ماشاءالله! زه دا وخت د خانې کعبې د هغو پـیـرزوینو پـخـوانیو آثارو ته راغلی یم، کوم چې زیات خلکیې شاید یوازې له عکسونو یا روایتونو نه پېژني. دلته د خانې کعبې پخوانی دروازه، زاړه ستنې، تاریخي درشلونه، او نور ډېر داسې شیان مې ولیدل، چې د زړه ژور احساسات یې را وپارول.
دا ټول آثار د اسلام له زرینو وختونو پاتې دي، چې هر یو یې د تاریخ یوه ژوندۍ بیلګه ده. زه غواړم دغه بخت، دا روحاني سفر، او دا نایابه فرصت له تاسو ګرانو دوستانو سره هم شریک کړم. که څوک تر اوسه دغو آثارو ته نه وي رسیدلي، نو زما له لارې دې دا نعمت شریک کړي.
په لاندې ویډیو کې تاسو کولی شئ د خانې کعبې دا نادر او پخواني آثار له نږدې ووینئ.
الحمدلله ثم الحمدلله!
په الله تعالی دې پرېمانه حمدونه وي، چې د ژوند له څلوېښت کلن انتظار وروسته یې زموږ ستر ارمان راپوره کړ. هغه ارمان چې کلونه کلونه مو په زړونو کې پاللی و، نن الله تعالی دا دروازه راخلاصه کړه او زه د عمرې مبارکې سفر ته روان یم.
دا یوازې یو سفر نه دی، بلکې د روح صفا کول، د ګناهونو بښنه غوښتل، او د الله تعالی کور ته د مینې، عاجزۍ او بندګۍ په نیت حاضریږي.
له رب العالمین څخه دعا کوم چې دا سفر مو قبول کړي، اسان یې کړي، او دا خوږه لحظه زموږ ټولو دوستانو، خپلوانو، او ټولو هغو مسلمانانو ته هم نصیب کړي چې د داسې مبارک سفر ارمان لري.
یا الله! دا سعادت زموږ ټولو ته بار بار نصیب کړه، او موږ ټول په خپل کور کعبه کې حاضر کړه!
آمین یا رب العالمین.
درنو هیوادوالو!
په درناوي سره غواړم له تاسو نه یوه مهمه پوښتنه وکړم. تاسو ته ښه معلومه ده چې ګلبدین حکمتیار څوګ ده. شاید تاسو ټول یې له ما ښه پیژنئ.
خو دا مهال د نوموړي سره د لیدنې، ملاقات یا کوم رسمي ناستې لپاره واضح معلومات نشته. نه پوهېږو چې دا ملاقاتونه د چا له خوا تنظیمیږي، کوم دفتر ته باید مراجعه وشي، او یا هم څوک مسوول دی چې دغه ملاقاتونه ترتیب کړي.
زما پوښتنه دا ده:
ایا څوک له تاسو محترمو وروڼو څخه دا معلومات لري چې د حکمتیار صاحب سره د لیدو رسمي لاره څه ده؟ او دا چارې دا مهال د چا یا کومې ادارې په لاس کې دي؟
زما هدف له دې پوښتنې نه کومه شخصي ګټه نه ده، بلکې دا یو ملي اړتیا بولم .
چې نه پلار ملامت نه زوی ملامت په مینځ کې یو لوی قتل وشو دا څنګه؟
په رسنیو کې مشهوره ده چې زوی راجګ شو خپل پلار یې په شهادت ورساوو.
اوس یې زوی لګیا ده چې زه قاتل نه یم زما پلار د اعصابو تکلیف دا پنځه کاله درلود او خپله یې ځان وویشته!
زه دومره وایم له یوې خوا یې پلار د اعصابو تکلیف درلود له بلې خوا یې پلار سره توپانچه وه دا توپانچه یې ولې ورسره پرېښوده؟
بله دا چې دی وایي پلار ما باندې توپانچه ونیوله او زه یې پرې وشتلم ما لاس ورواچوو یو ډز وشو پاس چت ولګیده بل ډز یې وکړ خپل ځان یې ووشته په دومره موقع کې ترې توپانچه ولې نه ده اخستل شوې.
که چیرته دی ځان صفا بولي داسې دې وکړي چې یو تلویزون دې راوغواړي او د خپلې علاقې مسوؤلین،عالمان او د کلي ګاونډ سپین ږیري دې باید په کې وي دا ټول را وغواړي او دا پنځه کاله یې چې په پلار باندې تداویانې کړي هغه دې را واخلي او مخې ته دې کیږدي چې دا د پلانکي ډاکټر تداوي او دا د پلانکي.
او د ځان سپیناوی دې وکړي او پر میډیا دې نشر کړي.
تش په تشه خو به خود خلګ پر ظاهر باندې عمل کوي.
یو اهم پیغام ده درسره یې واورئ!
دا چې یو پاکستانۍ کابل ته راغلی او تود هر کلی یې شوی خو ده له تود هر کلي غلطه استفاده کړې.
ده یو ویډیو جوړه کړې او پکې ویلي یې چې دلته امن ده او زه په ویزه راغلی یم او تښیدلي دې باید بیرته راشي.
ځینې الفاظ یې ډیر په سپکه لهجه ویلي.
تاسو ویډیو درسره وګورئ!
مخکې یې درسره نشر کړئ.
زما کورنۍ هم د ناټو غړي پر شا تمبولي!
اکثره چې زما پر ویډیو ګانو ماته کمنټ کوي چې شېرازد صاحب تاسو تیار خواره یاست تاسو کومه قرباني تېر نظام کې نه ده ورکړې.
خو داسې نه ده! بلکې زما والد صاحب هغه څوګ ده چې د ناټو تیارې یې را غورځولي موږ بې سارې قرباني ورکړې.
دا یاداښت صرف د هغو لپاره چې پر ما تنقید کوي.
تاسو یو ځل حتمن ویډیو درسره تر پایه وګورئ!
مخکې یې درسره لاس په لاس کړئ.