د ملګرو فراق رښتيا هم ډير سخت وي:
کله چې عمر فاروق رضی الله عنه د خالد بن ولید رضی الله عنه له وفات څ��ه خبر شو، يو کونج کې ودرېد او ژړل یې؛ وايي دوی لاړل او زه يې پريښودم.نحن نقص عليک ص ۱۹
علي بن عاصم رحمه الله وايي:
که چیرته د امام ابوحنيفة رحمه الله علم د ټولو همزولو له علم سره وتلل شي، د امام صاحب علم ترې دروند او زیات دی.
سير أعلام النبلاء ص 406
ژوند له ﷲ سره
حافظ ابن حجر رحمه الله وایي:
"فتنې هغه کس ته زیان نه رسوي چي له الله سره رښتینی وي.
ځکه الله تعالی خپلو دوستانو ته له بلاؤ/فتنو څخه د وتلو لاري برابروي".
[فتح الباري - (483/6)].