ایا موږ خپلواک او آزاد یو؟
رښتینې خپلواکي یوازې د بهرني اشغال نشتوالی نه دی، تر څو چې زموږ په هېواد کې بې علمي، فقر، پر بهرنیو مرستو مالي تکیه، جهالت، بېوزلي او ناامني له منځه نه وي تللې، موږ په رښتینې مانا آزاد نه یو. د رښتینې خپلواکۍ لپاره زموږ مبارزه لا پای ته نه ده رسېدلې.
که زه په افغانستان کې لویه سوی وای او د پښتو او دري په لیکدود مې بشپړ مهارت ترلاسه کړی وای، نو قسم په الله چې داسې اغېزناکې لیکنې به مې کړې وای چې د هېواد سترو شخصیتونو به زما د اثارو په لیوالتیا سره انتظار کاوه. ځکه چې یو ستر لیکوال لومړی یو کلک دریځ، ژور فکر، احساس او پراخه پوهه لري او بیا دا هر څه د خپلو خبرو او لیکنو له لارې بیانوي او خپروي.
زما لیکنې هم په حقیقت کې یوازې زما د ذهن او زړه څرګندونې دي. نه پوهېږم چې زما په څېر څومره نجونې او ښځې به دا مهال په ګران افغانستان کې له دې فن او د داسي نور ډیرو استعدادونه څخه بې برخې پاته وي.