شیخ هبة الله اخندزاده صیب — د نجونو په تعلیم د بندیز ستاسې حکم که شرعي وای «امر ثاني» مو ولې باله؟؟
نژدې پنځه کاله وشول چې د افغانستان نجونې مو له هېڅ ډول شرعي فتوا پرته په خپله شخصي غوښتنه تر امر ثاني پورې له مشروع تعلیم نه بې برخې کړې دي. ستاسې «امر ثاني» هیڅ ډول شرعي او قانوني بنسټ نه لري. ولې ملت ، طالب او غیر طالب خواستونه تاسو د توت هومره ارزښت نه لري؟؟ خو د خدای (ج) له قهره ووېرېږه چې یا خپله فیصله بېرته واخله او یا ورته استفتا وغواړه چې د افغانستان او د نړۍ علما ستاسې دغه بندیز د دین او شرعي احکامو په رڼا کې وڅېړي.
تاسې له شرعي فتوا، د قرآن، احادیثو د احکامو په مغایرت، د علماوو د اجماع په خلاف په وچ زور د مظلومو افغانانو او زموږ له بچیانو نه خدای ورکړی حق اخیستی دی. امت، ملت، ولس – هرڅه چې ورته وایاست نوره ستاسې چوپتیا نه شي زغملی. یا د خپلې پرېکړې شرعي دلایل ووایه او یا پخپله له علماوو استفتا وغواړه.
ستاسې حکم که شرعي وای «امر ثاني» مو ولې باله؛
ستاسې حکم که شرعي وای، ویاند مو ذبیح الله مجاهد ولې د مناسب چاپېریال تر جوړولو پورې د موقتې بندېدنې ژمنې خلکو ته ورکولې؛
ستاسې حکم که شرعي وای ولې مو د خپلې کابینې غړي یو وار نه، څو ځله مخې ته درېدل؛
ستاسې حکم که شرعي وای ولې درنه له امریکاییانو سره د خبرو په وخت کې د امارت ژبه او خوله – یعنې شېرمحمد عباس ستانکزی په خواشینۍ پردي وطن کې ژوند غوره کاوه؛
او تر ټولو مهم ستاسې حکم که شرعي وای د امت او ملت فاصله له تاسې نه ولې ورځ په ورځ ډېرېدیږې ؟
ستاسې دغې پرېکړې د افغان ولس لوڼې مجبورې کړې دي چې د زده کړو او تعلیم له پاره د کفري او اسلامي هېوادونو په ګډون د هرچا دروازې وټکوي – ځکه چې د یو شیخ صاحب په طبیعت برابره نه ده چې خپل وطن کې ښوونځي ولري.
لنډه دا چې یا دې د نجونو د تعلیم د بندولو له پاره شرعي او فقهي دلایل راوړه، یا له نورو علماوو نه استفتا وغواړه او یا ترې لاس واخله او د تعلیم دروازه پرانیزه.
بله لار نه شته شیخ صاحب. ولس داسې نا روښانه حالت زغملی نه شي. ستاسې خپل وزیران درنه خفه دي، خپل طالبان درنه خفه دي ، ملت تر اخره حده مایوسه او ته دومره سر زوری یې چې نه د بنده خبره منې او نه د خدای (ج)؛ نه د خپلو ملګرو او نه د نورو اسلامي علماوو، اخر ولې ؟؟
وپوهېږه شیخ صاحب چې کبر زوال لري او د نجونو تعلیم بندیز افغان او افغانستان په معنوې لحاظ د نړیوالو له سیالۍ او پرمختګ نه پیړۍ پیړۍ شا تګ ته مجبوره ول دې .
له پاکستانه پرته هیڅوک په افغان نجونو بندیز نه غواړې ، اوس خو به پوه شوی یی چې د نجونو په تعلیم بندیز د چا خواهش کیدی شي چې ستا لخوا د امر ثانی په نوم او بهانه عملې کیږې .
دا څوک چې اشرف غني ته فراري وايي لږ دې مهرباني وکړي چې د اشرارو او د تیر ځل طالبانو دور کې ولې اشرارو او طالبانو مقاومت ونکړ او ټول وتشتیدل تاجکستان او پاکستان ته؟
ایا هغه فرار نه وو او د غني فرار، فرار دی؟
ولې د عقل څخه کار نه آخلو
لږ په ځان راشئ ددې ببولالو نه خدا که څه جوړسي.
د عام ولس او مسؤلینو د پام وړ!
دا چې تازه په افغانستان کې یو ځلې بیا د ايپسټن سیاسي پروژه (د پولیو واکسین) پیل شوی دی، نو عام ولس ته په کار ده چې په خپلو اولادونو رحم وکړي او د یاد واکسین له ورکولو یې وساتي. پولیو واکسین چې د OPV (یو نیم ژواندي ویروس) په توګه بدن ته داخلېږي؛ له څه مودې وروسته خپله د فلج په پېښه اوړي. یانې "نیمه ویروس" مانا دا چې؛ په هرو سلو کسانو کې بېرته په یوه ماشوم را ژوندۍ کېږي او په سیمه کې د فلج پېښه را منځته کوي. همدا دلیل دی چې په افغانستان کې د پولیو په نوم دا را صادر شوې او نا شناخته ناروغي نه ختمېږي.
دولتي مسؤلین هم باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او یوازې د پیسو ګټلو په نوم دې غربي او استخباراتي پلیدې پروژې ته مشروعیت او برئت ورنکړي. باید درک کړو چې عامو خلکو ته د کار موندلو لپاره سل او زر لارې نورې هم شته؛ چې هم مشروع، هم محفوظې او هم تلپاتې دي.