هغه چا چې دا معصومه ګلالۍ نجلې وهلې او سترګه یې پرې ړنده کړې، باید پرې د حد مجازات تطبیق شي، تر څو د نورو لپاره د عبرت درس شي.
مدرسه کې استادي باید د هر ظلم او وحشت نه د معافیت او مصؤونیت په معنی نه اوسي
دا ښکلې ماشومه د تل لپاره معیوبه او ژوند یې تباه شو! عامل باید سخته سزا وویني، دا یوه کوچنۍ موضوع نده او نه باید په خدای حواله کړای شي چې “ خدای آسماني ټکه وغورځوله”
دا اسماني ټکه نه، بلکه د ظلم او وحشت نهایي انتهی ده!!!
مولوي صیب احمد جان بلال صیب!
۳۰زرو د کابل ښاریانو ته د ۳۰ میلیونه افغانیو په بودجه د اوبو رسولو پروژه افتتاح په خپل دست مبارک وکړه او د مجلس له ستیج نه اعلان کوې چې مصرف او بودجه یې هم یونیسف ورکړې.
نو پوښتنه دا ده: که بودیجه یې یونیسف ورکړې وي، افتتاح یې ولې تاسو کوئ؟
خو د پروژی افتتاح هم باید کوم سور انګریز وکړې ، تاسو ولې ځانونه اوته کړې د بل په خیرات کې لسټونې غوړه وئ ؟؟
رشتیا یو بل تشویش هم راته پیدا شو ، دا اوبه چې د انګریزانو یعنې یونیسیف په کومک برابرې شوې، ستاسو طالبانو اودس، لمونځ او تهجد به پرې صحیح وي که نه؟ 😂
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت نوې پرېکړه:
بهرني خبریالان او د بهرنیو رسنیو کارکوونکي باید له اسلاماباد، لاهور او کراچۍ بهر د راپور جوړولو لپاره د وزارت ځانګړې اجازه واخلي.
ټول بهرني خبریالان باید له وزارت سره ثبت شي او د فعالیت لپاره کلنی دایمي یا درې میاشتنی موقتي کارت ترلاسه کړي