د شهید جمال الدین سره د خلیفه صاحب او شهید حافظ بدرالدین د وداع شیبې!
شهید جمال الدین په مېړانه، جرأت او زیرکتیا کې دده تر ظاهري عمره ډېر پوخ و
دې ويډیو کې شهید حافظ بدرالدین او خلیفه صیب له ده سره خدای پامانی کوي او هغه ماموریت ته روانيږي چې هغسې شرایطو کې یې ارادې هم ډېره مېړانه غوښته.
د داسې پيچلو عملیاتو لپاره د نفوذ او لارو چارو حیرانوونکې نقشې د شهید حافظ بدرالدین د نظامي او استخباراتي نبوغ ښکارندویي کوله.
شهید جمال الدین د هغه وخت د یوه بهرني مشر د ترور په نیت استول کيږي، خو هغه ورځ هدف شوې غونډې ته نوموړی نه حاضريږي او شهید جمال الدین نه بریالی کيږي.
لا هم دی همغسې د استشهاد ډګر ته بې قراره و تر هغه چې د خپل مدبر لارښود شهید حافظ بدرالدین سره یو ځای په ۲۰۱۲ کال کې د یرغلګرو ډرون برید کې شهید کړی شو.
دا عهدونه تر شهادت او یا نصرت نه ماتېږي.
شهید حافظ بدرالدین لسګونه استشهادیان داسې مغلقو او بریالیو عملیاتو ته چمتو او سوق کړي وو چې څرنګوالي یې دښمن حیران او سربداله کوه.
په همدې لړ کې یوځل شهید جمال الدین پوره یو کال د اربکیانو د هغې ډلې ظاهري ملګری شوی وو چې د بګرام هوايي اډې د کانټينرونو انتقالات او تنظیمات یې کول، دی د یوې طرحې په اساس نفوذي شو او بلاخره هوډ وو چې له بارود ډک کانټینر د چاودنې په موخه بګرام ته دننه کړي؛ خو هغه ماموریت یې هم د ځینو تاکتيکي ستونزو له کبله ترسره نه شو.
د شهید حافظ بدرالدین له نوم یادېدو سره دا وصف وصل وو چې ان شاالله دښمن هيڅ ځای کې مصئون نه دی ځکه شهید حافظ د دښمن هغه ريښو ته هم نفوذ او پرې برید کړی وو چې هغوی به فکر کوه هلته فوق العاده امنیتي او استخباراتي پوښښ لري.
دې ویډیو کې د عطف ټکی د ټولو پر شونډو مسکا او په څیرو کې د الهي لارې د ذوق موجونه دي، هغه استشهادیان به چې له الهي توکل وروسته د خلیفه صاحب له شخصیت او ویناو متاثره او د شهید حافظ بدرالدین پر مظبوطو تاکتیکونو ډاډه ول نو عجیب مطمین حالت به یې خپل کړی وو؛ او تل به یې د وداع شیبې د یو خوږ وصل هغسې ماحول درلود.
دا صحنه عجیبه ښکاري خو کله چې د عقیدې په لاره کې د واقعي مینې اوج ته ورسېږې دا درته ډېرې عادي برېښي.