نبي اکرمﷺ فرمایلي:
د خپل ورور په تکلیف او مصیبت باندې د خوشحالي اظهار مه کوه! ممکن چې الله ﷻ پر هغه رحم وکړي او له مصیبت نه یې خلاص کړي او تا په همغه مصیبت اخته کړي.
(ترمذی: 2506)
رسول الله ﷺ وفرمایل:
الله عز وجل فرمايي: د آدم زوی هر عمل د ده لپاره دی، مګر روژه؛ زما لپاره ده، او زه به خپله د هغې اجر ورکوم.
روژه سپر ده، که تاسو کي د یوه روژه وي، نو نه دې فحش خبرې کوي او نه دې جګړه کوي. که څوک ورسره شخړه وکړي یا ښکنځل ورته وکړي، نو باید ووایي: زه روژه یم.
لکه شیطان 100% کې بداخلاقه او بې خیره یي. که کوم انسان کومې بداخلاقۍ ولري هغه دې له نظره وغورځول شي او سترګې دې پرې پټې شي، ځکه هغه حتماً ښه اخلاق هم لري او هغه ښو اخلاقو ته دې وکتل شي. دا چلند حدیث کې هم بیان شوی او دا چلند عادلانه دی.
#حامدافغان
عادلانه چلند
رسول الله ﷺ فرمایي: مومن سړی دې له مومنې مېرمنې (د هغې د کومې بداخلاقي له امله) کرکه نه کوي، که د هغې له یوه خوی نه کرکه ولري بل خوی به یې خوښ شي. انسان طبعاً ملایکه نه دی چې ټول اخلاق به یې 100% غوره او ښه یي او داسې هم نه ده چې یو انسان دې لکه شیطان ...
رسول الله ﷺ فرمایي: په الله قسم، د قیامت په ورځ به د حقوقو خاوندانو ته خپل حقوق ورسیږي، ان تر دې چې بې ښکرو پسه به له ښکرور پسه نه غچ او قصاص واخلي. عن أبي هريرة رضي الله قال:قال رسول الله ﷺ: لتؤدن الحقوق الى اَهلها يوم القيامه حتى يقاد للشاة الحلجاء من الشاة القرناء. «مسلم»