د جمعې ډالۍ:
څوک چې په دې عقیده وي چې الله ج بصیر (لیدونکی) ذات دی او موږ ویني؛ نو هغه هر وخت خپل رب حاضر او ناظر ګڼي. دا عقیده خلک له ناروا کړنو منع کوي او د خدای ج د مخلوق خدمت ته یې هڅوي. بېشکه چې له ټولو نیک عمل خلکو ته خیر رسول دي؛ پیغمبر ع فرمایي:
« خیر الناس من ینفع الناس»