تاریخ په خپل ارشیف کې دا ثبوت لري، چې افغانستان د اشغالګرو هدېره ده او افغانانو هر تېرېګر ته د عبرت درس ورکړی، د انګریزانو په شمول یې شوروي اتحاد او امریکا ته داسې ګوزارونه ورکړل چې تاریخ پرې ګواه دی.
#استقلال
افغانان د غیرتي او اسلام پاله قوم پیداوار دي ، دوی تل په تشو لاسونو د نړۍ له زبر ځواکونو سره د حق په دفاع کې مقابله کړې او له دښمن یې بری وړی؛هېڅکله دې څوک دا فکر نکوي چې افغان متحد قوم به له ماتې سره مخ شي .
#استقلال
افغانان له خپل دین«اسلام » او هېواد سره د بې کچې مینې له امله هېڅکله چاته اجازه نه ورکوي چې د دوی حریم ته دې څوک په حربي شکل داخل شي ؛دوی باحیاء او او عزت ساتونکي خلک دي .
#استقلال