ورور یوازې د وینې اړیکه نه ده، بلکې د ژوند په سختو او اسانو شیبو کې تر ټولو قوي ملګری وي. هغه څوک چې د خپل ورور قدر کوي، د کورنۍ د مینې، یووالي او باور بنسټ پیاوړی ساتي. که د نظر اختلاف هم وي، احترام، بخښنه او مینه باید تل له هر څه مخکې وي
د امت تر مینځ خپلمنځي اړيکي مو ارمان دی خو ....
دا مو لوی ارمان دی چې د امت تر مینځ خپلمنځي اړیکې، تګ راتګ، تجارت، ودونه او ښيښې، د اسلامي خاورو په ګوټ ګوټ کې ژوند کول او داسې نور لپاره زمینه مساعده وي، خو ددې لپاره لمړی سیاسی شرایط برابرول پکار دي.
زمونږ له نظره ددې هرڅه شرایط برابرول د خلافت د قیام په مانا ده چې هغه به دارالاسلام او دار الکفر تعریف کړی، تابعیت به ددين پر اساس وي نه د ملت، امان به د اسلام وی، اسلامی شریعت به حاکم وي، او د مسلمانانو تر مینځ به د پاسپورت او ویزو دا تماشه او داسې نور نه وي.
اوس نو چین هیواد تاسو په نظر کې ونیسی، که څه هم هغوی سره یوڅه دیپلوماتیک او سوداګریزې اړيکې شته خو هغوی تر اوسه افغانستان په رسمیت نه پېژني، له امارت څخه د ایغور مجاهدینو ځپل او تسليمول غواړي. له چین سره په حقوقی مسایلو کې لازم تړونونه لکه د استرداد تړون نشته. د افغانستان خلکو ته ډېر په سختي او څو زرو ډالرو پر وړاندې ویزه ورکوي چې په هغه کې سیاحتی یا اقامتی ویزه نشته، سیاسی، تجارتي او تحصیلي ویزې دی. يانې عامو وکړو تګ راتګ ناممکن دي.
له ټولو مهمه خبره داده چې په چین کې پر مسلمانانو او په تېره بیا پر اویغورانو ډېر سخت بندیزونه لګول شوي دي. داسې ظلمونه ورباندې کیږي چې مسلمانانو یې خپل تاريخ کې څاري نه دي لېدلی. لکه په کمپونو کې د ځوانانو ساتل تر څو له خپل اسلامی هویت واوړي او کمونیستی مفکوره خپل کړي، په روژه کې په زوره خواړه ورکول، د جوماتونو ړنګول او رقص خانو ته يې بدلول، په کمپونو کې د مسلمانو ښځو عفت ماتول، له تورنو کورنیو ماشومان بېلول او په کمونیستی مکتبونو کې لویول، د عربی قرآن پر ځای چينايي قرآنکریم ترویج کول او داسې نور چې تفصیل او شواهد يې پرېمانه دي.
په داسې شرایط کې د یوې افغانې مسلمانې پيغلې واده د یو چينايي سره هيڅ مناسبه نه ده. پر هيڅ يو چينايي وګړي اعتماد نشي کېدای، ډېر امکان یې شته چې دا یوه پروژه وي چې وروسته به افشا شي.
پاکستان کې هم څو کاله وړاندې همداسې د چینایانو سره د پاکستانی پیغلو د ودونو لړی پیل شو. څه دپاسه ٦٠٠ داسې ودونه وشول. وروسته مالوم شو چې دا چینایان به همدغه مسلمانې ښځې د خپل ميرمن په حیث چین ته بوول او وروسته یې فحشا ته اړ کول. کله چې له همدې ښځو له خوا شکایتونه پورته شول د پاکستان دولت پردې مسئلې خاوره واچول ترڅو د پاکستان او چین دوستانه اړیکو ته ضربه ونه رسیږی. دا مسئله تراوسه همداسې پاته ده.
نو دا هرڅه په پام کې نیولو سره باید ددې لړی مخه ونیول شي که نه یو ورځ به داسي مرداري را مینځ ته شي چې راتلونکی نسلونه به يې هم نشي پاکولی.
فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ
پاکستان سره د لارو/سوداګرۍ بندولو اساسي هدف دا وو چې نور باید سوداګریزې لارې د سیاسي فشار وسیله نشي او اقتصاد پرېږدي چې خپلو اصولو مطابق وغوړېږي.
اوس باید وکتل شي چې فشار په خپل ځای دی که ځای یې قاچاق نیولی؟
که ځای ناستی یې قاچاق وي نو موږ د ستونزې حل پرځای یې پېچلتیا خوا روان یو
ولې افغانستان فقير،بېوزلی،وروسته پاته او په عذابونو کې ګير دئ؟
پهدې سوال بايد هر افغان فکر وکړي او ددې ستونزې حل پيدا کړي.
زما په نظر دا ستونزې د نورو علتونو(استبدادي واکمنيانې، بې عدالتيانې، د پرديو مداخلې، ديني-ملي ارزښتونو ته خيانت او ...) تر څنګ د ټولنې دافرادو محروميت او نه لاسرسی علمي-معلوماتي او اطلاعاتي منابعو ته دئ.
د پرمختګ ، ترقۍ او رفاه اصلي راوستونکي او تضمينوينکی پوهه ،تعليم حاصلول او معلوماتو ته لاسرسی دئ.
دلته علم ( ديني،اجتماعي اوساينسي) په پرديو ژبو(ديني په عربي او ساينسي په انګريزي،فرانسوي ، لاتيني اوجرمني) وو او دئ.
زموږ د علم د زده کوونکو نيم عمر د پرديو ژبو په زده کولو او نيم نور د علم په زده کولو مصرف شوئ دئ او کيږي .
د علم د زده کړې سره يې عمر ختم او د حاصل شوي علم سره په هديري کې ښخ شوي دي .
نه يې د تحقيق،نه د تصنيف او نه د ټولنې د افرادو دپاره په خپله مورنۍ ژبه د علم ور زده کولو د پاره وخت درلود او نه کوم اثر ترې پاته شوئ دئ.
د علم(ديني او ساينسي) زده کړه بايد د خاصې طبقی او حلقې نه را وايستل شي،
په خپله مورنۍ ژبه شي،څوعام خلک ورته لاسرسی پيدا کړي.
کله چې عام خلک پوه،آګاه اوهوښيار شي،بيا به دمستبدينو اود شهرت-شهوت-ثروت طلبانو دشومو پلانونو او اغراضو دحاصلولو دپاره ورنه دوسائلو په توګه سؤاستفاده نه کيږي اوپه شعوري توګه به د خپل ځان اود ټولنې د برخليک ټاکلو قدرت پيدا کړي او د نورو د ملڼډو او سؤاستفادو نه به نجات پيدا کړي .
#دآبادۍاوخدمت ج هاد
Afghanistan on the Path to Progress.
Khpalwak Industrial Company in Kandahar has manufactured a tractor and a loader for the first time in Afghanistan's history.
د پاکستاني او د افغان فرق !
د حزب دیموکراتیک خلق په حکومت کې یو عالم پاکستانیان په کابل کې اوسېدل.
هغوي اکثر ادعا کوله چې کمونستان دي، چپ نظریات لري او په پاکستان کې دومره تر خطر لاندي دي چې ځیني تښتېدلي دي.
رقم - رقم امتیازات یې اخیستل.
کله چې نجیب سقوط کول، هغه پاکستانیان ټول پاکستان ته وتښتېدل، کتابونه یې ولیکل او د پارلمان غړي سول.
یو دانه یې هم د پاکستان حکومت ونه وژل، بندي یې نه کړ، محاکمه یې نه کړ .
الحمدالله!
مګر پاکستانیان بیرته سره پاکستانیان سول خو افغانانو له اعلی تر ادنا سره ووژل او انتقامونه یې واخیستل او لا هم سره رټي.