#قطر وایي، پر دنیا به ګاز بند کړي.
د قطر امیر حمد بن ال ثاني ګواښ کړی، که اسرایل پر غزه بمبارۍ ته دوام ورکړي په ټوله نړۍ به ګاز بند کړو.
دا د عربي هېوادونو له مینځه لومړنۍ هېواد دی، چې د اسرایلو او فلسطین قضیې کې علني موقف اخلي.
ښایي دا کار د قطر لپاره ګران وي ځکه قطر په یوازې سر دداسې اقدام جوګه ندی، اما بل اړخ ته قطر تر دې وړاندې د امریکا په غوښتنه د ایران هغه شپږ ملیارده ډالر بیرته بند کړل چې په افریقا کې کنګل شوي وو او د امریکايي زندانیانو دخلاصون په بدل کې د قطر په وسیله ایران ته سپارل کېدل. پرایران تور دی چې پر اسرایلو د حماس د برید پټ حمایت یې کړی. ایران دا تورونه رد کړي اما له حزب الله او حماس سره د ایران اړیکې له ډېره وخته رسوا دي.