د پاکستان کورنیو چارو وزیر، د دې هېواد پر اوسني حکومتي جوړښت توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې پر پاکستان واکمن نظام نور شړېدلی او اړتیا ده چې د ټولو ګوندونو د یوې اجماع له لارې اصلاحات په کې راوستل شي.
محسن نقوی پنجشبه یوې ناستې ته خبرو کې ویلي: « دا نظام چې موږ په کې ژوند کوو، که یې منی یا یې نه منی، نور شړېدلی دی.»
نقوي له ټولو سیاسي ګوندونو غوښتي چې اختلافونه پرېږدي او د نظام د اصلاح لپاره سره یو شي.
هغه د پاکستان پر اقتصادي وضعیت هم نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې اوسنی مالي نظام نور د دوام وړ نه دی.
#شمشادنیوز #shamshadnews