ستاسې پام دې وي!
کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، نړیوالو او د سیمې هېوادونو ویل چې باید پنځه کاله انتظار وکړو چې وګورو دا نظام د حکومتولۍ، امنیت او نړیوال تعامل وړتیا لري او که نه؟
نن د روسیې له لوري د نشهیي توکو پر ضد د امارت د مبارزې ستاینه، د بروکسل سفر، له اروپا سره خبرې، او له ایران، هند او د سیمې له نورو هېوادونو سره د اړیکو او سوداګرۍ پراخېدل ټول د همدې ازموینې پایله ده.
نړۍ اوس د افغانستان له موجود واقعیت سره تعامل کوي، ځکه په عمل کې یې ولیدل چې اسلامي امارت د ثبات، امنیت او سیمهییزو اړیکو په برخه کې خپل ظرفیت ثابت کړی دی. همدا لامل دی چې د تعامل او همکارۍ دا بهیر ورځ تر بلې چټکېږي.
پاکستان حماقت کوي چې له مونږ سره د تقابل سیاست خپلوي. باور وکړئ، دوی د افغانستان د ظرفیتونو او نفوذ په اړه ناسم اټکل لري. د دې غاصب نظام ړنګول مونږ ته بیخي وړه خبره ده. حقیقت دا دی چې مونږ د پاکستان په هر ښار او کلي کې دومره فکري او عقیدوي نفوذ لرو چې د دوی ظالم پوځ یې سلمه برخه هم نه لري. خو مونږ تر اوسه خپل ټول تمرکز د افغانستان پر ابادۍ او پرمختګ ساتلی دی. لومړی به کابل په هر ډګر کې سیال او قوي کړو، بیا به اسلام برباد په اسلام اباد بدلوو. باذن الله.
د چین سره هم د نظامي تجهیزاتو په اړه مهمې خبرې شوي او هڅه کوو چې په ارزانه بیه، خو په لوړه ټکنالوژۍ سمبال او خورا اغېزناک تجهیزات ترې ترلاسه کړو. ایران هم خپله بشپړه امادګي ښودلې؛ د رسمیت پېژندنې له بهیر سره سم به د نظامي صنعت په برخه کې مهم او ستر تړونونه ورسره وشي.
غلي نه کښېنو، د خپل امنیت او دفاع لپاره هره ممکنه لاره کاروو. تر هغه چې دښمن ته په پیالو کې زهر ورنکړو ارام نه کینو، ځکه که مونږ یې پرېږدو، هغوی به مونږ پرېنږدي. د وخت غوښتنه دا ده چې ځان باید د هر ډول ګواښ پر وړاندې لا پیاوړی کړو.