Signal codes that are used in surgeries | medico family #shorts#doctor#surgerytips#surgeonlife
The content used in this video is intended for educational and entertainment purposes only.
د قراردادونو ناکامي؛ د ولس پر زخم مالګه!
په تېر یو کال کې مو ولیدل چې زیات شمېر دولتي قراردادونه یا نیمګړي پاتې دي، یا یې کارونه له اصله خراب کړي دي. د سالنګ سړک چې ملي حیاتي لاره ده، تېر کال پرې کار وشو، خو اوس بېرته پرې پرې شوی، او لار له هر پلوه خرابه ده. دا چاره نه یوازې ولس ته ستونزې جوړوي، بلکې د نظام باور ته هم صدمه رسوي.
همداراز د کندهار کابل سړک هم له همدې برخلیک سره مخ دی.
همداراز ډیمونه هم د دې برخلیک سره مخ شوي دي.
د امارت اسلامي لپاره دا یوه مهمه ازموینه ده. که د خیانت دا لړۍ دوام وکړي، ولس به نه یوازې له نظام نه مایوسه شي، بلکې د اصلاح فرصتونه به هم له منځه ولاړ شي. نو له هر چارواکي، مسؤل، او د قرارداد مسؤلینو نه غوښتنه کوو چې د الله (ج) د قهر نه ووېریږي، د ولس مال ته د امانت په سترګه وګوري، او هر قرارداد دې د ولس د رضایت لپاره وي، نه د شخصي ګټې لپاره.