د افغاستان د ا ا د لوړپوړو چارواکو د پام وړ!
د کندهار پر سپین بولدک، د هلمند پر بهرامچه، پر تورخم او غلام خان بندر باندي د تجارتي قاچاقي توکو د اړولو او رااړولو لوی نقص هیواد ته دادی چي پخوا به په رسمي توګه ددې تجارتي امولو محصول او عواید و ګمرکاتو او د افغانستان و بیت المال ته تلل، ترڅو د هیواد زېربناوي پرې ورغوي او یا هم د مامورینو د تنخواو اداینه پرې وکړي، خو له بده مرغه اوس یې ګټه د یوڅو قاچاقبرو او مفسدو سرحدي چارواکو و جېبونو ته ځي او بیت المال یې د ګټي څخه مطلق محرومه سوی دﺉ.
دوهم دا چي هغه درمل چي به پخوا په رسمي توګه راواریدېدل هغه به د هییتانو لخوا تجزيې ته تلل او خراب جنس بيرته مستردېدﺉ او يا به هم سوځول کېدی اوس ټوله بې کیفیته توکي قاچاقي را روان دي هیڅوک نه سم ګوري او نه هم خراب. بیه یې هم تر پخوا درې برابره لوده ده او ملت یې واخیست پرې تبا یې کړ.
ببنأء هیله مو داده چي لوړپوړي چارواکي و دغي ستونزي ته متوجه سي، د قاجاقبرو او مفسدو سرحدي چاراکو لاسونه ددې فساد څخه را لنډ کړي.