Home
Language
English
Türkçe
Bahasa Indonesia
About
Privacy Policy
Terms of Service
Pricing
Sign In
Download All
Share
بلاغ پښتو
@balaghpashto
بلاغ، د کره خبرونو مؤثق آدرس
Joined August 2026
1
Following
210
Followers
169
Posts
بلاغ پښتو
@balaghpashto
about 7 hours ago
🔴هرات کې امنیتي ځواکونو هغه مجرمین ونیول چې یو هیوادوال یې لومړی وهلی او وروسته یې په ډزو وژلی و.
balaghpashto's tweet video.
بلاغ پښتو
@balaghpashto
about 7 hours ago
د ایران خصوصي سکتور په افغانستان کې د کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ایران د خصوصي سکتور یو شمېر استازو د دغې خونې له عمومي رئیس احمد نبيزاده سره لیدلي دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو، بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو، د افغان او بهرنیو پانګوالو ترمنځ د ګډو همکاریو پر رامنځته کولو او د دوهاړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي. د ایران د خصوصي سکتور استازو ویلي، چې ایراني پانګوال، په ځانګړي ډول د اوسپنې، سرو زرو، مسو او نورو کانونو په برخو کې، په افغانستان کې پانګونې او له افغان شرکتونو او پانګوالو سره ګډو همکاریو ته لېوالتیا لري.
See More
بلاغ پښتو
@balaghpashto
about 9 hours ago
افغانستان د پانګونې او سیمهییز اتصال لپاره ښه ظرفیت لري د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان او د سعودي عربستان د «دلتا انټرنیشنل» شرکت ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه ښيي چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره چمتو دی. خلیلزاد ویلي، افغانستان د لویو پانګونو د جذب وړتیا لري، په ځانګړي ډول د طبیعي ګازو او نورو طبیعي سرچینو د پراختیا او لېږد په برخه کې. نوموړي زیاته کړې، افغانستان کولی شي د طبیعي سرچینو لرونکې سیمه له ګڼمیشتي سویلي اسیا سره ونښلوي او د سیمې د اقتصادي اتصال پر یوه مهم پل بدل شي. د امریکا پخواني استازي دغه هوکړه د افغانستان لپاره مهم پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې افغانان له اوږدې مودې راهیسې له جګړو سره مخ وو، خو په وروستیو کلونو کې یو شمېر پرمختګونه شوي دي. خلیلزاد ټینګار کړی چې افغانستان لا هم ګڼې اړتیاوې لري او د اقتصادي پرمختګ او پانګونې د پراختیا لپاره وخت ته اړتیا ده.
See More
بلاغ پښتو
@balaghpashto
about 12 hours ago
تازه خبر: د کانونو وزارت او د سعودي عربستان د دلتا انټرنېشنل شرکت تر منځ د نفتو او ګازو د استخراج او اکتشاف په برخه کې مهم قرارداد لاسلیک شو. شېبه وړاندې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د سعودي عربستان د دلتا انټرنېشنل شرکت او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د نفتو او ګازو د استخراج او اکتشاف په برخه کې د مهم قرارداد د لاسلیک مراسم ترسره شول. د یادونې وړ ده، چې دا ډول پانګونې د هېواد د طبیعي زېرمو د فعالولو، د کارموندنې او د اقتصادي ځانبسیاینې لپاره مهم ګامونه دي.
See More
بلاغ پښتو
@balaghpashto
about 13 hours ago
د افغانستان حکومت ویاند، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د راتلونکې غونډې په اړه ویلي، چې د افغانستان په اړه هره غونډه او ناسته، په داسې حال کې چې د افغانستان استازی پکې حضور ونه لري، اغېزمنه نه شي کېدای.
balaghpashto's tweet video.
بلاغ پښتو
@balaghpashto
about 16 hours ago
🔴 وضاحت: د تېرې جمعې په ورځ، د هرات ولایت د مرکز اړوند د څورمي ناحیې په سیمه کې فضل احمد، د خپل پلار په غوښتنه، له قدیر ولد روستم سره شخړه کړې وه. د شخړې په ترڅ کې قدیر وهل شوی او وروسته پرې ډزې شوې، چې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د راپور له مخې، فضل احمد تر دې پېښې وروسته د قدیر له لوري وژل شوی و. د پېښې عامل او د هغه ملګري وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي. بل لور ته، «زاویه نیوز» او «افغانستان انټرنشنل» په نوم مغرضو رسنیو ادعا کړې وه چې نوموړی شخص د افغان سرتېرو لخوا وژل شوی دی؛ خو د پېښې له وضاحت څخه څرګندیږي چې دغه ادعا له حقیقت سره سمون نه لري.
See More
بلاغ پښتو
@balaghpashto
about 17 hours ago
په هېواد کې د څه باندې ۳ زره پراختیایي پروژه لړۍ له پنجشېر ولایت څخه پیل شوه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د ۳ زره ۲۲۹ پراختیايي او پرمختیايي پروژو د پیل لړۍ له پنجشېر ولایت څخه پیل کړه. دغه زرګونه پروژې چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې پلې کېږي ټولیز لګښت پرې ۸۷ میلیونه ډالر راځي.
See More
بلاغ پښتو
@balaghpashto
about 17 hours ago
روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د استازو د سولې هڅې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړو استازو، سټیو ویټکاف او جرد کوشنر، د اوکراین پلازمېنې کییف ته په خپل لومړني سفر کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره وکتل او د روسیې او اوکراین د روانې جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو یې خبرې وکړې. ویټکاف د زلنسکي سره خبرې «مانادارې، جدي او مهمې» بللې او ویلي یې دي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره به د سولې خبرې تر هغې دوام وکړي چې اړتیا وي. امریکايي استازو همداراز د راتلونکو درېاړخیزو خبرو د بیا پیلولو لپاره د زمینه برابرولو هیله څرګنده کړې ده. د ویټکاف او کوشنر دغه سفر یوه ورځ وروسته ترسره شو چې دواړو په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل او د جګړې د پای ته رسولو پر احتمالي لارو یې خبرې وکړې. که څه هم د دواړو ناستو په اړه مثبتې څرګندونې شوې، خو تر اوسه د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې کومه مشخصه هوکړه نه ده شوې.
See More
بلاغ پښتو
@balaghpashto
about 17 hours ago
آریانا افغان هوايي شرکت د خپلو دوو الوتکو د پېښې راپورونه رد کړل آریانا افغان هوايي شرکت په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د دې شرکت له دوو الوتکو سره د الوتنې پر مهال پېښې شوې دي. د آریانا افغان په وینا، هېڅ یوه الوتکه یې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال له الوتنې له ټاکلې لارې نه ده وتلې. دغه شرکت هغه راپورونه هم ناسم بللي چې ګواکې د آریانا یوه بله الوتکه هرات ته د الوتنې پر مهال له رادار څخه ورکه شوې وه. آریانا وايي، یاده الوتکه له هېڅ ستونزې پرته په عادي او خوندي ډول هرات ته رسېدلې ده.
See More
بلاغ پښتو
@balaghpashto
about 18 hours ago
د نن ورځې نېټه
بلاغ پښتو
@balaghpashto
1 day ago
د لوړو زدهکړو عالي شورا په ناسته کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره ۲۴ نوي پوهنځي او ۲۹ نوې څانګې ایجاد شوې دي. د لوړو زدکړو وزارت ویاند وايي، په نویو پوهنځیو کې د هوايي رادار او بېپیلوټه الوتکو سیسټم پوهنځي هم شامل دي. د نوموړي په وینا، په کابل طبي علومو پوهنتون کې د طبي تخصص او فوقتخصص درې، د دوکتورا پنځه او د ماسټرۍ ۳۳ پروګرامونه هم منظور شوي دي.
See More
balaghpashto's tweet video.
بلاغ پښتو
@balaghpashto
1 day ago
کابل د افغانستان حکومت ویاند د لاسي صنایعو د پراختیا له امارتي شرکت څخه لیدنه کړې ده. د امارتي شرکتونو لوی ریاست په وینا، نوموړي د یاد شرکت له مسوولینو سره د لاسي صنایعو د ودې او پراختیا په اړه خبرې کړې دي. او له مسوولینو یې غوښتي چې له شته فرصتونو څخه اغېزمنه ګټه واخلي او د لاسي صنایعو د ودې، پرمختګ او بازارموندنې لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. د نوموړي په وینا، د لاسي صنایعو پراختیا کولی شي د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا ترڅنګ د خلکو لپاره د کار او عاید زمینه هم برابره کړي.
See More
بلاغ پښتو
@balaghpashto
1 day ago
د بغلان ولایت د تالهوبرفک ولسوالۍ په یوه سیمه کې د کانکیندنې پر مهال څلور کانکیندونکي د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي. د بغلان ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې ټیمونه سیمې ته رسېدلي او د کانکیندونکو د ژغورلو هڅې یې کړې، خو د ګاز د زیاتوالي له امله یې په ژغورنه کې بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی.
See More
بلاغ پښتو
@balaghpashto
1 day ago
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د لوړو زدهکړو عالي شورا په ناسته کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره ۲۴ نوي پوهنځي او ۲۹ نوې څانګې ایجاد شوې دي. د لوړو زدکړو وزارت ویاند وايي، په نویو پوهنځیو کې د هوايي رادار او بېپیلوټه الوتکو سیسټم پوهنځي هم شامل دي. د نوموړي په وینا، په کابل طبي علومو پوهنتون کې د طبي تخصص او فوقتخصص درې، د دوکتورا پنځه او د ماسټرۍ ۳۳ پروګرامونه هم منظور شوي دي.
See More
بلاغ پښتو
@balaghpashto
1 day ago
په دوحه کې افغان سفیر او په قطر کې د میشتو افغانانو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه په دوحه کې دافغان حکومت سفیر، ښاغلي محمد سهیل شاهین، په قطر کې د مېشتو افغانانو له مشرانو سره وکتل. په دې کتنه کې د افغان ماشومانو د زدهکړو، پاسپورټونو او نورو اړوندو چارو په برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو، د افغانانو د ستونزو د حل لپاره د سفارت د هڅو او ترسره شویو اقداماتو په اړه خبرې وشوې. د قطر مېشتو افغانانو مشرانو د سفارت له هڅو او همکاریو مننه وکړه او د لا زیاتې همغږۍ لپاره یې د ورته ناستو پر دوام ټینګار وکړ.
See More
بلاغ پښتو
@balaghpashto
1 day ago
په تازه راستانه شویو افغان کډوالو باندې د پاکستاني رژیم له لوري د ترسره شویو ظلمونو بېلګې
balaghpashto's tweet video.
بلاغ پښتو
@balaghpashto
1 day ago
د افغانستان حکومت د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو له مرستیالې سره ټلیفوني خبرې وکړې د افغانستان حکومت د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو مرستیالې سرمنشي روزمري ډیکارلو سره ټلیفوني خبرې وکړې. په دې خبرو کې د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو د عمومي وضعیت، د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا او د دوحې پروسې په اړه د راتلونکي تعامل او همکاریو د څرنګوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
See More
بلاغ پښتو
@balaghpashto
1 day ago
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، په مزارشریف ښار کې د افغان قزاقانو د لاسي صنایعو او دودیزو هنرونو نندارتون جوړ شوی دی. د دغه ریاست د اطلاعاتو آمر، عطا محمد ساهو وايي، د نندارتون موخه د بېلابېلو قومونو د فرهنګونو، دودونو او لاسي صنایعو نندارې ته وړاندې کول او د هغوی د فرهنګي میراثونو ساتنه او وده ده. نوموړی وايي، دوی د قزاقانو د صنعت او لاسي صنایعو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په راتلونکو عمومي نندارتونونو کې هم قزاق صنعتکارانو ته د ګډون زمینه برابره کړي او د هغوی د تولیداتو لپاره نړیوال بازار پیدا کړي. په بلخ کې د قزاقانو استازي، اسدالله ویماووت وايي، د دغه نندارتون اصلي موخه دا ده چې د قزاقانو کلتور او فرهنګ هېر نه شي. د هغه په وینا، په نندارتون کې د ښځو له خوا جوړ شوي لاسي صنایع، د غالۍ اوبدلو هنر او د قزاقانو د فرهنګ نورې برخې هم نندارې ته وړاندې شوې دي.
See More
بلاغ پښتو
@balaghpashto
1 day ago
عامې روغتیا وزارت د درملو واردوونکو شرکتونو له مسوولینو سره وکتل د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د درملو واردوونکو شرکتونو له مسوولینو سره وکتل. په دې کتنه کې د درملو د بیو، پر بستهبندۍ د بیې درج کولو، د احتکار د مخنیوي، د باکیفیته درملو د برابرولو او عرضه کولو او په هېواد کې د اړتیا وړ درملو د تأمین په اړه خبرې وشوې. نوموړي د درملو واردوونکو شرکتونو پر همکارۍ ټینګار وکړ او د لازم ملاتړ او همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
See More
Last Seen Users on Sotwe
ARSIP DUNIA MALAM
Seen from
Australia
Ronnie Edin 🇸🇪
Seen from
United States
Sexyshabana
Seen from
United Arab Emirates
Tibo
Seen from
Korea
Rimming Anal Goon
Seen from
France
الفحل العراقي
Seen from
France
.
Seen from
Austria
Bear Dad
Seen from
United Kingdom
مجهولون
Seen from
Turkey
نيك كسي الساخن فحلي
Seen from
Kuwait
Trends for you
1
Labor Day
Under 10K tweets
2
Slayton
Under 10K tweets
3
Bombardier
Under 10K tweets
4
Boyd
Under 10K tweets
5
Rybakina
Under 10K tweets
6
Counsell
Under 10K tweets
7
Tyler Smith
Under 10K tweets
8
Zeferjahn
Under 10K tweets
9
$LAPTOP
Under 10K tweets
10
Luzardo
Under 10K tweets
Most Popular Users
1
Elon Musk
@elonmusk
241.6M followers
2
Barack Obama
@barackobama
119M followers
3
Cristiano Ronaldo
@cristiano
114.1M followers
4
Donald J. Trump
@realdonaldtrump
111.8M followers
5
Narendra Modi
@narendramodi
107.2M followers
6
Rihanna
@rihanna
98.7M followers
7
NASA
@nasa
92.4M followers
8
Justin Bieber
@justinbieber
91.8M followers
9
KATY PERRY
@katyperry
89.9M followers
10
Taylor Swift
@taylorswift13
83.8M followers
11
Lady Gaga
@ladygaga
75.3M followers
12
Virat Kohli
@imvkohli
73.1M followers
13
Kim Kardashian
@kimkardashian
70.8M followers
14
YouTube
@youtube
68.8M followers
15
Neymar Jr
@neymarjr
66.1M followers
16
Bill Gates
@billgates
65M followers
17
Selena Gomez
@selenagomez
62.9M followers
18
The Ellen Show
@theellenshow
62.3M followers
19
CNN
@cnn
61.8M followers
20
X
@x
60.7M followers
Olivia
Online
✨
⭐
💫