@1gn9zy رسول الله په ۱۱ هجري کې وفات شوی دی.
د قدریه او مرجیه و لومړني افکار شاوخوا ۵۰–۷۰ هجري کې څرګند شوي نو دا تقریباً د رسول الله له وفات څخه ۴۰–۶۰ کاله وروسته موجود شویدی نو نبی ص په دی فریقو خبری نه دی کړی نو ملومه شوه چه دا سیفی ملا درواغ وایی
@RahmatAndar1 (اکثریت ګوند )
د څه شي اکثریت؟ تر اوسه خو لا اقلیت هم په عمل کې نه دی ثابت شوی
دجمهوریت ناکامې او تکراري څېرې چې په نوي نوم ګوندونه جوړوي، پوشتنه دا ده چه رښتیا دا سیاسي بدیل دی، که د ولس په نوم نوې پروژه، تجارت او د بهرنیو تمویل سرچینو لټون؟ له زړو ازموده څېرو دخیر تمه مه کوئ.
@Shahabudin_1924 که امریکا رښتیا ماته شوې وای، نن به یې محتاجي نه وه. همدې حالت هغه ادعا نوره هم د بحث وړ کړې چې ارګ ته رسېدل یوازې د جګړې پایله نه، بلکې د سیاسي توافق او معاملې نتیجه هم وه. مات دښمن ته څوک د اړتیا لاس نه غځوي!
@ZawiaNews د خدایی یا د نبوت دعوی طرف ته روان دی وایی:
دی هم دمیلاد په ورځ پیدا شویدی
او دده زوی هم.
دپیرانو دجل تر اخیری حده رسیدلی دی
مخه یی خلاصه ده
@Zubair_XX د دې خور خبرې معقولې دي، خو ستونزه دا ده چې ځینې سیکولر او له دینه لرې کسان له دیني شعایرو، مدرسې، ملا او مسجد سره له بنسټه مخالفت لري -نه اذان ته ارزښت ورکوي، نه شرعي نکاح او نه جنازې ته. له داسې چا سره چې د بحث بنسټیز مشترکات ونه لری ، اوږدی خبری اکثره بېګټې وي.
@RahmatAndar1 نورو ته د سپکو ویلو پر ځای، خپل داخلي حالات اصلاح کړۍ ولس راضي او د نظام ریښتینی ملاتړی کړۍ - که ولس درسره وي، نړۍ به هم درسره د شو اړیکو لېواله شي، حتی امریکا. تر څو چې هېواد منزوي او ولس ناراضه وي، یوازې په شعارونو ، نرمو او تندو خبرو نړیوال مثبتی اړیکی نه قایموی .
@1gn9zy امام ابوحنیفه رحمهالله د قرآن او سنت متبع او له بدعتونو او خرافاتو بیزاره و. هغه فرمایي: (إذا صح الحديث فهو مذهبي )
کله چې صحیح حدیث ثابت شي، هماغه زما مذهب دی. نو خپل خرافات او بدعات د امام ابوحنیفهؒ په نوم مه تړۍ او د هغه مبارک نوم مه بدناموئ
د ابن خلدون رحمه الله یو مشهور قول:
«إِنَّ الدَّوْلَةَ إِذَا غَلَبَ عَلَيْهَا التَّرَفُ وَالإِسْرَافُ، أَسْرَعَ إِلَيْهَا الهَرَمُ.»
کله چې پر یوه دولت عیش، تجمل او اسراف غالب شي، زوال او کمزوري یې ژر را رسېږي