له ابو موسیٰ الأشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
د هغه کور مثال چې په هغه کې د الله تعالی ذکر کېږي، او د هغه کور مثال چې په هغه کې د الله تعالی ذکر نه کېږي، د ژوندي او مړي په څېر دی.
صحیح مسلم: ۷۷۹
حضرت معاویه بن أبي سفیان رضي الله عنهما روایت کوي :
چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
الله تعالی چې له چا سره د خیر اراده وکړي،
هغه ته د دین پوهه ورپه برخه کړي؛ او زه یوازې
وېشونکی یم، خو الله تعالی عطا کوونکی دی.
(”صحیح البخاري، حدیث: ۷۳۱۲“)
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما
څخه روایت دی:
رسول الله ﷺ پر رشوت ورکوونکي او رشوت اخیستونکي دواړو لعنت کړی دی.
سنن أبي داود: ۳۵۸۰
جامع الترمذي: ۱۳۳۷
ښځه که مور وي قدر یې وکړه، که ښځه وي عزت یې وکړه، که خور وي ناز پرې وښایئ، که لور وي غرور پرې وکړئ او که پردۍ وي ساتنه یې وکړئ
ځکه چې ښځه په هر شکل کې عاجزه او بی وسه وي.