دا د افغانستان د سرحدونو او قبایلو وزارت پخوانی سلاکار ملک ایوب زرین دی اوس مهال خیبر پښتونخوا کې اوسیږي پوښتنه دا ده چې هغه او ورسره وسله وال کسان څنګه په ازاد ډول فعالیت کوي د دوی وسلې او امکانات له کومه کېږي، پاکستان یې د کومې موخې لپاره ساتي!؟
مشر منظور پښتین یوازې یو نوم نه بلکې د پښتنو د ویښ شعور ملي یووالي او حق غوښتنې یو قوي سمبول دی هغه د ستونزو او فشارونو تر منځ هم پر خپل دریځ ولاړ پاتې شوی او د ډېرو پښتانو لپاره د زړورتیا استقامت او وطن پالنې قوي بېلګه ګڼل کېږي
مشر ته لوی او تندرست ژوند. 🌱❤️
د جلال اباد د جګړې یو بل پاکستانی برخوال!
محمدعلي سیف مشهور په بېرېسټر سیف د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مهم مشر او فعلا د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر دی، نوموړی هم د جلال اباد په جګړه کې جنګیدلی دی نور د ده له خولې واورئ.
جنرال حمیدګل د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ ترمنځ څلور ځله کابل ته راغلی او هر ځل د احمدشاه مسعود مېلمه و او مسعود به ورته ځانګړی احترام درلود؛ ویل کېږي د هغه د سفرونو پر مهال به د مسعود او حکمتیار ترمنځ اوربند هم کېده، څو حمیدګل ته زیان ونه رسېږي.
انسانیت هغه وخت لا ښکلی کېږي چې د قوم ژبې او پولې له قیدونو پورته شي مشر منظور پشتین په خپلو خبرو کې تل د انسان د عزت درد او حق یادونه کړې او کوي یې د ده شخصیت انسان ته دا پیغام په ویاړ او ستر جرات ورکړی چې تر هرې نظریې او هرې سیالۍ مخکې، انسان پاتې کېدل تر ټولو لوی ارزښت دی.