د فساد فکر مې نشته، خدای حاضر دی
خپل ساعت به تېروم، عمر اخر دی
اطاعت د اُولوالامر ځکه نه کړم
خليفه د زمانې، په زړهٔ کافر دی
پلار يې وواژه په بند، وروڼه په توره
په ازار د مؤمنانو بهادر دی
د اِبليس غوندې مکرونه يې په زړهٔ کې
په فریب کې تر اِبليسه لا ماهِر دی
په باطِن يې ودانۍ ته نظر نشته
په ظاهر که ودانۍ وته ناظر دی
د چا زړهٔ به ځنې روغ په دنيا نه وي
د خوشال خټک چې چاود ځنې خاطر دی
خوشال بابا