هغه خلګ چي زما څخه د جنرال رازق په خاطر خفه دي، هغوی د کندهار په هغو زرګونو ځوانانو خوا نه بدوي چي همدغه بېسواده جنرال په تېره شل کلنه دوره کي په ډېره بې رحمي سره وژل او بیا يې جسدونه په رېګو کي غورځول. ځکه دوی فکر کوي چي یوازي جنرال رازق مور، خور، ورور، فامیل او قوم لري، دا نور انسانان د کاڼو او بوټو څخه پیدا سوي.
جنرال رازق او د هغه وحشي افرادو په جمهوري نظام کي د محاکیمو او څارنوالۍ په بې خبرۍ کي په لسګونو زره بې ګناه او بې دفاع ځوانان د ښار او ولسوالیو څخه په تورو سیښو فلډرانو کي پورته کړل او په مرکوني شکنجو یې ووژل او بیا به یې جسدونه د کندهار په دښتو او رېګو کي وحشي سپیو ته ورغورځول خو هیڅکله یې حکومت، څارنوالي او قضایې ارګانونه په جریان کي ندي اچولي.
د هغو کورنیو ځوانان چي د جنرال رازق پلاس اختطاف سوي او تر ننه پوري ورک دي هغوی تراوسه پوري د کور دروازو ته سترګي نیولي چي ګڼي نن به راسي او سبا به راسي. بنأء د جنرال رازق خواخوږي دي یوار د انسانیت او افغانیت په پار خپل ګرېوان ته سر ورکښته کړی چي ایا دا کوم انسانیت ایجابوي چي یوار یو بې کناه انسان پداسي وحشت ووژنه او بیا يې جسد په رېګو کي وحشي سپیو او لېوانو ته ور وغورځوه؟
ایا جنرال رازق ددغو ځوانانو جسدونه ولي خپلو کورنیو ته نه تسلیمول، ترڅو حداقل جنازه او فاتحه خو یې کړې وای او امید یې ترې قطعه سوی وای؟
ایا تاسي دا حقیقت ولي نه منی، چي جنرال رازق د خرکار د زامنو یو کرايي قاتل ؤ او د خرکار زامنو په جنوب غرب حوزه کي هره سیاسي او اقتصادي موانع او منتقدین ددغه وحشي قاتل په زور له منځه وړل؟
تاسي یقین وکړﺉ چي په جمهوریت کي د کندهار د رېګو او صحراو وحشي سپي او لېوان د کندهار د ځوانانو په غوښو ماړه سول او د لوږي احساس يې نه کاوه، ځکه د جنرال رازق وحشیانو هره ورځ لسګونه مړه ځوانان ور غورځول.
جنرال رازق او د خرکار زامن نه یوازي د انسانیت باغيان وه، بلکه د جمهوریت قانون یې هم نه منی او د خپل امیر د امر څخه یې هم سرغړونه کول. ځکه د خرکار زامنو او جنرال رازق په جنوب غرب حوزه کي خپل ځانته یوه مشترکه پادشاهي جوړه کړې وه چي د مرکزي حکومت هیڅ امر یې نه مانه او نه یې زور پرې رسېده.
دلته په لوی کندهار کي ددغو کړیو لخوا د مرکزي حکومت خلاف یو ډول موازي حکومت اعلان سوی ؤ او دلته چارواکو، محاکیمو او ولایتي شورا هره فیصله د زورواکو په ګټه کول او د غریب ملت رایي ته چا د یوه توت اهمیت نه ورکاوه. ځکه صرف دوی وه چي دولتي ارګانونه او ټولي رسمي ادارې يې شخصي کړي وې او ملي عواید د دولت د خزانې پر ځای ددوی کورنیو ته ورتلل، مځکي هم ددوی لخوا غصبېدلې، قانون هم دوی ماتاوه او خپل سري مرموزي وژني او ترورونه هم دوی د خپل ځان حق او صلاحیت باله. هره ورځ په ښار او ولسوالیو کي د لسګونو کم سنه هلکانو اختطاف هم ددوی حق ؤ چي باید جنسي غریزې يې پرې سړې کړي وای. په عینو مینه کي د خلګو د ښځو د مخونو لڅول، د قران پاک د حافظانو تښتول او پر هغوی جنسي تېری هم دوی د خپل ځان حق باله.
د عینو میني په رهایشي سیمه کي د موټربمونو او چسپکي بمونو جوړول، په دوه نیم کاله کي ١٣ چادوني او د خلګو د سلګونو کورونه ورانول هم ددوی حق ؤ او نه چا پوښتنه ترې کولای سوای چي ایا دا ولي؟
په هر صورت د جمهوریت د شل کلنو د ناخوالو یادونه په یوه پوست کي ناممکنه ده، خو دومره ضرور وایم چي دا به د اوسني نظام او بعضو علماو د شریعت سره غفلت او ناځو��ني وي چي ددې ملت سره د خرکار زامنو دومره خیانت او جفاوي وکړلې، خو دوی بیا هم په عینو مینه کي د محمود کرزي خاین پر شاوخوا ګرځي راګرځي او بعضي يې ان حمایت هم کوي. بنأء دوی دي مهرباني وکړي اول دي الله پاک ته مخه کړي او بیا دي ددغو سلګونو زرو شهداو وینو ته وګوري چي په تېرو شلو کلنو کي ددوی د جفاو او ��فلت په وجه توی سولې او دا وطن يې هم د خپلو او هم یې د نړیوالو لنډغرو تر پښو وکښی، ٩٥ سلنه زندانونه یې د پښتنو ډک او مرګوني شکنجه کړل.
هیله کوم لږ ددغو ناخوالو په اړه د ځانه سره قضاوت پرې وکړﺉ او بیا ددغو خاینانو پر دسترخوانو باندي وریجي او غوښي وخورﺉ.
درنښت: محمد شریفي
په قبایلي سیمو کي د عملیاتو تور پلانونه!
په پښتونخوا کي د پاکستاني پوځ پر مرکزونو روان بریدونه زرګري او جعلي دي. په بله مانا، دا بریدونه خپله د پاکستاني ستراتيژیستانو له لوري پلان سوي، او ممکن په راتلونکو ورځو کي، دې ته ورته نور هم عملي سي. دوی غواړي په قبایلي سیمو کي د عزم استحکام په نوم د خپلو نویو اعلان کړیو عملیاتو د ترسره کېدو لپاره یو ”نرېټيف“ جوړ او عام کړي. یعني هڅه کوي چي هلته خپله مداخله او عملیات خلکو ته یو اشد ضرورت وښيي.
کله چي ”افغانستان“ سقوط سوی نه و، د ټي ټي پي ټوله جنګیالي په پښتنونخوا او قبایلي سیمو کي مېشت وه. خو هغه وخت د پاکستان پوځ د دوی پر ضد عملیات نه ترسره کول. اما اوس چي دوی خپله دا ادعا کوي او وايي، ”د ټي ټي پي جنګیالیو په افغانستان کي پناه اخیستې او له هغه ځایه پر موږ بریدونه کوي“. نو بیا څنګه او په کوم دلیل په قبایلي سیمو کي عملیات کیږي؟ د دوی په وینا، ”ټي ټي پي خو په افغانستان کي ده“ حتا که په قبایلي سیمو کي اوس هم شتون هم ولري، نو شمېر به یې ډېر کم وي. یعني ددې وړ به نه وي چي پر ضد یې دومره لوی عملیات پلان سي. بیا څنګه یو وخت د ټولي ډلي پر ضد عملیات نه کېدل، خو اوس د ډېر کم شمېر جنګیالیو پر ضد عملیات پلانیږي؟ ولي؟ دا ځکه چي اص��ي مسله دا نه ده.
اصلاً، مسله تر هغي کچي هم ډېره خطرناکه ده چي خلک یې فکر کوي. ددې عملیاتو په اړه د پښتنو ترمنځ تر ډېره یوازي دا معمول ذهنیت موجود دی چي ګویا د پاکستان اقتصاد خراب سوی، اوس غواړي له دې لاري، ځان نړۍ ته د ترهګرۍ قرباني وښيي او په دې توګه د مرستي په نوم ډالري کڅوړي ترلاسه او بیا بیرته له قبایلو را ووځي. خو کیسه یوازي دومره ��ه ده. هو، دا هم ددې قضیې یوه برخه ده، اما یوازنۍ برخه یا موخه نه ده. یا په بله اصطلاح، دا یوازي د پاکستان موخه ده، او تر ډېره حده د دې لويي لوبي یو فرعي اړخ دی. اصلاً له دې عملیاتو اصلي او ستراتيژیکي موخي د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې دي چي غواړي په وزیرستان کي ”د نړیوالي ترهګرۍ ضد مرکز“ په نامه یوه نظامي اډه جوړه او پر اساس یې په سېمه کي خپلي ستراټيژیکي ګټي وساتي. په دې اړه پخوا څو نښي منځته راغلي چي تر ټولو تازه او وروستۍ هغه یې، په تېره جون میاشت کي د امريکا او پاکستان ګډ پوځي تمرینات وه، چي د ترهګرۍ ضد جګړې او تحرکاتو پر وړاندي د پوځي وړتياوو لوړولو په نامه ��ې ترسره کړل. بله نښه، قبایلي سیمو ته د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مائیکل کوریلا راتګ او هلته څېړني وې، چي د روان کال په مې میاشت کي، یعني دوه میاشتي وړاندي یې ترسره کړې. تر دې لا مخکي، د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کي هم د امریکا یو لوړ پوړي پوځي پلاوي د ډيورنډ کرښي په ا��ږدو کي پرتو سیمو څخه لیدنه وکړه.
که څه هم د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، ویل کیږي په سیمه کي ددې هیواد استخباراتي څار او حضور د پخوا پر پرتله څو چنده زیات سوی، خو ددې سربېره هم امریکايي چارواکي د خپل فزیکي نه شتون له کبله ډاډه نه ښکاري او وېره لري چي د دې تشې څخه په استفادې به په سیمه کي د امریکا دوه ستر سیالان، روسیه او چین د خپل نفوذ د پراخېدو هڅي وکړي.
ددې هر څه د رامنځته کېدو لپاره څو پړاوونه دي چي یو یو به یې ترسره کیږي. په لومړي پړاو کي ممکن د پاکستان پوځ د ټي ټي پي سره په جګړه کي د ماتې یو تمثل وکړي او ډېر ژر بیرته راوګرځي. سیمه به په بشپړه ت��ګه ټي ټي ټي او ملګرو ډلو ته یې پرېږدي. دا هغه پړاو دی چي پر قبایلي او ځينو نورو سیمو به د اسلامي نظام تر نامه لاندي یو حکومت اعلانیږي، او په ډيري تیزۍ سره به په یادو سیمو کي په یو شمېر پلان سویو کړنو لاس پوري کوي، چي یوه یې د ملتپالني د هغو بوټو کښل دي چي په تېرو څو کلونو تازه په دې سیمو کي را زرغونه سوي دي. د پاکستان له موخو یوه همدا ده. دا به په حقیقت کي پر پښتونخوا او په ځانګړې توګه قبایلي سیمو باندي یو تیاره پېر وي چي تیریږي، او اغېرې به یې تر ډېره پاتي وي.
تر دې وروسته به په دوهم پړاو کي د امریکا په مستقیم ملاتړ د پاکستان پوځ د قبایلي سیمو څخه د ”دهشتګردو“ د شړلو اصلي عملیات پیلوي، او هغوی به شړي او لمنځه وړي، خو ځای به یي ”د نړیوالي ترهګرۍ ضد مرکز“ په نوم د امریکا یوې نظامي اډې ته پرېږدي.
په هر صورت، پر لر وطن د توقع خلاف، سخت او ډېر بد حالات راتلونکي دي. سړی چي د پښتنو فعلي برباد او کمزوري وضعیت ته ګوري، له ډاره یې د ځان سره هم نه سي تحلیلولی. ځکه د دوی اوسني پاشلي او تقسیم وجود ته په کتو، ډېر واضح ښکاري چي د دې لوبي مخنیوی نه سي کولی او حتمي ده چي قرباني کیږي به. بله خبره دا ده چي، ددې هر څه د بریالي ترسره کېدو لپاره، د پاکستان ریاست بیا بیا هڅه کوي چي منظور پښتین او په ټوله کي پښتانه بوخت وساتي او پرېنږدي چي تمرکز یې یوازي د
نن په قطر کي د افغانستان
اسلامي امارت او د نړیوالو تر منځ د غونډي د تالار مخته دغه خزندې ولاړې وي، او شعار یې دا ورکاوو چي موږ د افغانانو نمائندګۍ کوو.
دا چي نړۍ او افغانانو ټول پیژندلي دي خو راشئ ددې بې فرهنګو، سپکو، خائنانو، لوچګانو او وطن فروشانو پرونۍ څیره هم ننداره کړئ.