هره شپه ۴ زره دیناره خیرات
رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ حضرت علي (رض) ته داسې وفرمایل: اې علي، مخکی له دې چې خپلې بسترې ته ولاړ شې، دغه پنځه کارونه وکړه:
۱ ـ څلور زره دیناره صدقه ورکړه ، بیا بیده شه ؛
۲ ـ قرآن مکمل ختم کړه، بیا بیده شه؛
۳ ـ د جنت بیه ادا کړه، بیا بیده شه؛
۴ ـ دوه خوابدي ( مرَوَر ) کسان سره پخلا کړه، بیا بیده شه؛
۵ ـ یو حج وکړه، بیا بیده شه؛
حضرت علي (رض) ورڅخه وپوښتل: اې د خدای رسوله صلی الله علیه وسلم ! دا کارونه خو زما په وس پوره نه دي، زه به څنګه دا ټوله کارونه وکړای سم؟
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
۱ ـ څلور واره سورهً فاتحه ( الحمدلله ) ویل داسې لکه څلور زره دیناره صدقه چې ورکړې؛
۲ ـ درې واره سورهً اخلاص ( قل هوالله ) ویل داسې لکه پوره قرآن چې ختم کړې؛
۳ ـ درې واره [ په یو بل روایت کی لس واره ] درود ویل داسې لکه د جنت بیه چې ادا کړې؛
۴ ـ لس واره استغفرالله ( یا بل هر استغفار ) ویل داسې لکه دوه خوابدي کسان چې سره پخلا کړې؛
۵ ـ څلور واره د درېیمی کلمې ( سبحان الله والحمدلله و لا اله الا الله والله اکبر ولا حوله ولا قوة الی باالله ) ویل داسې دی لکه یو حج چې وکړې.
حضرت علی (رض) هم ورته وویل: د الله رسوله صلی الله علیه وسلم ! زه به هم سر له ننه خپل بستر ته د تللو څخه مخکی دا ټوله کارونه کوم.
هو ، ذکر او تسبيح د الله تعالی په دربار کې یو ډول ګدائي ده چې هر مسلمان ورته اړ دی، څوک ډیر او څوک لږ. دا چې د حضرت علي (رض) غوندې یو ��ابت قدمه مؤمن به ذکر او تسبیح کول، نو موږ او تاسو به څومره ورته اړ یو. هیله ده چې د رحمت روانه دوره ضایع نکړو او مسلسل د الله ذکر، تسبیحات او ثنا ووایو.
والسلام، ستاسو د دعاوو محتاج ډاکټر نثار احمد صمد واصفي
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
څوک چې د الله په لاره کې یو ورځ روژه ونیسي،الله به یې مخ له دوزخه داویا کالو په مسافه باندې لیرې کړي.
(صحیح البخاري، 2840)