در این کلید مختصر یک بخش از عوامل سقوط جمهوریت و جریان پروسه دوحه توسط فعالیت گمراه کننده زلمی خلیلزاد و ممالک همسایه که سبب برهم زدن اجماع سیاسی گردید و در نتیجه موقف های متزلزل و متناقض سیاسیون و عدم همکاری ایشان به ریس جمهور غنی بابا منجر به سقوط جمهوریت و سبوتاژ پروسه صلح گردید.
❤️🇦🇫❤️
محب الله شاکر: داسې آزاده مسلماني او آزاد اسلام چې پاکستان کې دی، بل هېڅ ځای کې نشته دی
پر افغانستان د پاکستان له هوايي بريدونو او د ملي حاکمیت له نقض وروسته، پر ټولنيزو شبکو پېښور کې د طالبانو د کونسل محب الله شاکر دغه پخوانۍ څرګندونې رامخې ته شوې دي.
د نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان - طالبانو د ژورو نږدې اړيکو يو څرګند مثال بلل کېږي.
نوموړی چې برحاله طالب ډيپلومات دی په دې مرکه کې ويلي و، د پاکستان حکمرانان پخپله د خلکو له خوا په انتخاباتو مقررېږي او د دغه ملک پر وړاندې درېدل کفر دی.
هغه ویلي چې افغانستان کې یې ځکه د جمهوریت پر ضد جګړه کوله، چې کافر و.
هغه وايي داسې آزاده مسلماني، آزاد اسلام او د خلکو په خوښه راغلي واکمن چې پاکستان لري، بل هېڅ ځای کې نشته دي.
محب الله شاکر یو ځل پخوا هم د قسم په کولو سره ویلي دي، پاکستان سره چې کومه مینه لري بل هېڅ څه شي سره یې نه لري.
#ABN #Afghanistan #Pakistan #Taliban #Peshawar #AfghanPolitics #RegionalSecurity