@M_Qasim_Azzam ماشاءالله ،ږیره ��اسې کړه او هسې کړه،شځې دې داسې او هسې ځي،
ولې په محکمو کې ،نظامي ادارو کې،ملکي ادارو کې فاسد او رشوت نه ختمیږي،ولې د بیت المال څخه بي ځایه استفاده کیږي،ولې خلکو ته کار نه پیدا کیږي…..په الله تعالی قسم د قیامت په ورځ ددې ټولو حساب هریو مسوول ورکوئ.
ترڅو چي حکومتي چارواکي قانون مات او تخلف ونکړي، د رعایت پلار یې نسي ماتولای.
اول به دولتي چارواکی غل او فاسد وي، قانون به ماتوي او بیا به رعایت ته د خپلو ګټو لپاره لاره پرانیزي او په ګټو کي به سره شریک وي.
هسي خو په نظام کي ټول ظاهري نعرې وهي چي موږ د خپل امیر د امر تابع یو، لېکن حقیقت دادی، چي اکثریت یې نه امر مني، نه یې حکم مني او نه یې فرامان پر خپل ځان پلي کوي. ځکه خو قاچاق هم ��مدا خلګ کوي، قانون هم همدا خلګ ماتوي او په ادارو کي خلګو ته سرخوږی او ستوتزي هم همدا خلګ جوړوي، ترڅو د نظام او ولس ترمنځ فاصلله ایجاد کړي.
کله چي غل، قاچاقبر او دولتي لوړپوړي چارواکي پر یوه دسترخوان سره کښېنستل، نو پوه سه چي مافیایي سیسټم فعاله سو، د ازاد بازار بېړه غرقه سول، کوچني کاروباریان د صحنې څخه ویستل سول او په بازار کي انحصاري طرزالعمل پلي سو.
لېکن کله چي موږ غوندي فعالان د خلګو په استازیتوب ږغ پورته کوو، دوی دستي ټاپې راباندي وهي چي هلی په ا ا پسي تبلیغات کوي او مخالفت یې کوي. دا ډول چارواکي همدا ټاپې د ځان له وېري راباندي لګوي ځکه د خپلي کوني پر لڅېدو او د اصلي څېرې پر بربنډېدو ویريږي
واقیعت دادی چي موږ نه په ا ا پسي تبلیغات کوو، نه یې مخالفت کوو او نه هم د نظام رنګ وربدوو، بلکه موږ د اسلامي نظام په صف کي غل، غدو، خاین، فاسد، ابن الوقته، رشوتخور او منافق تر رسنیز برید لاندي نیسو او اصلي څېره یې هم نظام ته او هم ولس ته علني کوو. هو په بعضو مواردو کي چارواکي بعضو نیمګړتاو ته متوجه کوو او زه فکر نکوم چي پدې کار کي دي کومه ستونزه وي. ځکه زموږ هدف هم په مازي کي او هم په حال کي د اصلاحاتو او په مؤثره توکه د ولسي خدماتو څخه دی، بل څه ندي.
در��ښت: محمد شریفي
د جهاد فتوی له کوم ځایه او د چا لخوا او د چا په ملاتړ اعلان شوه؟
دا ۱۳۵۴ د سردار داود خان وخت وه نه کمونستان او نه روسان راغلی وه. مستندات په ویدیو کې وګورئ آیا روس کافر او امریکا مسلمان وه؟