموړي د جامعې د علمي چاپېریال، تدريسي بهير او زده کوونکو د هڅو ستاينه وکړه. د لیدنې وروسته يې د جامعې ټولو زده کوونکو ته يوه ګټوره، زړه راښکونکې او اصلاحي وينا وړاندې کړه.
د نوموړي د اصلاحي او تربيوي وينا يوه برخه له تاسو سره شريکوو؛ هيله ده چې د علم او عمل د پياوړتيا لپاره ترې ګټه واخيستل شي.
فی کتاب الداء و الدواء للعلامة ابن قیم الجوزية:
قال بعض السلف: اني لأعصي الله، فأری ذلک في خلق دابتي وامرأتي......
اللهم احفظنا من الذنوب والمعاصي، ووفِّقنا لطاعتك، وتُب علينا توبةً نصوحًا. آمين.
مخلصه مینه نه شور غواړي او نه نمایش!
دغه مجاهد د غونډې په جریان کې د خلیفه صاحب څنګ ته راغی له سلام او روغبړ وروسته یې لاس ونیو، خو ناڅاپه یې سترګې له اوښکو ډکې شوې، تر پایه یې همداسې وژړل او بیرته لاړ، د تلو پر مهال یې یوازې دومره وویل:
خلیفه صاحب! تر خپل مور او پلار مې هم درسره ډیره مینه ده.
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۲۲)
لیکوال: مولوي عبدالرحیم راشد
د امام ابو حنیفه رحمه الله تدریسي خدمت او نوموتي شاګردان یې (ادامه)
۳- امام زفر رحمه الله
په فقه کې د ده رتبه تر امام محمد پورته ګڼل کېږي، خو دا چې لیکنې یې نه شته او د ژوند حالات یې هم سم معلوم نه دي، نو ځکه له صاحبینو څخه وروسته کړای شو.
دی عربي النسل و، په لومړیو کې په احادیثو کې مخته لاړ او له همدې امله لکه څرنګه چې علامه نووي په تهذیب اللغات کې څرګنده کړې، چې صاحب الحدیث ورته ویل کېده، بیا یې فقهې ته پام وکړ او د ژوند تر پایه یې همدا دنده وه.
یحیی بن معین چې د فن جرح و تعدیل امام دی، د هغه وینا ده: «زفر صاحب الرأی ثقة مامون»، ځینې کسانو یې رد هم کړی دی خو هغه مبهم او د اعتبار وړ نه دي.
هغه په قیاسي احکامو کې ځانګړی لاس درلود، امام ابوحنیفه رحمه الله به د ده په اړه ویل: «اقیس صحابي» وکیع بن الجراح چې یادونه یې وړاندې تېره شوې ده، له ده څخه استفاده کوله، د قضاء دنده یې هم درلوده، په ۱۵۸ هـ. کال وفات شو.
۴- قاسم بن معن رحمه الله...
نور دلته: https://t.co/fFbYPxscCS
#مقتداء | #شاګردان | #تدریس
#کلمات | #Kalemaat
#سورة_الکهف
امام ابن حجر رح په [الدرر الکامنة ج ۵ ص ۳۵۲] کي رانقل کړي چې أمیر سیف الدین حسام وایي زه یوه ورځ صحراء ته ووتم هلته مې امام ابن دقیق العید ولید چې یو قبر ته ولاړ دی ژاړي، تلاوت کوي أو دعاوې کوي، بیا یي ما په أړه پوښتنه ورڅخه وکړل، ده راته وویل چې دغه صاحب القبر مې ملګری أو شاګرد دی، په خوب مې ولید، ما یي د حال أو أحوال پوښتنه وکړه، ده راته وویل «چې کله مو په قبر کي کښېښودم یو رعب لرونکی، ډارونکی سپی راغی، را بلوسیدی، ویرولم یي، بیا پر همدې مهال یو حسین أو ښائسته مخی انسان راغی هغه یي راڅخه وشړی، ما ورته وویل ته څوک یې؟ ده راته وویل زه دې د جمعې د ورځې د سورت الکهف د لوستلو أجر أو ثواب یم»
د جامعه ریاض العلوم کابل يوتن زدهکوونکي عزت الله د بېلابېلو ټولګیو زدهکوونکو ته د «څنګه وینا وکړو؟» تر عنوان لاندې د وینا کولو اصول او قواعد تشریح کړل.