ددې ورځې درد به ښايي تر مرګه هېر نه کړم...
ګران امیره! ته بختور وې، ځکه د حق او وفادارۍ پر هغه لار ولاړې چې تلپاتې عزت لري.
ستا تشه به تل زموږ په زړونو کې محسوسېږي، خو ستا فکر، قرباني او میړانه به ژوندۍ وي.
د حاکمانو د بریا او نظام د ثبات لپاره اړینه ده چې د علماوو مجلسونو ته ورشي، د هغوی مشورې واوري او عملي یه کړي، او په مقابل کې علماوو ته لازمه ده چې د ټولنې د خیر، عدالت او سلامتیا په خاطر خپلو حاکمانو ته نېکي لارښوونې ورکړي او دوی د هر ډول تېروتنې او ناسمې لارې څخه وساتي.