یوازې زما نظر حق دی!
د مسلمانانو د انحطاط او زوال یو لامل اصولي فکر او د اصول فقهې درک ته نه پاملرنه ده؛ ځکه چې اصول فقه د اجتهاد لپاره اړینه ده او اجتهاد د ستونزو پر وړاندې د حللارو د راایستلو لپاره یوازینۍ شرعي لاره ګڼل کېږي. اصولي درک انسان تعقل او تدبر ته هڅوي او له خالي تقلید څخه یې ژغوري؛ فکر منظموي او له بېنظمه او سطحي نظرونو څخه یې لیرې ساتي. په دې مانا چې د هغه فقهي باورونه منظم او پر قواعدو ولاړ ګرځي او د خپلو کړنو د توجیه کولو لپاره هر لوري او هر نظر ته لاس نه اچوي. د اصول فقهې پوهه انسان له ظاهرپالنې او تعصب څخه ژغوري؛ اختلاف یو طبیعي او شرعي امر ګڼي او مسلمانان د یو بل منلو ته هڅوي؛ ځکه چې هغه بیا پوهېږي چې د بل مذهب نظر، که څه هم د ده د مذهب مخالف دی، له بېعلمۍ او تعصب څخه سرچینه نه ده اخیستې، بلکې هغه هم په شریعت کې خپل دلیل لري. یعنې هغه نور دا تعصب نه لري چې یوازینی حق نظر دا دی چې د لمانځه پر مهال باید لاسونه تر نامه لاندې ونیول شي؛ یا دا مني چې د خلافت د تاسیس لپاره فکري او سیاسي مبارزه یو شرعي اجتهاد دی، لکه څنګه چې د خلافت د تاسیس لپاره جهاد هم د هغه د باورمندانو په نزد یو شرعي نظر ګڼل کېږي او پر دغه نظر باور لرونکي ته هېڅکله په بده سترګه نه ګوري او د هغه پر وړاندې کینه او تعصب نه لري؛ ځکه چې هغوی په اصل کې سره یو دي او ګډ هدف لري.
نبض:
هجرت رسول الله ﷺ؛ برای چه و با چه هدفی؟
داکتر الیاس مایار
ماه محرم، آغاز سال هجری اسلامی است؛ تقویمی که حضرت عمر فاروق رضیاللهعنه آن را بر بنیاد هجرت رسول الله ﷺ تعیین کرد. هجرت تنها انتقال از مکه به مدینه نبود، بلکه آغاز تطبیق عملی دعوت اسلامی، شکلگیری امت اسلامی و تأسیس نخستین دولت اسلامی بود.
هجرت رسول الله ﷺ برای بشریت، نویدبخش طلوع صبحی نو بود. رسالت پیامبران پیشین علیهمالسلام به اقوام خود اختصاص داشت، اما رسالت حضرت محمد ﷺ رسالتی جهانی است که تا روز قیامت استمرار دارد. از همینرو، یثرب به نخستین مرکز آن رسالت جهانی تبدیل شد؛ رسالتی که هدف آن، رهبری بشریت در سایهٔ شریعت اسلام بود.
هجرت، مرز میان دو مرحلهٔ رسالت نبوی است. در مکه، با وجود دعوت، مبارزهٔ فکری و آزار و اذیتهای سخت قریش، مسلمانان بر حق استوار ماندند. آنان شکنجه شدند، به شهادت رسیدند، در محاصرهٔ اقتصادی قرار گرفتند و حتی برای قتل رسول الله ﷺ توطئه چیده شد؛ اما آن حضرت ﷺ میفرمود: «صبرًا آل ياسر، فإن موعدكم الجنة» «ای خاندان یاسر! شکیبا باشید، زیرا وعدهگاه شما بهشت است.» در این مرحله، مسلمانان مستضعف بودند، اما هرگز از مسیر حق منحرف نشدند و با عزمی راسخ، راه خود را ادامه دادند.
هنگامی که در بیعت دوم عقبه، بزرگان یثرب نصرت و دفاع از رسول الله ﷺ را پذیرفتند، زمینهٔ هجرت فراهم شد. دولت اسلامی تأسیس گردید، مدینه به مرکز دولت اسلامی تبدیل شد و یثرب، به عنوان دولتشهرِرسول الله ﷺ، «مدینة الرسول» نام گرفت؛ شهری که در آن، وحی الهی همهٔ عرصههای زندگی را تنظیم میکرد. از همینجا دعوت جهانی اسلام آغاز شد و پیام اسلام، از طریق سیاست خارجی دولت اسلامی (دعوت و جهاد)، به مکه، سراسر شبهجزیرهٔ عربستان و سپس به فارس و روم رسید.
رسول الله ﷺ از روی ترس هجرت نکرد، بلکه هدف آن حضرت این بود که دعوت اسلامی را از مرحلهٔ فکری و سیاسی به مرحلهٔ حاکمیت عملی منتقل سازد. هنگامی که مکه برای تطبیق نظام اسلامی بستر مناسبی نبود، مدینه به سرزمین مناسبی برای تأسیس دولت اسلامی تبدیل شد.
بزرگترین درس هجرت، پایبندی به منهج نبوی است. رسول الله ﷺ به وعدهٔ الهی یقین کامل داشت و هرگز برخلاف طریقهٔ شرعیِ تعیینشده عمل نکرد. هنگامی که عباس بن عباده رضیاللهعنه پیشنهاد آغاز نبرد را مطرح کرد، رسول الله ﷺ فرمود: «لم نؤمر بذلك» «ما به چنین کاری مأمور نشدهایم.» یعنی برای تحقق تحول اسلامی، هم هدف و هم طریقه، باید مطابق شرع باشد.
از همینرو، هجرت به ما میآموزد که تحول اسلامی تنها بر منهج نبوت تحقق مییابد، نه از راه دموکراسی، ائتلافهای پارلمانی، سازشهای سکولار یا اقدامات مسلحانهٔ فاقد منهج.
امروز که امت اسلامی با ضعف، تفرقه و ناتوانی سیاسی روبهرو است، یاد هجرت نباید تنها به برگزاری مراسمی تاریخی محدود شود، بلکه باید دعوتی به نهضت، بیداری، عمل و مبارزه برای ایجاد تغییر باشد. هجرت به ما یادآوری میکند که عزت، سیادت و تطبیق کامل اسلام، تنها در پرتو وجود دولت راشدهای امکانپذیر است که بر منهج نبوت اقامه شده باشد. این، بزرگترین پیام هجرت و بنیادیترین راه برای احیای دوبارهٔ امت اسلامی است.
نبض:
د رسول الله ﷺ هجرت؛ د کومې موخې لپاره و؟
ډاکټر الیاس مایار
د محرم میاشت د اسلامي هجري کال پیل دی؛ هغه کالیزه چې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د رسول الله ﷺ د هجرت پر بنسټ وټاکله. هجرت یوازې له مکې څخه مدینې ته تګ نه و، بلکې د اسلامي دعوت د عملي تطبیق، د اسلامي امت د جوړېدو او د لومړي اسلامي دولت د تأسیس پیل و.
د رسول الله ﷺ هجرت د بشریت لپاره د نوي سهار زېری و. د پخوانیو انبیاوو علیهم السلام رسالتونه خپلو قومونو ته ځانګړي وو، خو د محمد ﷺ رسالت نړیوال او تر قیامته پورې دی. له همدې امله یثرب د هغه نړیوال رسالت لومړنی مرکز شو چې موخه یې د اسلامي شریعت تر سیوري لاندې د بشریت رهبري وه.
هجرت د نبوي رسالت د دوو پړاوونو ترمنځ د بدلون کرښه ده. په مکه کې د دعوت، فکري مبارزې او د قریشو له سختو ځورونو سره سره مسلمانان پر حق ټینګ پاتې شول. هغوی شکنجه شول، شهیدان شول، اقتصادي محاصره پرې وتپل شوه او آن د رسول الله ﷺ د قتل توطیه جوړه شوه، خو رسول الله ﷺ به فرمایل: «صبرًا آل ياسر، فإن موعدكم الجنة»؛ «ای د یاسر کورنۍ! صبر وکړئ، ځکه ستاسو وعده جنت دی.» په دې پړاو کې مسلمانان مستضعف وو، خو د حق له لارې وا نه وښتل او خپل مسير ته یې په پوره عزم سره ادامه ورکړه.
کله چې د عقبې په دویم بیعت کې د یثرب مشرانو د رسول الله ﷺ نصرت او دفاع ومنله، د هجرت زمینه برابره شوه. اسلامي دولت تأسیس شو، مدینه د اسلامي دولت مرکز وګرځېده، یثرب د رسول الله ﷺ د دولت شهر په توګه «مدينة الرسول» ونومول شو، چې وحی پکې د ژوند ټولې چارې تنظیمولې. له همدې ځایه د اسلام نړیوال دعوت پیل شو او مکه، ټوله عربي جزیره او بیا فارس او روم ته د اسلام پیغام د اسلامي دولت د بهرني سياست (دعوت او جهاد) له لارې ورسېد.
رسول الله ﷺ د وېرې له امله هجرت ونه کړ، بلکې موخه یې دا وه چې اسلامي دعوت د فکري او سياسي مرحلې څخه د عملي حاکمیت مرحلې ته انتقال کړي. کله چې مکه د اسلامي نظام د تطبیق لپاره مناسبه نه وه، مدینه د اسلامي دولت د جوړېدو لپاره مناسبه خاوره وګرځېده.
د هجرت تر ټولو ستر درس د نبوي منهج پابندي ده. رسول الله ﷺ پر الهي وعده بشپړ یقین درلود او هېڅکله یې د ټاکلې شرعي طریقې خلاف عمل ونه کړ. کله چې عباس بن عباده رضي الله عنه د جګړې وړاندیز وکړ، رسول الله ﷺ وفرمایل: «لم نؤمر بذلك»؛ «موږ ته د دې امر نه دی شوی.» یعنې د اسلامي بدلون لپاره هدف او طریقه دواړه باید د شرعې مطابق وي.
له همدې امله هجرت موږ ته دا را زده کوي چې اسلامي بدلون یوازې د نبوت پر منهج رامنځته کېږي، نه د ډیموکراسۍ، پارلماني ائتلافونو، سیکولري جوړجاړیو او یا هم بېمنهجه وسلهوالو کړنو له لارې.
نن چې امت له کمزورۍ، تفرقې او سیاسي بېوسۍ سره مخ دی، د هجرت یادونه باید یوازې محدود تاریخي مراسم نه وي، بلکې بلکې د نهضت، ويښتیا او بدلون لپاره د عمل او مبارزې بلنه وي. هجرت موږ ته را یادوي چې د امت عزت، سیادت او د اسلام بشپړ تطبیق یوازې د داسې راشده دولت په شتون کې شونی دی چې د نبوت پر منهج اقامه شوی وي. همدا د هجرت ستر پیغام او د اسلامي امت د بیا راژوندي کېدو بنسټیزه لاره ده.
ماه نامه بیداری؛ آغاز تاریخ امت
سال اسلامی با یک ماه خاص آغاز میشود…
ماه محرم؛ ماه خدا، ماه حرام، ماه هشدار.
در همین ماه بود، که حضرت عمر رضیاللهعنه
هجرت پیامبر را، آغاز تاریخ امت قرار داد.
نه تولد، نه پیروزی نظامی… بلکه هجرت.
هجرت از ظلمت به نور، از ضعف به قدرت، از پراکندگی به دولت.
#وحدتامت