د دروغو، جعلي خبرونو، قومي او سمتي اختلافونو او احساساتي تبلیغاتو له لارې د هېواد د بېثباته کولو هڅې نه ولس ته ګټه رسوي او نه هېواد ته. که ستونزه وي، په روښانه دلیل دې بیان شي او د حل لاره دې وړاندې شي.
«که امن مو ترلاسه کړی وي، اوس باید له امن څخه د آبادۍ لپاره کار واخلو؛ که واحده اداره لرو، باید د ادارې له ظرفیت څخه د اقتصاد، تعلیم، عدالت او عامه خدمتونو د پیاوړتیا لپاره استفاده وکړو. د هېواد جوړول یوازې د حکومت دنده نه ده، ولس هم باید خپله ونډه ادا کړي.»
دا هم بل ښه خبر
د متحده عربي اماراتو د HHM Global Industry Group شرکت له لوري د سالنګ دویم تونل او درملو تولیدي فابریکې جوړولو په برخه کي د پانګوني لیوالتیا ښودلې چي د پانګوني کمیټې لخوا يې هرکلی وسو او ډاډ ورکړل سو، چين اړوند وزارتونه او ادارې ورسره پوره همکارۍ ته چمتو دي.