@HG_42_9@SayedSamiSadat دا خبره واوره، چې په الله قسم چې ستا کار مو په امریکا کې هم نوي کړی، فقط د څو روپيو په خاطر مه خپل ځان په مجاهدینو ختموه، او مه نور مظلوم ولسي خلک، خپله ژوند کوه، نور دا ستا د وس کار ندي
د متحدې جبهې مشر، سميع سادات: انډیوالان راوغواړه، زه هم نور نه ځمه، له سرحده دېخوا درته پروت يم
د شر او فساد له ډلو، د متحدې جبهې مشر سميع سادات خپل مهم افغانستان مېشتي قومندان الله داد فدايي ته په يوه غږيز کليپ کې څرګندوي چې نوموړی په پاکستان کې دی او په وينا یې نور له دې ځايه نه ځي.
دا غږيز کليپ، څه موده وړاندې الله داد فدایي ته لېږل شوی او د سادات له څرګندونو معلومېږي چې نوموړي پلان درلوده چې د خپلې جبهې د پلان تر تطبيق پورې پاکستان کې پاتي شي او له هغه ځايه افغانستان کې د ورانکارو فعاليتونو ترسره کولو ته امکانات برابر کړي.
سادات، فدايي ته څرګندوي چې د نورستان له فرضي کرښې څخه تر لغمان پورې یې ساحه پاکه کړې او دغه راز ټينګار کوي چې که کوم مزاحمت موجود و د «طالبانو» څه پوستې به له منځه يوسي.
هندوکش غږ ته، د سميع سادات له رسېدلو غږيزو کليپونو په ښکاره څرګندېږي چې نوموړی د خپلې پروژې د تطبيق لپاره لوی پلان درلوده او ان پاکستان ته د همدې لپاره راغلی دی.
#هندوکشغږ
د سمیع سادات او الله داد فدايي مکالمه؛ زه هم لږ بې خرچه وم اوس پیسې درته حواله کوم، که د فرشغان ملګري بګرام کې د طالبانو په سږ کال پوځي رسم ګذشت بريد وکړي
هندوکش غږ ته د متحدې جبهې د مشر سميع سادات او د الله داد فدايي د مکالمې د رسېدلو غږيزو کليپونو له ډلې په يوه کليپ کې سميع سادات، الله داد فدايي ته د پیسو د حواله کولو ډاډ ورکوي او وايي چې حضرت الله نومی کس به یې په افغانستان کې ترلاسه او در ورسوي.
سادات وايي «پوهېږم ډېر کم خرچه یې، بس زه هم کم خرچه وم اوس به مشکل حل شي».
سادات پر دې سربېره، الله داد فدايي ته خبره کوي چې تر څو د لغمان له فرشغان څخه د افغان حکومت د ازادۍ ورځې د لمانځلو پر مهال په بګرام هډه راکټي برید وکړي.
#هندوکشغږ