Home
Language
English
Türkçe
Bahasa Indonesia
About
Privacy Policy
Terms of Service
Pricing
Sign In
Download All
Share
منصور افغان
@mansor4273
Joined October 2026
34
Following
21
Followers
22
Posts
mansor4273
retweeted
محمد زاهد محمد𝑴.𝒁𝒂𝒉𝒆𝒅 𝑴𝒐𝒉𝒂𝒎𝒎𝒂𝒅
@Zahed313_
about 18 hours ago
بیړنی حالت که نامامي پټول؟
mansor4273
retweeted
محمد زاهد محمد𝑴.𝒁𝒂𝒉𝒆𝒅 𝑴𝒐𝒉𝒂𝒎𝒎𝒂𝒅
@Zahed313_
about 18 hours ago
د پاکستان پخواني ولسمشر عارف علوي د پاکستاني پوځي رژیم د وروستي اقدام په غبرګون کې لیکلي، چې د دیموکراسي په تابوت یې وروستی مېخ هم ټک وهه. هغه زیاته کړې، د پوځي رژیم دغه اقدام نشي کولای چې د خلکو مبارزه کمرنګه کړي. نوموړي همداراز پر پوځي رژیم نیوکه کړې، چې بې وزلي یې عامه کړې او د خلکو ځپلو ته یی کار ویلی دی.
See More
mansor4273
retweeted
محمد زاهد محمد𝑴.𝒁𝒂𝒉𝒆𝒅 𝑴𝒐𝒉𝒂𝒎𝒎𝒂𝒅
@Zahed313_
about 17 hours ago
د پاکستان تحریک انصاف ګوند عمومي منشي سلمان اکرم راجا خیبر پښتونخوا کې د بېړني وضعیت اعلان، خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي او یاد ګوند غړو نیولو ته په غبرګون کې ویلي د خیبر پښتونخوا حکومت دریځ د انسانیت پر بنسټ وو او د اوکJوبر ۱۱مه د پاکستان په تاریخ کې توره ورځ ده. نوموړي زیاتوي په ۱۹۷۳ زیږدیز کال کې د بلوچستان د عطاالله مینګل منتخب حکومت ړنګ او په دغه ایالت کې ګورنر راج نافذ شو خو د ده په خبره له پنځو لسیزو راهیسې پاکستان لا هم د بلوچستان ولکه نه ده ترلاسه کړې. د راجا په وېنا د دوی اوږد لاریون په بشپړه توګه منظم او سولهییز وو او د ګرانۍ، بېوزلو ژوند او کار خوندیتوب او د خلکو د حقونو لپاره شوی دی. هغه د پاکستان له خلکو غوښتي چې د سولهییزې مبارزې ملاتړ وکړي او د ظلم پر وړاندې تسلیم نشي. د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي دغه راز ټینګار کړی چې مبارزه به یې د سړکونو، محکمو او پارلمان په کچه دوام ولري او باید له تاوتریخوالي ډډه وشي.
See More
mansor4273
retweeted
خاورې راشدجان K.N
@Rashidjaan_KN
1 day ago
❗
#مهمه_لیکنه
🔴
#پاکستان_د_ټوټه_کېدو_په_درشل_کې
۱- په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت: د فدرالي حکومت له خوا د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۱مه په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان شوی او ګورنر راج لګېدلی دی، په دې سره د ترهګرۍ د اندېښنو او د یوه پلان شوي لاریون په تړاو د تحریک انصاف صوبایي حکومت ځنډول شوی دی. ۲- د نړیوالې ترهګرۍ په درجهبندۍ کې د پاکستان لومړی مقام: پاکستان د ۲۰۲۶ کال د نړیوال ترهګرۍ په شاخص کې لومړی ځای خپل کړی دی، په ۲۰۲۵ کال کې د ترهګریزو پېښو له امله ۱۱۳۹ کسان وژل شوي، چې اصلي لامل یې د پاکستاني طالبانو تحریک فعالیتونه بلل شوي دي. ۳- په ۲۰۲۶ کال کې د تاوتریخوالي زیاتوالی: د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۳ سلنه زیات شوی او نږدې ۱۴۱۵ ته رسېدلی دی، يوازې په بلوچستان کې د وژل شویو کسانو شمېر يې تر درې برابرو ډېر زیات شوی او ۸۲۹ ته رسېدلی دی. ۴- په بلوچستان کې بغاوت: د بلوچستان د ازادۍ پوځ او نورو ډلو په ۲۰۲۶ کال کې همغږي بریدونه او ځانمرګي عملیات ترسره کړي او جګړې او نښتې هم زیاتې شوې دي. ۵- له افغانستان سره سرحدي کړکېچ: له افغانستان سره پرلهپسې نښتې او د افغانستان دننه د پاکستان بریدونه په ۲۰۲۶ کال کې هم روان پاتې شوي دي. ۶- د سوداګریزو لارو بندېدل: له افغانستان سره د روان کړکېچ له امله د پاکستان سوداګریزه لار افغانستان او منځنۍ اسیا ته بنده شوې ده. ۷- د سعودي عربستان او حوثیانو په قضیه کې ښکېلتیا: د پاکستان پوځیان په سعودي عربستان کې مېشت دي، د مکې د دفاعي تړون له مخې، پاکستان له سعودي عربستان او ترکیې سره د حوثیانو پر ضد ملاتړ کړی او ایران ته یې هم خبرداری ورکړی چې حوثیان تر کنټرول لاندې وساتي، دا وضعیت د ایران له پولې سره د غبرګون او بېثباتۍ خطر زیاتوي. ۸- ایران پلوه شیعه ډلې: د دې ادعا له مخې، د پاکستان د شیعه لږکیو اکثریت د ایران ملاتړ کوي او په ټول پاکستان کې یې وسلهوالې ډلې موجودې دي، د ایران او حوثیانو پر ضد جګړه ښايي په پاکستان کې نوې وسلهواله شخړه رامنځته کړي. ۹- له هند سره کړکېچ: د ۲۰۲۵ کال د مې له شخړې وروسته د پاکستان او هند اړیکې لا هم ترینګلې دي، پر پوله ډزې، د سپټمبر په میاشت کې د سمندري بېړیو ټکر، د سِند د اوبو د تړون ځنډول او یو پر بل د ترهګرۍ تورونه لا هم روان دي خو تر اوسه بشپړه جګړه نه ده شوې. ۱۰- د عمران خان بندي کېدل: عمران خان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د بېلابېلو قضیو او محکومیتونو له امله په زندان کې دی، د هغه د محکومیتونو په اړه ویل کېږي چې سیاسي انګېزې لري، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د هغه د سترګو لید کمزوری شوی دی. ۱۱- د تحریک انصاف د اعتراضونو پر وړاندې سخت چلند: د عمران خان د خوشې کېدو لپاره د اوږدو لاریونونو په پایله کې پراخې نیونې شوې دي او د تحریک انصاف وروستی صوبایي حکومت هم ځنډول شوی دی. ۱۲- سیاسي وېش: د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند او تحریک انصاف ترمنځ سخت سیاسي مخالفتونه روان دي، په عین وخت کې د پوځ سیاسي نفوذ او د پوځ د مشر واکونه هم زیات شوي دي. ۱۳- جبري ورکېدنې: د ترهګرۍ ضد قوانینو له لارې د حکومت د منتقدینو او مخالفو مشرانو د خپلسري نیولو زمینه برابره شوې ده، په داسې حال کې چې د پخوانیو زرګونو قضیو برخلیک لا هم نه دی معلوم شوی. ۱۴- د لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی او د دین د سپکاوي تورونه: د احمدیانو پر وړاندې بریدونه، د مسیحیانو او هندوانو د نجونو تښتول، په زور د دین بدلولو پېښې او همدارنګه د دین د سپکاوي تورونه لا هم روان دي، په ورته وخت کې د دغو پېښو د مسؤږلینو د حساب ورکولو او سزا ورکولو په برخه کې کمزوري لیدل کېږي. ۱۵- د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی: پر بهرنیو سیلانیانو جنسي تېري، د ناموس په نوم وژنې، جبري ودونه او د ښځو او نجونو د ساتنې لپاره د کافي اقداماتو نشتوالی لا هم پراخې ستونزې بلل کېږي. ۱۶- پر نړیوال وجهي صندوق تکیه: پاکستان د پورونو تر درانه بار لاندې دی او د پورونو د بېرته ورکولو له ستونزو سره سره د میلیاردونو ډالرو نور پورونه هم اخلي. ۱۷- بېوزلي او بېکاري: په پاکستان کې د بېوزلۍ کچه شاوخوا ۲۹ سلنه او د بېکارۍ کچه نږدې ۷ سلنه ښودل شوې ده، د دغه هېواد نفوس شاوخوا ۲۵۲ میلیونه دی او هر کال نږدې ۲ سلنه زیاتېږي، خو د کار فرصتونه محدود دي. ۱۸- د پوهانو او ماهرو کسانو کډوالي: د پاکستان لوستي او مسلکي کسان د کار او غوره فرصتونو د موندلو لپاره په لوی شمېر له هېواده بهر ځي.
See More
Rashidjaan_KN's tweet video.
Rashidjaan_KN's tweet video.
Rashidjaan_KN's tweet video.
Rashidjaan_KN's tweet video.
منصور افغان
@mansor4273
1 day ago
#مهم
. په داسې حال کې چې پاکستاني پولیس په کور دننه د ولس سره په اخ او ډوب کې را ګیر دي، خپل نور پوځیان یې دحوثیانو پر وړاندې د سعودي په ننګه جګړې ته استولي دي په تازه څرګندونو کې د حوثیانو دپوځ ویاند د لسګونو پاکستاني پوځیانو اسیر کیدل هم تایید کړي دي
mansor4273's tweet video.
منصور افغان
@mansor4273
1 day ago
پښتونخوا کې د بېړني حالت تر اعلان وروسته، د دغه ایالت اعلی وزیر سهيل افريدی او د عمران خان د ګوند نور لوړپوړي غړي هم نیول شوي او دا مهال د امنیتي ځواکونو او لاریونوالو ترمنځ کړکېچ مخ په زیاتېدو دی.
mansor4273's tweet video.
منصور افغان
@mansor4273
1 day ago
شرایط در پیشاور بدتر و بدتر میشود
#گورنر_راج_نامنظور
mansor4273's tweet video.
mansor4273
retweeted
محمد زاهد محمد𝑴.𝒁𝒂𝒉𝒆𝒅 𝑴𝒐𝒉𝒂𝒎𝒎𝒂𝒅
@Zahed313_
1 day ago
د پاکستاني پوځي رژیم لومړي وزیر شهباز شریف چې نن یې بېړنۍ غونډه رابللې وه ویلي، یوه ډله پلان لري پر اسلام اباد برید وکړي او پاکستان تباه کړي. هغه خپلې کابینې ته ویلي اوبه له ورخه تېرې دي، چوپه خوله دې نه کېني او نه دې ننداره کوي، بلکې اقدام دې وکړي. هغه د یادې ډلې په اړه جزیات نه دي ورکړي.
See More
mansor4273
retweeted
محمد زاهد محمد𝑴.𝒁𝒂𝒉𝒆𝒅 𝑴𝒐𝒉𝒂𝒎𝒎𝒂𝒅
@Zahed313_
1 day ago
انا لله وانا الیه راجعون دپینځو سترو باتورو قهرمانو مجاهدینو شهیدانو ستر هوډمن پلار جهادی شخصیت الحاج مولوی ګل یمین دحق داعیی ته لبیک وویلو پداسی حال کی چی تر شا یی څلور ویشت یتیمان لمسیان پینځه کونډی پاتې شوي اللهم اغفرله وارحمه
Zahed313_'s tweet video.
mansor4273
retweeted
محمد زاهد محمد𝑴.𝒁𝒂𝒉𝒆𝒅 𝑴𝒐𝒉𝒂𝒎𝒎𝒂𝒅
@Zahed313_
1 day ago
د ابن تیمیه (رح) هغه څېره چې تاسو یې نه پېژنئ دا د هغه ستر انسان کیسه ده چې د هولاکو خان لمسي "قازان خان" یې په وړاندې ودرېد ترڅو بیت المقدس خپلو صلیبي ملګرو ته وسپاري. دا هغه سړی و چې په خپل هوډ او کلک ایمان یې د داسې یو ناورین مخه ونیوله چې ټولې اسلامي نړۍ ته یې ګواښ جوړ کړی و. د بې وسۍ په موسم کې د امید ډېوه هغه وخت چې مسلمانانو مصر او کرک ته پناه وړې وه، د شام ښارونه د مغلانو د طاعون په څېر لښکرو تر پښو لاندې کړي وو. مسلمانې مېرمنې او ماشومان د مغلي عسکرو په منګولو کې وو او د اسلامي حکومتونو پوځونه په خپلو منځونو کې په ګډوډۍ اخته وو. په داسې یو تور تم کې شیخ الاسلام ابن تیمیه د تاریخ د لوري بدلولو لپاره راښکاره شو. ابن تیمیه یوازې یو عالم نه و، بلکې هغه د مغلانو د وحشي لښکرو په وړاندې یو پولادي دیوال شو. هغه مهال حتی عباسي خلیفه او د مصر سلطان محمد بن قلاوون هم دومره وېرېدلي وو چې په هره شېبه کې یې په قاهره د مغلانو د برید تمه لرله. په مصر کې خلک غرونو او سمڅو ته تښتېدل او ځینو د تسلیمۍ غږونه پورته کول. ابن تیمیه مصر ته لاړ او د سلطان ناصر بن قلاوون په وړاندې ودرېد. سلطان وېرېدلی و، خو ابن تیمیه ورته په زړورتیا وویل: "اې سلطانه! که ته د شام واکمن نه وای او خلکو ستا څخه د مرستې تمه نه درلودای، نو بیا هم ستا دنده وه چې د دوی ننګه وکړې. ته د دوی مسؤل یې، څنګه کولای شې دوی یوازې پرېږدې؟" د ابن تیمیه دغو کلمو د سلطان په زړه کې د غیرت لمبه بله کړه او د هغه وېره یې په مېړانه بدله کړه. هغه عسکر او ولس جهاد ته راوبلل او بالاخره د مصر پوځ د شام په لور روان شو. ابن تیمیه به په ډاډ سره امیرانو او خلکو ته ویل: "پر الله قسم دی چې تاسو به بریالي کېږئ." کله به چې امیرانو ورته وویل: "ووایه ان شاء الله"، نو ده به ویل "زه ان شاء الله د حقیقت په نیت وایم، نه یوازې د برکت لپاره." (يعنې زه د الله په نصرت بشپړ ډاډه یم). تاتاري جاسوسانو اوازه خپره کړې وه چې تاتاریان اوس مسلمان شوي او له هغوی سره جنګ جواز نه لري. خو ابن تیمیه ولس ته وویل: "که مو زه ولیدم چې د تاتاریانو په صف کې ولاړ یم او قرآن مې په سر ایښی وي، نو ما هم ووژنئ!" په ۷۰۲ هجري کال کې د رمضان په میاشت کې د شقحب جګړه پیل شوه. ابن تیمیه پخپله په میدان کې و، عسکر یې هڅول او د شهادت جذبې یې راپارولې. یو امیر کیسه کوي چې کله دواړه لښکرې مخامخ شوې، ابن تیمیه له ما وغوښتل چې هغه په داسې ځای کې ودرووم چې مګر مړینه وي. هغه د اسمان په لور وکتل، شونډې یې وخوځېدې او په ډیر عجز سره یې دعا وکړه. هماغه و چې د الله نصرت راغی او مغلانو ته یې سخته ماتې ورکړه. له جګړې وروسته خلکو د قرآن په تلاوت او د صدقو په ورکولو سره خوشحالي وکړه. هغه ورځ د امت لپاره د اختر ورځ وه. هر چا ومنله چې ابن تیمیه یوازې یو وچ عالم نه دی چې په کتابونو کې پټ وي، بلکې هغه یو داسې کس و چې مسلیمه امت یې له یوې لویې تباهۍ وژغوره. ماخذونه ابن کثیر، البدایة والنهایة. ابن ایاس، بدائع الزهور. المقریزي، المواعظ والاعتبار. د نورو اسلامی کیسو لپاره موږ وڅاري مننه
See More
mansor4273
retweeted
محمد زاهد محمد𝑴.𝒁𝒂𝒉𝒆𝒅 𝑴𝒐𝒉𝒂𝒎𝒎𝒂𝒅
@Zahed313_
1 day ago
د دې ځوان خبرې واورئ څومره جالبه پر ځای او له جرئته ډک ځوابونه یې ورکړي دي افرین ځوانه
Zahed313_'s tweet video.
منصور افغان
@mansor4273
2 days ago
الحَمْدُ ِلله د هرات ښار تر دروازو د ټاپي نړیوالې پروژې رسېدل.
منصور افغان
@mansor4273
2 days ago
که یو چا عمر ورکول کېدای، یقیني درته وایم دې ستر شخص ته ما باقي عمر ور بښلو.🥲 تقبله الله بقبول حسن.
منصور افغان
@mansor4273
2 days ago
د ایران د انرژۍ وزیر: له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړو
mansor4273's tweet video.
mansor4273
retweeted
محمد زاهد محمد𝑴.𝒁𝒂𝒉𝒆𝒅 𝑴𝒐𝒉𝒂𝒎𝒎𝒂𝒅
@Zahed313_
2 days ago
عوام هغه وخت اصلاح کېږي کله چې خواص اصلاح شي. اهل علم، امراء، د وخت واکداران چې مصلحین وي، لاندي طبقه الله تعالی خیله اصلاح کوي، د یو واعظ وعظ، د عالم علم، د مبلغ تبلیغ هغه وخت مؤثر وي کله چې اول نظر پر خپل نفس ولري روسته بیا د بل د اصلاح کوښښ وکړي!
mansor4273
retweeted
محمد زاهد محمد𝑴.𝒁𝒂𝒉𝒆𝒅 𝑴𝒐𝒉𝒂𝒎𝒎𝒂𝒅
@Zahed313_
5 days ago
له بمونو تر فتحې انقلابي کابل، شل کاله جګړه، پردی واک، د پرمختګ په نوم د دیموکراسۍ مردود فکر او په غېږ کې یې د افغانستان د ویجاړۍ اوږد فصل! د آرشیف ادارې هغه لیکل شوې مقاله ده چې د امریکایي اشغال له پیل تر پایه یې د اشغال ټول اړخونه را نغاړلي، هیله ده چې د آرشیف آدرس په یاد سره یې تر نورو هم ورسوئ، دا ایماني، اخلاقي او وجداني رسالت دی.
See More
mansor4273
retweeted
محمد زاهد محمد𝑴.𝒁𝒂𝒉𝒆𝒅 𝑴𝒐𝒉𝒂𝒎𝒎𝒂𝒅
@Zahed313_
5 days ago
محمد بن قاسم څوک و؟ د محمد بن قاسم بشپړ نوم عمادالدین محمد بن قاسم الثقفي و. هغه د طائف د ثقیف قبیلې څخه و. د حجاج بن یوسف وراره او زوم و. کله چې هغه وزیږېد، حجاج ویلي وو: د دې هلک په سترګو کې د فتوحاتو نښې وینم. هغه له ماشوم توبه ډېر ځیرک و. په غشې ویشتنه، آس ځغاسته، قرآن او حدیث کې په هره برخه کې ماهر و. په دولس کلنۍ کې یې د کرمان بغاوت پای ته ورساوه. ورپسې حجاج هغه د سند د سپه سالار په توګه وټاکه. په هغه وخت کې د هغه عمر یوازې اولس کاله و. له هغه سره شپږ زره عربي سواران، شپږ زره اوښ سپاره او درې زره د توکو بار اوښان ملګري وو. حجاج په یوه لیک کې ورته لیکلي وو: «زویه! کله چې سند ته ننوځې، نو هېڅ ښځه، هېڅ ماشوم، هېڅ بوډا او هېڅ بزګر مه وژنه. څوک چې سوله کوي، امان ورته ورکړه. څوک چې په معبد کې ناست وي، هېڅ مه ورته ووايئ.» محمد بن قاسم همداسې وکړل. هغه له دیبله نیولې تر ملتانه پورې هر ښار فتح کړ، خو هېڅ ښار یې ونه لوټه. هغه برهمنو ته وویل چې تاسو په خپلو معبدونو کې عبادت وکړئ، موږ به درته هېڅ ونه وایو. د همدې لامل له امله د سند خلک هغه خپل مسیحا (ژغورونکی) بلل. د راجا داهر تر وژل کېدو وروسته د هغه واکمني پای ته ورسېده. محمد بن قاسم «اروڑ» خپل پایتخت (مشرقي مرکز) وګرځاوه. هغه هلته کېناسته او د خلکو قضیې به یې اورېدې. ویل کېږي چې یوه هندو ښځه د هغه دربار ته راغله او ویې ویل: «ستا عسکر مې غوا لوټلې ده.» نو هغه هماغه شېبه پر هغه عسکر درېدې (قمچیان) ووهلې او غوا یې بېرته ورسوله. هغه درې کاله په سند کې پاتې شو. په همدې درې کلونو کې یې سند د طلا په څېر زرغون او آباد کړ.
See More
منصور افغان
@mansor4273
5 days ago
دوستانو! د ایکس نړۍ ته تازه راغلی یم هیله ده دلته هم ستاسو له مینې او ملتیا برخمن شم.
@mansor4273
mansor4273
retweeted
محمد زاهد محمد𝑴.𝒁𝒂𝒉𝒆𝒅 𝑴𝒐𝒉𝒂𝒎𝒎𝒂𝒅
@Zahed313_
8 days ago
ناکامه پروژه مستند؛ ډېر ژر
Zahed313_'s tweet video.
mansor4273
retweeted
محمد زاهد محمد𝑴.𝒁𝒂𝒉𝒆𝒅 𝑴𝒐𝒉𝒂𝒎𝒎𝒂𝒅
@Zahed313_
8 days ago
ځواني د ژوند د قوت او حرکت پړاو دی لکه یو وحشي او مست آس. خو دا آس یوازې هغه څوک سمبالولی شي چې د ایوبي غوندې اراده ایمان او هدف ولري ځکه هرڅوک ځوان وي خو نه هرڅوک د خپلې ځوانۍ حق ادا کولای شي. ځواني د ژوند آس دی خو یوازې یې د ایوبي په څېر خلک کېزه کولای شي.
Last Seen Users on Sotwe
Mistress Lav 🌪️
Seen from
Brazil
Hell is a teenage girl.
Seen from
Australia
23gencYakısıklı
Seen from
Turkey
Kiting_123
Seen from
Indonesia
Donat coklat kacang
Seen from
Indonesia
ECE GENÇER
Seen from
Turkey
sex tutkunu
Seen from
Turkey
Ash
Seen from
United States
slavePL
Seen from
Turkey
👑 𝓸𝓯 𝓽𝓱𝓮 𝓐𝓵𝓹𝓱𝓪 𝓣𝓻𝓪𝓭𝓲𝓮𝓼 🇬🇧🇹🇷
Seen from
Austria
Trends for you
1
Omar
Under 10K tweets
2
Columbus
Under 10K tweets
3
Yamamoto
Under 10K tweets
4
RJ Mitte
Under 10K tweets
5
Logan Henderson
Under 10K tweets
6
Mar-a-Lago
Under 10K tweets
7
Walt Jr
Under 10K tweets
8
NO ONE IS ABOVE THE LAW
Under 10K tweets
9
Metallica
Under 10K tweets
10
Melania
Under 10K tweets
Most Popular Users
1
Elon Musk
@elonmusk
241.5M followers
2
Barack Obama
@barackobama
118.9M followers
3
Cristiano Ronaldo
@cristiano
114.6M followers
4
Donald J. Trump
@realdonaldtrump
111.8M followers
5
Narendra Modi
@narendramodi
107.1M followers
6
Rihanna
@rihanna
98.7M followers
7
NASA
@nasa
92.3M followers
8
Justin Bieber
@justinbieber
91.8M followers
9
KATY PERRY
@katyperry
90.1M followers
10
Taylor Swift
@taylorswift13
84M followers
11
Lady Gaga
@ladygaga
75.5M followers
12
Virat Kohli
@imvkohli
73.5M followers
13
Kim Kardashian
@kimkardashian
70.9M followers
14
YouTube
@youtube
68.8M followers
15
Neymar Jr
@neymarjr
66.6M followers
16
Bill Gates
@billgates
65.3M followers
17
Selena Gomez
@selenagomez
63.1M followers
18
The Ellen Show
@theellenshow
62.2M followers
19
CNN
@cnn
61.8M followers
20
X
@x
60.7M followers
Olivia
Online
✨
⭐
💫