ژوند لکۀ د یوې ِسکې دوه مخه..!
مرګ صرف یو ځل راځي . نه یې مال مخه راګرځولی سي نه دولت ؛ نه یې وسله مخه راګرځولی سي نه باډي ګارډان ؛ نه یې ډاکټر مخه راګرځولی سي نه دوا ؛ نه یې مقام مخه راګرځولی سي نه قوم ! دا ځکه چی ژوند خو د ِسکې یو مخ دی ، بل مخ یې مرګ دی.
مولوي کریم الله حماد
دينار ته دينار ولي وايي؛
مالک ابن دينار رحمه الله وايي دينار ته دينار ځکه وايي چي دا دين او نار دي که چا په حق سره واخيست نو دين يي دي او که چا په ناروا واخيست نو ددي لپاره اور🔥 دي.
ټولنه...! 😒
زمونږ په ټولنه کې ته د خلکو په نظر کې تر هغه وخت پوري ښه انسان یې تر څو چې د خپل حق څخه تیریدونکی اوسي چې کله دي د خپل حق غوښتنه وکړه بس له همدي وخت ته بد انسان شی .