#وضاحت
د شرعي نظام دښمنان چې د مغرضو استخباراتي کړیو د مرستې او ملاتړ سربېره هم د سختې ماتې او رسوایي سره مخ دي چې وروستۍ بېلګه یې په نورستان کې له پښتونخوا څخه د را اړول شویو شر او فساد ګڼ شمېر وسلوالو نیول او وژل و.
اوس غواړي چې په دا ډول جعلکاریو سره خلکو ته وښیي چې دوی د شرعي نظام په منځ کې نفوذ لري او محرمو اسنادو ته لاسرسی لري او دا راز په دا ډول جعلکاریو سره خپلو څو تنو بقایاوو ته روحیه ورکول هم غواړي.
د لوی الله تعالی په مرسته د شرعي نظام دښمنان په هر ډګر کې مات او رسوا شوي دي او دا ډول جعلکاري او شایعات به دوی ته هیڅ ګټه و نه رسوي.
" افغانستان پر بهرنیو مرستو تکیه نه لري"
د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند وايي، د افغانستان ټول اقتصادي او اداري نظام پر کورنیو عوایدو او مالیاتي سرچینو چلېږي او هېواد پر بهرنیو مرستو تکیه نه لري.
نوموړي د هېواد په اقتصادي وده کې د سوداګرو رول مهم بللی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت له لوري راټولې شوې مالیې د کونډو او یتیمانو ملاتړ، بیارغونې او پرمختیايي چارو لپاره لګول کېږي.
#امیدراډيو