پام موي.
دا جنګ د هر افغان مسؤلیت دی، فرق نه کوي چې د تیر نظام عسکر دی، که جنرال، که اجیر، دا د افغانانو جنګ دی چې دفاع یې هیڅوک نشي ټیکه کولای، د دفاع په دې صف کې به بلا توپیر ولاړ یو، او سرونه به شیندو.
د دې معرکې قربانیان شهیدان دي، او سوبمن هغوی یې فاتحین دي. حفظهم الله.
د دې سفاک او خنزیر صفته دښمن پر وړاندي له مصالحو کار مه اخلئ، نه دا صبر دی، نه استقامت دی، نه سیاست دی، نه عقلمندي ده، جهاد مطلق فرض عین ګرځیدلی، له اسلام او اسلامي قلمرو دفاع فرض عین دي.
په دې لار کې پر فرد فرد لازمه ده چې د جهاد صف ته به راوځي. مصلحت همدا دی.
ذلیل دښمن پخپل تاریخ کې داسي له شرم او عار سره نه وو مخ شوی، دومره درانه تلفات د دوی د نوي نسل نه یادیږي.
دوی د دې ځل له مجاهدینو سره مخه ده، داسي مجاهدین چې له دوی سره جنګ له ژوند ډېر خوښوي، زمونږ یوه څاڅکه وینه او زمونږ وقار د دوی له ټول وجود مهم دی.
د پنجاب رټل شوی پوځي رژیم دا وار د رجالو سره لاس او ګریوان دی، مونږ به که خدای کول د ټولو پنځوس کلنو ظلمونو او خيانتونو انتقام در څخه اخلو.
تر څو دا جګړه پای ته رسېږي مونږ به ټول اغزن سیم را ټول کړی وي لخیره.
د یادونې وړ ده چې مونږ به ډیر ژر په دې کرغېړنه کرښه در واوړو او خپله تللې جغرافيه به بیرته در څخه را وه ګرځوو.
بعون الله