محترم حافظ محمد انس «حقاني» جامعه رياض العلوم کابل ته تشريف راوړ. محترم حافظ صاحب چي د افغانستان اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم او سیاسي کمېسیون د غړي په حیث یې خدمتونه تر سره کړي خپلي تجربې یې د جامعې له مسئولینو تو استادانو سره شریکي کړې.
نوموړي د جامعې له ټولو څانګو: درس نظامي، مکتب، تخصص في الإفتاء والقضاء،حفظ، معهد اللغة العربية څخه لیدنه ترسره کړه.
وروسته يې استادانو او زده کوونکو ته هر اړخیزه وينا وکړه.
نوموړي په خپله وینا کې د علم مقام او ارزښت، د تقوا او اخلاقو د لوړوالي، د وخت د قدر، او د ملت د سوکالۍ او ابادۍ په لاره کې د علم د عملي کولو اړخونه په ښکلي انداز روښانه کړل.